بې اسرې بېنوا لاړم، بيا به رانشم هيڅکله
زه په لار د فنا لاړم، بيا به رانشم هيڅکله
په سبا سبا دې زړه کړ، راته پوخ خو ته را نغلې
ګوره زه که سبا لاړم، بيا به رانشم هيڅکله
مخ زما د نصيب ګوره، د لقمان تر کلي کوره
لادوا لادوا لاړم ــــــــــ بيا به رانشم هيڅکله
په ګمان د چا د مينې، د دنيا بې مينې غېږ ته
خطا راغلم رسوا لاړم، بيا به رانشم هيڅکله
دا د غم داستان به يوسم، چېرته بل حاجت روا ته
ستا له دره که بيا لاړم، بيا به رانشم هيڅکله
رنګ د حسن د جوهر مې د غربت په کور کې پرېښود
بې بها بې بها لاړم ـــــــ بيا به رانشم هيڅکله
اوس مې خلک شمائلې ـــ د څراغ په رڼا ګوري
زه د داغ په رڼا لاړم ـــــ بيا به رانشم هيڅکله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.