د بې حسو نرواکي په اوج کې ده
ښاري نجونې جنسیت بدلوي
او په ښویو نرمو مخونو یې
ږیره راشنه کیږي
کلیوالې نجونې د ځان وژنې په وبا اخته دي
هره ورځ د ګودر په اوبو کې
یو یو ټیکری راځي
خلک وايي:
دا د مکتبونو اثرات دي
خو د نجونو له یاداښتونو او لیکونو
صاف ښکاري چې هو
دا د مکتبونو اثرات دي
د بندو دروازو
او د ګونګې ټلۍ
اغېزې دي
وطن یو لوی محبس ګرځېدلی
تعویذګر یې د خاموشۍ پنجرې جوړوي
او د ډاکټرانو سپینې چپنې
د پنجرو ساتونکو ته ور اغوستل شوې
د ژوند جامه مرګ اغوستې
لکه د پسونو په پوست کې
پټ لېوان
واټونه له سوالګرو ښځو ډک دي
او لویو ودانیو کې
څو چټل ادم زاد
لوڅې تن پلورونکې نڅوي
د ستر جهیل اوبه
هره ماښام ويرنه غږوي
او تاریخي قصرونه
د زندانونو غوندې محسوسیږي
ان شمال یې هم
مخ خوږوي
د وطن د اصیلو شهیدانو کونډې
یتیم اولاد ته
د یو ځل راشن په بدل کې
د مامورینو
د بد لذتۍ ښکار دي
چې کور ته راځي
د ګودام خوراکي توکي راوړي
او عزت هلته په کوم کونج کې
تر بل راشن پورې پرېږدي
د مرکزي روغتون ټول وارډونه
له نارینتوب بایللو
شتمنو ناروغانو ډک دي
د دوی جنسي الې
د نابالغو نجونو
په نالمسو اندامونو کې فلج شوې
چارواکي د خلکو جیبونه تروړي
او ولس د مړ ژواندي ضمیر
وروستی غږ هم
په مرۍ کې وژني
واکمن هره کوڅه کې
د خلکو ږیرې لوېشت کوي
او د مزدور بچیان نه ويني
چې له لوږې
ګردې خرڅوي
شاعران د مرګ شعارونه ورکوي
او په خوسا سیاست باندې
جلد جلد کتابونه لیکي
سندرغاړي د جوارو نینې خرڅوي
او له رباب خالي ګوتې یې
د حسرت په بټۍ کې
انګار کیږي
د اوبو شور
او د چنار د پاڼو راګونه
حرامه موسیقي ګڼل شوې
اوس اوبه ډنډ ولاړې دي
او چنار لغړ شوی
جوالیان په بوجیو کې
د کار او زیار مغر قاچاقوي
او د کباړ په تور یې
ګاونډيانو باندې
لکه ناموس داسې پلوري
جوماتونو کې د خدای قهر او قیامت
کلیساوو کې جنت او دوزخ
او مندرونو کې ان خدای خرڅيږي
خو د ژوندخانې ساقیان
په یو نظر یو جام ژوند ویشي
خلاصه دا چې:
تاریخ ترخه ټوکه ګرځېدلې
هنر مسخه شوی
او ادبیات لکه د فاحشې حجاب
چې د کار ځای کې پریوځي
خو وینم چې:
وحشي حیوانات
په واورین غره کې راغونډ شوي
او د انسانانو ضرر ته
پلان نیسي
اهلي بیا د کلي کروندو کې
راټول دي
چې په خپلو سویو کوکو
انسانانو ته
هېر شوی انسانیت وریاد کړي
#سمسور
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.