د ادب په ماڼی ولویده غدۍ نن

محمد داؤد مومند

225

په خورا خواشینۍ سره خبر شوم، چی د شعر او ادب پیاوړی او غښتلی اتل، مطیع الله خان تراب صاحب، لدی نړۍ څخه سترګی پټی کړی او د شعر او ادب مینان یی د غم په ټغر کښینول، دا ځانله د شعر او ادب مینان نه و، چی د غم په ټغر کښیناستل، بلکه هر وطنپال او د خپل هیواد او اولس په لوړتیا او شیرازۍ مین پتنګان یی په خپلی مړینی سره په زړه او ځیګر زخمی کړل.

جنت مکان مطیع الله خان تراب صاحب د اولس او وطن رشتینی خادم و، ده د شعر په ژبه او وینا د خپل زړه احساس، او د خپل وقاد ذهن په وسیله د خپل ملی او ملتی تفکر څرګندونی کولی، دده کلام، د زړه نه پا سیده او په زړونو یی اثر کاوه.

تراب صاحب د وطن والی، وطن پالنی، ملیت غوښتنی او د ملی منافعو او ګټو د اصالت د باغ او بڼ، بلبل هزار داستان و.

د ده کلام او شعر د اولس او د خلکو په خدمت کی و، ده د خپل خدایی ستر استعداد په مرسته، له ځانه د کاروان جرس جوړ کړی و. ده د شعر په ژبه هغه څه ویل چی علامه داکټر اقبال، د خپل شعری رسالت په حقله ویلی و:

نغمه کجا و من کجا، ساز سخن بهانه ایست

سوی قطار میکشم ناقۀ بی زمام را

دده په کلام کی د شعری صنایعو د تسلط سره، وطنوالو ته یو ستر معنوی پیغام او رسالت پروت و.

دده شعر د شعر دپاره نه و، بلکه دده شعر د ولس دپاره د رسالت، لارښونی او ملی هدفونو ته د رسیدو، د امامت او په تپه تیاره کی د روڼ مشال حیثیت درلود.

دی امام و، دی منادی و، دی لارښود و، او د وطنوالو هدف ته د رسیدو، د کاروان د ویښیدو جرس و.

په عمومی توګه ادباء، شعر یو منظوم کلام بولی، هغه کلام چی په هغی کی عروضی اصول او قواعد مراعات شوی وی، خو د ایران معروف شاعر، ملک الشعراء بهار، د شعر او نظم په مینځ کی د یوه ځانګړی نظر خاوند دی.

بهار هغه ادیبان چی د ادب نه د ادب په خدمت کی کار اخلی، د ناظمانو په ډله کی شمیری او هغه د ادب مینان چی په شعر کی یی ټولنیز رسالت پروت وی هغوی ته رښتینی شاعر او شاعرانو په سترګه ګوری.

بهار یو ځای ادبی صنایعو ته د نظم په سترګه ګوری او وایی:

صنعت و سجع و قوافی نظم است و شعر نیست.

بل ځای وایی:

ای بسا شاعر که او در عمر خود نظمی نساخت

وی بسا ناظم که او در عمر خود شعری نګفت

که موږ د ملک الشعراء بهار پورتنی تفکیک ومنو، نو مطیع الله تراب په رښتنینی یو مادل شاعر او ادیب و.

علامه ډاکټر اقبال هم د شعری رسالت لرونکی شعر او شاعر په باب، فرمایی:

شعر را مقصود اګر آدم ګری است

شاعری هم وارث پیغمبری است

مرحوم تراب صاحب په خپل ادبی سبک او قریحه کی ساری نه درلود، هماغومره چی تراب صاحب په ادبی تخلیق کی، بر او لوړلاس درلود، په شعر لوستلو کی یی هم معجزه کوله.

تراب صاحب د خورا قوی حافظی نه برخورداره و، او ډیرۍ اشعار یی د خپلی حافظی په مرسته ویل، چی دده دا استعداد او هنر د کلام د سلاست او اغیزمن توب او جاذبی او مسحور کولو، یوه ممتازه، ممیزه وه.

زه اعتراف کوم چی زما غوندی انپړ او کمسواده وګړی د پاره ګرانه ده چی په خپلو ماتو او ګوډو تورو د تورولو سره د جنت مکان تراب صاحب حق اداء کړم، خو دا زما د احساس ږغ دی.

پښتنی/ افغانی ټولنی ته د تراب د رحلت له امله د تسلیت مراتب په وړاندی کولو سره، ماته د میرزا حنان هغه وینا ذهن ته تداعی کوی چی پوهاند صاحب رشتین د محمد ګل بابا په مزار ویلی وه:

چی چراغ د هنر زمکی پوشیده کړ

که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (دیرشمه او آخری برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.