ګل
زه ګل په پېکي نه ږدم
ځکه دا زما يو شوق ٶ
خو خلکو ترېنه جوړې هنګامې د مينتوب کړې
اوس ګل په پېکي نږدم
زه ګل په پېکي نه ږدم ځکه ډار لرم په زړه کې
د خلکو له پېغوره
هلاک مې دا هوس کړ د خپل عمر په کاله کې
د وخت له سپين او توره
دنيا راپورې اور دغه جامې د مينتوب کړې
اوس ګل په پېکي نه ږدم
اوس ګل په پېکي نه ږدم نه په لور د باغ و بڼ ځم
هغه چې به پخواه تلم
اوس ږدمه ډېر په پام د خپل ښايست هر يو قدم ځم پخواه به بې پروا تلم
بې وخته مې زړې چا تماشې د پېغلتوب کړې
اوس ګل په پېکي نه ږدم
اوس ګل په پېکي نه ږدم ځکه داغ راته ښکارېږي
د سوي زړه له پاسه
کوټه اوس شمائلې خپل دماغ راته ښکارېږي
د مينې له احساسه
هوښياره شوم په غاړه مې جامې د لېونتوب کړې
اوس ګل په پېکي نه ږدم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.