فوتوريزم

پوهاند دکتور اجمل ښکلى

261

لنډيز
فوتوريزم په انګليسي کې futurism دى، چې د راتلونکې وييزه(لغوي) مانا لري. دا مکتب په ايټاليا کې رامنځته شو؛ خو په په فرانسه کې د په ۱۹۰۹ز کال په فيګاروى ورځپاڼه کې د بيانيې په خپراوي وپېژندل شو. بنسټګر يې اميلو فيليپو توماس مارينتي نومېږي، چې پيروان يې د بشر راتلونکى هنر و ادب د همدې مکتب پر اصولو ولاړ بولي.(کومکي، ۱۳۹۶، ۱۲۱)
فوتوريزم په شعر کې د احساساتو او تځيل پر ځاى نوي او عصري ژوند ته لومړيتوب ورکړ، چې د ساينس له برکته يې وستايي.
دا مکتب تر څو لسيزو ډېر ژوند و نه کړ؛ خو د ادبي مکتبونو په تاريخ کې ثبت شو، چې ځينو شاعرانو يې لار نيولې وه.
ار وييونه: فوتوريزم، فوتوريست، ادبيات
سريزه
تر منځنيو پېړيو وروسته د ساينس انکشاف د علم پر هره حوزه خپلې وزرې وغوړولې. دا اغيز په وروستيو څو پېړيو کې دومره ژور شو، چې ادبيات ترې هم پاتې نشول. په نولسمه پېړۍ کې ساينسي کيسې(ساينسفکشن) پيل شوې، چې په يويشتمه پېړۍ کې دا بهير لا پياوړى شو. فوتوريزم يا فيوچريزم د شلمې پېړۍ په پيل کې دا اغېز شاعرانه ته هم راننه ايست او د ماډرن ساينسي وسايلو او ژوند په اړه شعرونه پيل شول. دا پر ادبياتو د ماډرنيټۍ ښکاره اغېز و. x
فوتوريزم څه غوښتل؟
فوتوريستانو غوښتل چې له ماضي سره له يوې مخې اړيکه پرې کړي او په مانا، مضمون او بيان کې نوې لار ونيسي. بنسټګر يې مارينتي په سکندريه کې زوکړى و. نوموړي د (د سترو شاعرانو لپاره اور بل دى) په سرليک يوه مجله خپره کړه او همدا نوم وروسته په “فوتوريست” واوښت. (خانلري، ۱۳۷۰، ۷۳-۷۴)
په مانيفست کې فوتوريزم د ماشين، سرعت، په ټوله کې د نوي عصر د ماشيني ژوند د وسايلو ستاينه ده.
مارينتي چې د نولسمې پېړۍ د ادبي مکتبونو په ډله کې د رومانتسيزم او سېمبوليزم پر خلاف راپاڅېد، په شعر کې يې تغزل او احساسات رد کړل او داسې يو مکتب يې رامنځته کړ، چې د نوموړي په وينا، له معاصر ژوند او د الوتکې، فابريکې او په نوي ماشيني عصر د انسانانو له ورځني ژوند او له هلو ځلو برابر و. فوتوريستان د شاعر د هر ډول دروني احساساتو د څرګنداوي مخالف وو(ده بزرګي، ۱۳۸۷، ۵۱۴) او په فيزيکي ژوند کې يې د ساينس په برکت په راغليو نويو پرمختګونو او اوزارو کې ښايست ليده. په دې ډول يې په خپلو شعرونو کې يې د ماشينونو داسې کلمې وکارولې، چې د شعري دود پر بنسټ يې شعري ارزښت نه لاره.
فوتوريزم د معاصر مدنيت او مشهور الماني فيلسوف نېچه(۱۸۴۴-۱۹۰۰( د ملي او توکميزو ښوونو پر بنسټ رامنځته شو. فوتوريستانو ته د نړۍ د ژغور يوازنۍ لار جګړه برېښېده او د خپلو ارمانونو تحقق يې په فاشيزم کې ليده. همدا لامل و، چې د ايټاليا فاشيستي رژيم له خپلو موخو سره متناسب وليد او تبليغ يې ورته وکړ. خو دا لامل يې د شړېدو سبب هم شو، داسې چې په ۱۹۲۴ کې له مارينتي نه ټولو پلويان نورو مکتبونو ته تللي وو.(ده بزرګي، ۱۳۸۷، ۵۱۵)
