انسان په ټولنیزم نظام او ټولنه کې د خپلې ټولنې د کنټرول لپاره ځینې اصول لري، چې د همدې اصولو په مراعت کولو سره د ژوند چارې تنظیموي. دغه اصولو ته د اخلاقو نوم ورکوي. یا اخلاقي اصول. هره ټولنه د خپلې ټولنې نه په برداشت سره، اصول ورته ښه او بد ښکاري. د اخلاقو په تعمیم کې چاپیریال او عقیده دوه بارز رول لري.
زموږ ټولنه چې یو اسلامي ټولنه دی، د ښځو حجاب نه مراعت کول راته بداخلاقي ښکاري. زموږ په ذهن کې هغه ښځه داسې راته ښکاري چې په جنسي اړیکو کې له هر چا سره ازاده وي. هغې ته زموږ ځوانګوټي په داسې سترګه ګوري، چې یوازې د هغوی غوښتنه باید پوره کړي. برعکس په یوې بلې ټولنه کې د پړوني نه سر کول، د پښو، سر او یا د بدن نور غړو ښکاره کول د بې لارۍ مانا نلري. په ځینو هېوادونو کې زموږ د ښځینو غوندې حجاب اغوستل ورته د تروریزم د پلوي په توګه ښکاري. په لنډه توګه هره ټولنه د ځان لپاره ځینې اخلاقي اصول لري.
زموږ په ادبیاتو کې د بېلارۍ خبره هغه څه دی چې زموږ اخلاقي نورمونه نړوي. زموږ د ټولنې نظم خبروي. ځوان/ لوستونکي مو هغه څه ته هڅوي، چې زموږ د باورونو خلاف وي.
د بېلګې په توګه زموږ ځوان عشقي/ سکسي ناولونه یا کیسې لولي. طبعي دی چې هغه به پارېږي. د خپلې جنسي غوښتنې د پوره کولو لپاره مناسب بستر نه وي، مجبور دی چې داسې څه ته لاس واچوي چې هغه په ټولنه کې د لویو جنجالونو باعث ګرځي. یا کله چې یو نوی ځوانګوټي داسې کیسې لولي، هغه یې د کنټرول وس نه لري؛ نو د یوه چا خور/ لور ته لاس اچوي. زموږ په ټولنه کې داسې کړنه د مرګ سبب ګرځي، کلونه کلونه دښمني وي. په همدې خاطر ځینې ادبي اثار دي چې په لوستلو سره یې د ټولنې نظم خرابولای شي.
پښتنه ټولنه ټول مذهبي خلک دي. که چېرې موږ داسې یو ادبي اثار ټولنې ته وړاندې کوو، چې مذهبي عقایدو ته پکې کوم خبره شوې وي یا د دیوې داسې مفکوره پکې بیان شوې وي، چې زموږ د باورونو خلاف وي؛ نو زموږ خلک یې پر وړاندې دریږي، د هغه کس یا ډلې د لمنځه وړلو لپاره د جنګ اعلان کوي؛ نو ټولنه جګړې ته لاړه او جګړه له وژنو او ویجاړئ، بل څه نلري. دا ټولې کیسې د ټولنیز نظام خرابولو باعث ګرځي؛ نو ځکه ورته بېلارې توب وایو.
همدا ادبیات کولای شي، چې د خپل هنریت په زور خلکو باندې ځان ومني. لوستونکي یوه ډله او نه لوستونکي بله ډله ګرځي. د دوړو ترمنځ به طبعي وي، چې د فکر له اختلاف نه فزیکي شخړو ته خبره لاړه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.