ژوند

نور محمد لاهو

140

ـــــــ

ژوند همیشه یوه ښکلې
خو مغروره معشوقه ده
کله غوسه کله مسکۍ وي.

نو ژوند په ځان مه سختوه !
هر کولپ د صبر په کیلي باندې خلاصیږي .
باغ کیدای شي د اورونو تور خوراک شي
خو د ګل موسم څوک نه شي سوزولی
****
کله کله باید د هغې شینکۍ پاڼې څنګ ته کینو
کیسې یې واورو
چې د بهار په زرغون فصل کې په ځمکه رالویدلې
خو نه چا څخه خپه ده
نه هم چا څخه ګیلې کا .
******
مه وایه هروخت چې
په دردمن زړه عاشقی کول عذاب دی
په زخمي او چاودو شونډو هم کیدای شي
د چا مخ په مینه ښکل شي .
*****
جهان پریږده لیونتوب کا
ورځې دې هم په مخه درومي او هیریږي
موږ به غړپ له چایه اخلو
له کړکۍ به د باران سندرې اورو.
ځکه څه اتبار په دې باران شته ؟
کیدای شي چې سبا زموږ نومونه هم ترې هیر وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.