اتریش د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړی ځل یو افغان د جرمي سابقې له امله بېرته کابل ته شړلی دی.
د اتریش لومړي وزیر کریستیان شتوکر ویلي، دغه افغان چې د «جدي جنایي جرمونو» په تور محکوم شوی و، له څو کلونو وروسته کابل ته شړل شوی دی.
اتریشي چارواکو ویلي، چې دغلته «مجرمین» نه پرېږدي او نږدې وخت کې به دا لړۍ پراخه کړي.
په ورته وخت کې، د بخښنې نړیوال سازمان دا اقدام سخت غندلی او ویلي یې دي چې افغانستان لا هم خپلو وګړو ته د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې دی.
دغه سازمان ویلي: «هغه دولتونه چې خلک یو داسې نظام ته بېرته استوي چې له خپلو وګړو سره ظلم کوي، د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه کوي. دا ډول عمل بشري حقونو سره خیانت دی.»
د اروپایي هېوادونو له لوري د افغانانو د شړلو لړۍ وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده. د جولای په میاشت کې جرمني هم ۸۱ افغانان چې د جرمونو په تور محکوم شوي وو، کابل ته شړلي وو.
اپورونه ښيي چې د اتریش په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو له طالبانو سره محدود تماسونه ټینګ کړي، څو د افغان کډوالو د ستنولو، قانوني چارو او قونسلګرۍ خدماتو په اړه همغږي رامنځته کړي.
د دغه شړل شوي افغان په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي او نه هم طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي دي.
سره له دې، د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي چې تر هغه چې افغانستان کې سیاسي ثبات، د ښځو حقونه او د ژوند خوندیتوب تضمین نه وي، د افغانانو جبري شړل باید بند شي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.