شاید واده د ډېرو لوی ارمان وي، خو یو شمېر به داسې هم وي چې غواړي تاریخي واده وکړي، هغه چې تر ډېره د چا هېر نه شي.
همداسې یوه امریکايي جوړه شته چې تاریخي واده یې وکړ.
دوی په امریکا کې اوسي او د خپل واده مراسم یې په داسې ځای کې ونیول چې له ځمکې نږدې ۴۰۰۰ فټه پورته و.
ډیلي مېل لیکي، د ریان او کمبرلي په نوم دې جوړې دا واده په یوه غرنۍ سیمه کې کړی، خو پوهېږئ د خوند خبره یې دا نه ده چې واده په لوړه سیمه کې شوی، بلکې په دې کې ده چې د دوو غرونو تر منځ یې د غڼې جال ته ورته يو جال جوړ کړ او هلته یې د واده ټول مراسم پر ځای کړل.
د غڼې جال ته ورته دغه ځاله له سختو او کلکو پړو جوړ شوې وه او پهکې زیات کسان ځای شول.
دا تصویرونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي او خورا ډېر خلکو لیدلي دي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320