په څو ولایتونو کې د حیواناتو د واکسین کمپاینونه پیل شول

81

شیراحمد رفیع، د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس ویلي دي چې دغه ولایت د ۳۰ زره دوزو د کوچنیو ژوو د طاعون واکسین د تطبیق له پیل سره، د حیواني ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په لور یو مهم ګام پورته کړی دی. د ده په وینا، دغه واکسین د FAO یا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د نیمروز په ټولو اداري واحدونو کې د مالدارانو څارويو ته ورکول کېږي.

گل‌احمد فضلي، چې د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر دی، همدارنګه ویلي چې د انتروتوکسیمیا (د معدې ورم) د ۲۷ زره دوزو واکسین تطبیق د هالند د کمېټې په همکارۍ پیل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې دغه واکسین د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د نیمروز ولایت په ټولو اداري واحدونو کې توزیع کېږي.

په غور ولایت کې، ضیاءالحق جویا، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسؤول دی، وویل چې د دغه ولایت د هالند کمېټه د یاد ریاست په همغږۍ د انتروتوکسیمیا ۴۷ زره او ۶۰۰ دوزو واکسین د تطبیق کمپاین په پنځو ولسوالیو کې پیل کړی دی. ده وویل چې دا کمپاین د حیواني روغتیایي مرکزونو له لارې عملي کېږي او موخه یې د مواشیو روغتیا ښه کول او د حیواني ناروغیو د خپرېدو مخنیوی دی.

همدارنګه په فاریاب ولایت کې د انتروتوکسیمیا واکسیناسیون کمپاین په رسمي ډول پیل شوی دی. دا برنامه د هالند د کمېټې (DCA) د دفتر په همکارۍ او د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په نږدې همغږۍ ترسره کېږي.

په همدې وخت کې، د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هم د ګانګو تبه د مخنیوي کمپاین په رسمي توګه پیل کړی دی.

د چارواکو په وینا، د بېلابېلو ولایتونو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونه هڅه کوي چې د همکارو مؤسسو او ادارو په مرسته د مالدارۍ د ودې او د څارويو د روغتیایي خوندیتوب د لوړولو لپاره پراخې برنامې پلي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.