زما د کور دروازه مه ټکوه !
په زنځیر یې نوره
ستا د لاس تودوخه زنګ وهلې .
دا د پیړیو زخم مه ویښوه
*****
ها وختونه بیرته بیا نه راسنیږي
چې زما د کور پردې به
ستا د غږ شیرین شمال ته
نڅیدلې .
اوس له ټولو
آن زما د کور له سرو ګلانو
ستا لاسونه نور هیر شوي
زما د کور دروازه مه ټکوه !
ته ما نوره هیره کړې یې عزیزې
نور هیڅ شی
حتی له بارانه وروسته د خاورو بوی هم
تا رایادولی نه شي
او نه هم د هغې مرغۍ چغار
ستا اواز را یادوی شي
چې
هر سهار مې د کور مخې نه تیریږي .
که څه هم
ته ما نوره هیره کړې یې عزیزې !
خو
ځینې وخت چې ور ، ټکیږي
نه پوهیږم یوناځاپه
زما زړه ولې دریږي ؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.