د ایران او اسراییلو تر منځ ۱۲ ورځنی جگړه٬ او بیا ترامپ د اسراییلو د حامی په یوه اشاره د دواړو له خوا د اوربند منل٬ د چین٬ روسیې٬ هند او اروپایي هیوادونو نیمگړی دریځ یو ځل بیا دا واقعیت روښانه کړ٬ چې دوی د تحول په منځ کې نه بلکه د حوادثو په څنډه کې ولاړ دي او د نړیوالو اړیکو تر شا یو پټ مهندسي شوي سیستم او قدرت ته اشاره لري٬ چې نړۍ د خپلو گټو پر محور اداره کوي او د اوربند٫٫ اشاره٬٬ ددې ښکارندویی کوي چې واشنگټن لا هم د نړیوالو تصامیمو مرکز دی.
لکه چې اشاره مو وکړه٬ دغه جگړه یو نړیوال پیغام یې هم له ځانه سره درلود او هغه دا چې: نړۍ لا هم تر سیاسي٬ اقتصادي او نظامي واکمنۍ لاندې ده او یوار بیا یې د نړیوال نظم نه تقاب پورته کړ٬ چې نړۍ کې څوک باداري( هژموني) لري او کوم هیوادونه یوازې د نندارچیانو رول لوبوي ٬ کوم هیواد د جگړو په پیلولو او پای ته رسولو کې مهم رول لري او لومړي او اخري خبره کوي.
برخلاف د ډیرو هغو شننو چې د دوه او څو قطبي نړۍ نه خبره کیږي٬ دغه جگړه یوار بیا ثابته کړه چې: جهان یو قطبي یا یو مرکزي نظم په لور مخ ته ځي او حرکت کوي.
د دویمی نړیوالی جگړې نه وروسته٬ چې ډیری یهودان هم پکې قربانی شول٬ دغه جگړه یوار بیا دا واقعیت روښانه کړ چې: د یهود او غیر یهود٬ د قوم او د ژبې٬ د رنگ او د جنس تعریفونه او اصطلاحات٬ چې ظاهرآ د ارزښتونو استازیتوب کوي٬ اکثره د سیاسي او ستراتیژیکو گټو د خوندي کولو له مخې مطرح کیږي٬ چې له امله یې احساسات را پاریږي٬ د ټولنو تر منځ کرکې ته انگیزې ورکول کیږي او په پای کې جگړو٬ وژلو٬ سوزولو او ویرانولو ته زمینه برابروي.
دا جگړه یو ځل بیا وښوده چې د سیاست په ډگر کې عقیدوی توپیرونه یوازی پوښ دی٬ تر شا یې سیمه ییز تسلط٬ نظامي واک٬ د انرژۍ د منابعو کنترول او د نړیوالو سیالیو توازن پرتې دي.
لنډه دا چې:
نړۍ لا هم د ځواک محور ده نه د اصولو او اخلاقو او نړۍ نه د انصاف پر بنسټ بلکه د قدرت٬ گټې او د نظامي اغیزو پر اساس پر مخ ځي.
هغه هیله او امید چې نړۍ به د یو قطبي سیستم نه څو قطبي او عادلانه نظم ته ولاړ شي٬ اوس هم تر شک لاندې دی.
دنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.