د غوا نارو کور پر سر اخیستی وو، له بع بع سره یې ریشمه هم خلاصه کړې وه، میرې یې لوړ غږ نارې کړې:
_مردارې! وه مردارې! سر خو دې وخورې، چیرته ورکه یې؟ غوا خوشې شوې، تمامه ورځ ته یې او منځونه، قبله دې نور سورۍ کړه، د ما د کور وراني پسې د راخیستې ده؟؟
د نازيې ځواب يې وانوريد، د مېرې غوسه يې لا ډېره شوه:
_تاته وایم د سپۍ لورې دا ټکنده غرمه وګوره او د تا ورکیده ګوره، چیرته مرداره پرته یې، تمامه ورځ خوره و څښه بل کار دې نه شته …
نازیې د اخر رکعت سلام وګرځاوه، دعا یې هم ونه کړه. ورمنډه يې کړه. د غوا وندی یې ونیوه، کش یې کړ، غوا لکه ضد چې کړی وي هیڅ نه تله شخه ولاړه وه، نازیې وندنی ورته دوه قاته کړ، غوا ته يې پر ملا شرق ورکړ، غوا په منډه خپل ځای ته لاړه. غلې ودریده. نازیې یې وندنی پر میوګي وتاړه، د شیدو سطل یی راواخیسته. بيا هم غوا نه ودرېده پخپله ژبه یې ورته شروع کړه:
_چووو سمه شه! چو- چو د غوا غولانځه یې راکش کړه. د شیدو نرۍ لیکه ترې سطل کې تویې شوه. لا به یې څو کشه نه وه لوشلې چې غوا شاتینۍ پښه جګه کړه د نجلۍ پر سترګه یې ورکړه، اخ یی کړل. شاته ولویده، سطل یې بلخوا غورځېدلی وو، سترګه یې کلکه ونیوه:
_ اخ! اخ! سترګه مې …
ورور یې پرې ترهیدلې رامنډه کړه، سترګې يې برګې شوې:
_ کوم کار دې سم ده؟ هره ورځ د تا شیدې چپه وي
فکر د چیرته ده دا دووووومره سر خدای د څه لپاره درکړی، د ادې پیسې دې ډېرې دي؟ تمامه ورځ چپه کول کوه، ډوډۍ ته خو چې کینې لکه ګوینده مړښت د نه وي کار ته مرګ وهلې یی.
لا ځان سره غوریده، د والیبال توپ سره د کلاه له دروازې ووت .
نازیې یو لاس په سترګه بل په شاه نیولی وه، ورو ورو راجګه شوه، شاه یی لمده لمده کیده چې یې لاس ور ووړ؛ ټوله په خوشایو شوې وه، تر څنګ یې د اوبو شنه پلاستیکي کوزه وه. دا یو ککړ لاس یې ومینځه لویدلی سطل یی راواخیسته، د غوا په لوشلو یې بیا شروع وکړه، د ژوبلې سترګې اوښکې یې پر غاړه راغلې، د شین رنګه ټیکري کونج یی راکش کړ، چې ګوته یې د ټیکري په شکیدلی سوری کې ننوته، ټیکری یې سترګې ته ونیوه او له درده زګرویدله، په یوه لاس یی غوا ولوشله، بیا یې له شیدو ډک سطل کوټې ته یوړ چې ساعت ته یی وکتل له څلورو تیرې وې، په منډه شوه:
_ وۍ خداااایه خاورې مې په سر شوې لکه چې اوړه مې تروه شوه، تنور ته سور کړ، خس یې لکه چې لامده وه د تنور دود ټول کور پر سر واخیسته، ټوخي پسې واخیسته بیرون راووته،وریندار یې له کړکۍ سر راوایسته، سرې شوندې یی وخوځیدې:
_مرګ مرګ تا سل وهلې زَړه دې خدای واخلي چې سړی خوب ته هم نه پریږدې، بیرته یې سر ننه کړ اوففففففف دود ده، پر تخت کیناسته، میړه ته موسکۍ شوه، هغه سر ټیټ واچاوه، بیا یی ویل: نازکې مې، پرون مې يوه ملګري ویل: تاسو ښه درانده خلک یاستئ اوریدلي مې دي چې کور کې یوه پیغله خور لرې، موږ هم ورور ته ښځه غواړو، که درشو ورته به یی؟
ښځه یی پرې رابرګه شوه نو تا ورته څه وویل؟
سړي د چايو له پیالې غړپ وکړ،هلته خو مې ځان غلی کړ، خو ځان سره مې ویل: د نازیی عمر له پینځه ويشتو لوی شه، بل هسې سبا به راباندې پاتې وي، چې یی ورباندې تیره کړو ورکه شي خو ښه ده، هغه به هم په خپل کور شي، د پلاراولاد ده اوس راپه غاړه ده د پلار دین ده چې ادا شي، سړي لا خبر نه وه خلاصه کړې چې ښځې یی پرې راغړپ وهل، نو دا دومره کارونه به دې ادې کوي ؟؟؟
ورکیدو ته خو یی خوشحاله يم، خدای دې د سبا په ځان دا نن ورکه کړي خو زه ګوره کار مار نه شم کولای…
ورور یی ښځې ته ورنږدې شو، په زيړ رنګ، رنګ شوي ویښتان یی ورته شاته واړول، ټول جهان دې د ما د نازولې پښو ته حلال شي، زه نو په تا کار کوم،خور لا څه ده ځان درنه جار کړم.
بیا یی غاړه تازه کړه، نو خی اوس د وي لا خو ښه ده که مرداره ولویده بیا به کوم کوڼډ مڼډ ورته راوګورو، هسې چندان شی نه ده، که یی ورکړو هم سبا به یی بیرته رالیږلې وي، دې سره دواړو پړق وهل د خندا له غږ سره یی د ونې مرغۍ والوتلې ….
نازیې د تنورپاک کنجونه سره راټول کړل، چایبرونه یې لرې کړه. تنورپاک یې په تنور کې تاو راتاو کړ، یو شرکی اوښکې ترې د تنور د مخې په اور تویی شوې، چې دا به د سخت تفت له امله وه که د تنور د ګردونو خو د سترګې اوښکې یی هیڅ نه دریدې، اوږدې اوږدې ډوډۍ یی په تناره ووهلې، بیا یی پخې ډودۍ میرې ته ورکړې، خپله لاړه مخ ته یې څو لپې اوبه واچولې، دهلیز ته راغله، زړه کې یې تېر شول چې سترګه خو به یې ژوبله نه وي، آینې ته ودریده، ګوري سترګه یی شنه اووښتې وه، مړاوې شوه،لا یې ورکتل چې ورینداره یی راووته، شوڼدې یی بوکې کړې:
_خانه ماندهکه اوس میړه غواړي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.