د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، افغانستان د میلیونونو راستنېدونکو د جذب توان نه لري، ځکه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو بهیر پرله پسې روان دی.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان په افغانستان کې په ځانګړې توګه تازه ستنو شویو ته اقتصادي او کاري فرصتونه ډېر محدود بللي دي.
د IOM د معلوماتو له مخې، یوازې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۳۵۰ زرو زیات کسان بې ځایه شوي دي.
راپور کې راغلي، چې په ټوله کې د ۲۰۲۳ له سپټمبر راهیسې څلور میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، چې د هغوی ډېری یې له سرپناه، عاید او د ژوند لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي.
د کارپوهانو په باور، د افغانستان اقتصاد د بې کارۍ د حل وړتیا نه لري.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ د راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ پورې به لږ تر لږه ۱.۷ میلیونه ځوانان د کار بازار ته داخل شي، خو که فرصتونه ایجاد نه شي، نو ګڼ افغانان به یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ شي.
په ورته وخت کې، د کډوالو نړیوال سازمان د مهارتونو د روزنې او د وړو کاروبارونو د ملاتړ پروګرامونه پیل کړي دي.
د راپور له مخې، تر اوسه نږدې ۳ زره کسان روزل شوي او له ۲۶۰۰ سوداګریو ملاتړ شوی چې ۲۲ سلنه یې د ښځو په نوم دي. د دغو پروژو له لارې شاوخوا ۱۲ زره دندې رامنځته شوې دي.
سره له دې، مرسته کوونکي بنسټونه وايي چې اوسني اقدامات د اړتیاوو یوازې یوه برخه پوره کوي او که پراخه نړیواله همکاري ونه شي، د بې کارۍ او بې ځایه کېدو کړکېچ به لا پسې ژور شي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ چټکه ده او له پرله پسې غوښتنونو هم دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستنې بهیر نه دی ورو کړی.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.