Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
وړې کشتۍ
چې ماښام په خپلو ګوتو
ددې سیند سپينې څپې یې تکې تورې رنګولې
ته هم هلته وې ولاړه
له سپين مخه دې رڼا وې رالویدلې
او دې سیند به بیا سینې پورې ټومبلې
لکه څو سپینې ډیوې د نیلوفر…
زما د حق نن پوروړي دي ټول
د اوربل ټيک نه مې پاولې لویدلې
د زنې خال مې سور تنور سوزلې
زه یم افغانه د ژوند حق نه لرم
چې وښوریږم حال مې دی رټلې
سترګې به ښکته سر به ټیټ ګرزوم
که یې کړم پورته په سولۍ ختلې…
د استاد مجاور احمد زیار څو شعرونه
بيا کتلي څو شعره له اصغر هاشمي ځنې آرمل ته
د پروني شاگرد او ننني استاد و.ب.
په غبرگون کې:
پاداش
په زرو زرو زرونو
گلباغچو د گلوييونو،…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۷مه برخه
د پښتنو بده رواجه
لمبې کړي بلې، اور په خویندو مړکوینه
د زړگي زور مې پاتې نه دی
یاره کیسه دې لنډوه ستړی دې کړمه
خلک د پیر لمنه نیسي
ما د وړوکي جانان پښې نېولې دينه
…
غزل
زېری زېری مي درباندي له هیلمند تر اباسینه
له هر کلي ناره پورته یوه خاوره یوه وینه
له کنړ تر کندهاره له هري تر ننګرهاره
نن هغه خبره اورو چي چا نه کوله سپینه
له غازي میونده راغلې…
سنځله په پښتو ادب کې
سنځله نوم په افغانستان، د ډېورنډ کرښې څخه پورې غاړې او په نړۍ کې د مېشتو پښتنو په یو شمېر ښځینه انسانانو اېښودل کېږي. له بلې خوا سنځله په پښتنو کې یو هنري ښځینه نوم دی چې زموږ وګړي…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۸۶مه برخه
باد د کابل له لوري راغی
په وازه خولهٔ یې لړمانهٔ ته تیرومه
د محبت باران دې وشي
چې له دې تورو زړونو یوسي نفرتونه
غم دې له ځانه سره یوسه
ما ته یې مه پرېـږده، ړنده کڼه…
فـلــسـطــیــن یــا جــهــنــم؟
ای پــه نـړی کـی پـراتــه مـسـلـمـانـو: ای عــــرب او عـــجـــم د اسـلام پــیـروانــو
غــزه نــابــود شــوه تـریـنـه دودونـه خـیـژی…
دا دي بیا هماغه شپه ده
دا دي بیا هماغه شپه
ستا د خوږ بدن خوشبو راباندې اوري
ستا تصویر مې مخ ته ایښی
ټینګه غیږه ترې راتاوو کړم
تور ماښام مې د زړه خوړین زخم تازه کړي
چې ستا سر زما پر زنګون و
ما به…
غزل
پروطن به پسرلی وي زما قسمت به پکښي نه وي
می به اوري له جامونو او نوبت به پکښی نه وي
ټول به خپل وي اولسونه مخ به تور وي د پردیو
شیخ به پروت وي په خلوت کي خو قدرت به پکښي نه وي…