ننګرهار کې د «سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» ځمکه دولتي تثبیت شوه

60

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د هېواد عدلیې وزارت وایي چې د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې «د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» ځمکه چې نږدې ۵۶۴۰ جریبه کېږي، د سندونو او مدارکو د څېړلو نتیجه کې دولتي تثبت شوه.

عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په سره‌رود ولسوالۍ کې «د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» د نږدې ۵۶۴۰ جریب ځمکې د سندونو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه امارتي ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له دې مخکې د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي موضوع څېړلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

سرچینې زیاته کړې، یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو او له دولته د یادې ځمکې د پېرېدنې له نه ‌ثابتېدو وروسته پرېکړه وکړه، د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه چې ۵۶۴۰ جریب کېږي، امارتي ملکیت دی.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه‌راز اختصاصي محکمې پرېکړه وکړه، د ځمکې متصرفین چې عمدتاً پېرېدونکي دي او ځمکه یې له اشخاصو اخیستې، کولای شي د ځمکې د بیې اخیستو او د خپل زیان جبران لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

عدلیې وزارت ویلي، د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت سره جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوو یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې څېړنې وروسته، د امارتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.