کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰ زره ۳۹۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۸۳۱ افغان کورنۍ چې ۱۰۳۹۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، د راستنو شوو کډوالو له ډلې له ۲۱۵۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۶۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۶۶۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.