د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د «مسکو فارمټ اوومه ناسته» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په رسمي ګډون پیل شوه.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، متقي د رسمي بلنې پربنسټ، په دې غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت، د ثبات د ټینګښت پر لارو چارو، سیمهییزو همکاریو، د مخدره موادو پر قاچاق او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي رسمي ګډون تایید کړی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، وایي تمه ده چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان دریځ او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا موضوع په تفصیل سره څرګند کړي.
نوموړی وايي: «دا لومړی ځل دی چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی متقي د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف وړاندې کړي.»
د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې، د مسکو فارمټ د اوومې ناستې موخه دا ده چې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږي او ګډ فهم رامنځته شي.
له دې غونډې یوه ورځ وړاندې د روسیې، ایران، چین او پاکستان استازو په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه جلا مشورتي ناسته هم کړې وه.
په دې ناسته کې ګډونوالو هېوادونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د یوه باثباته، خپلواک او سولهییز افغانستان ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له بهرني لاسوهنې او ترهګرۍ پاک وساتل شي.
سیاسي شنونکي وايي، د مسکو د ناستې پایلې کولای شي د افغانستان د اوسني حکومت او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او ګډو همکاریو اغېز ولري.
اکرم عارفي، یو له دغو شنونکو څخه دی. هغه وايي: «په دې ناستو کې د سیمې هېوادونو سیاستونه د افغانستان په اړه همغږي کېږي او دا همغږي کولای شي د یو اړخیزو اقدامونو مخه ونیسي. اوس سیمهییز هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د منفي سیالیو پر ځای باید د افغانستان په اړه ګډ دریځ ولري.»
بلخوا، سیاسي شنونکی، خلیل احمد نادم باور لري چې د متقي ګډون د افغانستان لپاره یو مثبت ګام دی.
هغه وویل: «د ښاغلي متقي حضور ځکه مهم دی چې د فارمټ د غړو هېوادونو پوښتنو ته ځواب ورکوي او د هغوی اندېښنې رفع کوي. د اقتصادي ودې، سیمهییزو همکاریو او سیاسي تعامل په اړه بحث به د ټولو لپاره ګټور وي. مهمه دا ده چې ښاغلی متقي وکولای شي د هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.»
د مسکو فارمټ اوومه ناسته په داسې حال کې کېږي چې روسیه د نړۍ په کچه لومړنی هېواد ګڼل کېږي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې اعلان یې کړی دی.
له بلخوا، د ملګروملتونو د امنیت شورا یوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، ته د هند او مسکو د سفر اجازه ورکړې وه.
کارپوهان وايي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د رسمي ګډون دا ګام نه یوازې د افغانستان د سیمهییزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی، بلکې کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ یو نوی پړاو پیل کړي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.