فوتوريزم له ايټاليا وووت او په اروپا کې خپور شو، چې په تقليد يې په بېلابېلو نومونو بېلابېلو خوځښتونه رامنځته شول؛ لکه د لهستان فورميزم يا زونيزم، د اسپانيا ويبراسيونيزم، د انګلستان وريتسيزم، د مکزيک ستريدنتيزم؛ خو تر ټولو ډېر اغېز يې پر روسي شعر وښانده. د اکتوبر تر انقلاب مخکې لا روسي شعر د فوتوريزم تر سيوري لاندې و؛ خو د ۱۹۱۷ د اکتوبر انقلاب ورته ښه زمينه برابره کړه. د شرايط اختلاف د روسيې فوتوريزم د ايټاليا له فوتوريزم بېل کړ. روسي فوتوريزم په دوو څانګو ووېشل شو، يو اګوفوتوريزم او بل کوبوفوتوريزم و.
اګوفوتوريزم ايګور سويانين(۱۸۸۲- ۱۹۴۲( رامنځته کړ، چې ځانګړنې يې ښه اهنګ، نويو اختراع شويو کلمو او هېښنده جملو کارونه وه، چې له ګرامري آرونو او مانا خالې وې؛ خو څرنګه چې يې دا تجربې شخصي وي او عامه پوهاى يې نه درلود، دا مکتب ډېر و نه پايېد.
کوبوفوتوريزم چې د ادبي قواعدو پر نفي ولاړ و او له ۱۰۱۲- ۱۰۱۴ يې مانيفست خپور شو، خلبنيکوف(۱۸۸۵- ۱۹۹۲( او ولاديمير ماياکوفسکي(۱۸۹۳- ۱۹۳۰( وپاله. دوى په اند، شعر بايد له احساساتي او عشقي منځپانګې پاک و. دوى د ژبې ګرامري آرونه بېخي نه پلي کول. په لومړيو کې يې د ايټاليا د فوتوريزم د بنسټګر مارينتي پر دودماتونې باور درلود او د روسيې پخواني او اوسني ادبيات يې ردول. تر خلبنيکوف وروسته ماياکوفسکي د شعر ژبه ولسي ژبې ته ورنېژدې کړه او د نويو استعارو په رامنځته کولو يې خپله شاعري د اکتوبر د انقلاب له غوښتنو سره همغږې کړه.
د فوتوريزم د اغېز مهال ډېر لنډ و، په ايټاليا کې د لومړۍ نړېوال جګړې تر پاى مخکې او په روسيې کې تر ۱۹۲۱ز پورې له منځه لاړ؛ خو د اروپا د کوبيزم، دادايزم او سوررياليزم غوندې راروان مکتبونه يې اغېزمن کړل.
څرنګه چې فوتوريزم د خپل وخت ټول ادبي جريانونه او ادبي دودونه رد کړل، د ده پرخلاف هم ځينې خلکو څرګندونې وکړې. په ۱۹۱۴ کې پروفيسر کونتين بل په خپل اثر “په بشري ټولنو کې ناورين” کې پرې نيوکه وکړه، چې ” بې له دې چې د هنر کره کتونکي له غوسې لېوني کړي او يا يې هيښ کړي، بل څه پکې نه وو.” ارنست هانس ګومبريچ په خپل اثر”د هنر کيسه” کې د دې نيوکه پر وړاندې وايي: “د معاصر هنر نه منل، بېځايه او نامعقول کار دى.”(حسيني، ۱۳۹۳، ۶۶۵) د فوتوريستانو هنر يو خوځند څيز ګڼي، چې وخت په وخت د مدني ژوند له بدلونونو سره بدلون کوي.
فوتوريزم په تياتر کې
په ۱۹۱۱ز کې مارينتي د “فوتوريست ننداره ليکوال” په نامه وينا وکړه او تياتر يې هم په فوتوريزم کې ونغاړه او په دې ډول يې فورتيستي تيار راوسپړه. په ۱۹۱۳ز يې په بله وينا کې يې موزيکهال د راتلونکې په ښودو وستايه او و يې ويل، چې په موزيکهال کې تر ټولو نورو نندارو د ديناميزم مفهوم(ملتيا او سرعت) ښه ليداى شو او له دې سره په تياتر کې فوتوريزم ته لار هواره شو. (حسينى، ۱۳۹۳، ۶۶۵-۶۶۶)

