د اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه

77

د افغانستان کرکټ لوبډلې د ٢٠٢٥ کال اسیا جام سیالیو کې لومړي پړاو کې خپله درېیمه او وروستۍ لوبه نن شپه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه.

افغانستان دغه لوبه کې سریلانکا ته ١٧٠ منډې هدف ورکړ چې سریلانکا د لوبې په ١٩م اور کې د ٤ ویکټو په زیان هدف پوره او لوبه وګټله.

افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې یوازې خپله لومړۍ لوبه له هانګ‌کانګ څخه ګټلې او دویمه لوبه یې بنګله‌دېش او درېیمه نن شپه سریلانکا ته وبایلله.

د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډون‌کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ لوبډلې شاملیږي.

له لومړي ګروپ څخه هند او پاکستان او له دویم ګروپ څخه سریلانکا او بنګله‌دېش د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.