نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ(پنجشنبه) ویلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.
ټرمپ دغه څرګندونې د برېټانیا له صدراعظم “کییر ستارمر” سره د وینا پر مهال کړې دي او ویلي یې دي چې له افغانستانه وتل «یوه بشپړه فاجعه» وه.
نوموړي ویلي: «اوس هڅه کوو چې دا [اډه] بېرته ونیسو، موږ دا اډه غواړو او د دې کار یو له اصلي دلیلونو څخه دا دی چې له هغه ځایه یوازې یوه ساعت فاصله لري چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي.»
د امریکا ولسمشر ویلي چې دغه هېواد د نړۍ یو له سترو هوايي اډو څخه چې بګرام ده طالبانو ته وړیا ورکړې ده.
ټرمپ زیاته کړې: «عاجله خبر دا ده چې موږ غواړو بګرام بېرته ونیسو، هغوی له موږ نه یو شمېر شیان غواړي.»
د یادونې ده چې پنځه ورځې وړاندې یو امریکایي پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال رئیسالوزرا، ملا عبدالغني برادر، او د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، سره لیدلي و.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.