د فوتوريز آرونه:
1- د شاعر د دروني احساساتو د څرګندولو مخالفت او په نويو ساينسي پرمختګونو او صنعتي ماشيني وسايلو، لکه فابريکه، الوتکه، موټر او داسې نور کې د ښايست لټه او ستاينه.
2- دماضي پر فرهنګي او ادبي هڅو بيخي پښه راښکل او ټوله پاملرنه راتلونکې ته کول د فوتوريزم مهمه ځانګړنه ده.
3- هم د محتوا او هم د ژبې له پلوه د پخوانۍ شاعرۍ رد او د د اسې کلمو کارونه چې په دود ادب کې ناشاعرانه ګڼل کېږي.
4- د شعر له مرکزه د عشقي او احساساتي موضوعات ايستل او ځاى يې عصري ژوند ته ورکول.
5- د مصدر نه کارول. په دې اړه په ۱۹۰۹ز کې په خپله بيانيه کې وايي، چې مصدري بڼه د فعل ځکه کارول پکار دي، چې د ژوند استمرار ښيي.
6- د ستاينوم لرې کول: په دې لړ کې وايي، چې بې صفته نوم په خپل اصيل رنګ کې راښکاره کېږي.
7- د قېد حذف، ځکه چې د دوى په اند، قيد ځوروونکې يو اړخيزتوب پيدا کوي.
8- د ليکنښو او تړوييکو نه کارونه.
9- له ګرامري او ادبي قيدونو ازادي او د قافيه وال شعر پر ځاى ازاد شعر ته مخه کول.

د فوتوريزم بېلګه:
بهار
ترماميټر: ۱۸ سانتيګراد
لنده بل: ۲۵%
او د کليسا انګازه ناقوس
د پيشو دېوال
چڼ چڼ نااشنا مرغۍ
ټک ټک، ټک ټک، ټک ټک
د اورګاډي اژدها، پرله پسې، سړى ګرځون(کانګې کول)
بوډا، ځوان، ښځه، سړى، زوى، لور
وۍ وۍ
يو کوچنى د مور په غېږ کې زېل
۳۷ درجې تودوخه ځان مې په پټو کې
د پنجرې له مړژواندي لمر سره(خانلري،۱۳۷۰، ۷۵)
فوتوريزم پر ساينسي پرمختګونو نازېده او ساينسي پرمختګ د نويتوب(ماډرنيته) په مرکز کې و، چې د انسان پر ارتقا يې باور درلود؛ خو تر لومړنۍ نړيوالې جګړې وروسته چې د ساينس په برکت رامنځته شوې عصري وسلې وکارېد، خلک پر ساينسي پرمختګ شکمن شول او له جګړې يې‎- چې فوتوريزم د نړۍ د ژغور يوازنۍ لار بلله ‎- کرکه وشوه، دې ټولنيزو لاملونو د فوتوريزم مړينې ته شرايط برابر کړل.
پايله
فوتوريزم د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې رامنځته شوى ادبي مکتب دى، چې د رومانتسيزم او سېمبولېزم پر خلاف يې په ادبياتو کې احساسات او تخيل نه غوښتل او ځاى يې د ساينسي مډرنيټۍ وچې ستاينې ته ورکړ، چې آن کله پکې انسجام هم نه ليدل کېده.
څرنګه چې عاطفه او تخيل د شاعرۍ اړين اړخونه دي، نو دا مکت هم تر څو لسيزو وانه وښت او ژر د نورو مرو ادبي مکتبونو په برخليک اخته شو.
ماخذونه
1- حسيني، رضا سيد. ۱۹۹۳. مکتب هاى ادبى. جلد دوم. چاپ هفدهم. تهران: موسسه انتشارات نګاه
2- خانلري، پروېز ناتل. ۱۳۷۷. هفتاد سخن. جلد چهارم. شيوه هاى نو در ادبيات(ادبيات جهان). تهران: انتشارات توس
3- ده بزرګي، غلامحسين. ۱۳۸۷. تاريخ ادبيات جهان(از آغاز تا پايان سده ى بيستم). تهران: دايره سفيد
4- کومکي، هېواد بريال. ۱۳۹۶. نړيوال ادبي مکتبونه. کابل: نوى مستقبل خپرندويه ټولنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.