د ټولنیزو رسنیو شنه پړانګان

شاه محمود میاخیل

102

ادبي، هنري، سیاسي او د ټولنیز خدمت ژوند ډیرې ښیګڼې او کمې بدیانې لري.

یوه بدي یې دا ده چې یو کس به یو قدم د خیر لپاره کله نه وي اخستې، په خپل کور او کلي کې به هم څوک پرې حساب نه کوي، یا هیڅ علمي، تعلیمي، ټولنیز او سیاسي بصیرت به نه لري، خو په نورو باندې به د نیوکو شنه پړانګان وي.

په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا دا شنه پړانګان زیات شوي ځکه اکثره وزګار یا خیرات ته ناست دي.

ځینې لا پیژنم چې نیټ هم د خیرات په روپو فعالوي خو بیا شنه پړانګان بریتې تاووي چې د وطن خدمت کوم.

زما وړاندیز او مشوره دغه شنو پړانګانو ته دا ده چې د ټولنیزو رسنیو نه د زده کړې په توګه استفاده وکړي او خپل ځانونه په داسې مسایلو بوخت کړې چې تاسي او ستاسي کورنۍ ته د اوږدمهال ژوند لپاره ګټور وي.

ټولینزې رسنې یو ځل مصرف لوښي دي او ډیر وخت ضایع کول پرې نه دی پکار. نیټ یا اکونټ دې بند شو او د ټولنیزو رسنیو نه ووتلې بیا مو په یو خروار لیټې هم څوک نه حسابوي او ژوند به مو هسې عبث تیر شوې وي.

هدف مې دا دی چې هر څوک د خپل ځان لپاره یوه مؤخه وټاکي چې ټولنیزې رسنې د څه لپاره کاروي او ګټه یې څه ده؟ بې مؤخې هره ورځ د ځانونو نه شنه پړانګان جوړول څه ګټه نه لري.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي

خوشې چټي پټي

 

  Donate Here

Dawat in English

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.