کابل د سیمې اقتصادي محاسبو ته بدلون ورکړ

0 903

افغانستان د هغو ۴۸۸ هېوادونو په ډله کې دی چې په وچه کې را ګیر دي او د خپلې نړیوالې سوداګرۍ له‌پاره د نورو هېوادونو سمندري بندرونو او لارو ته اړتیا لري. په شپږو ګاونډیو هېوادونو کې یې درې سمندر ته لار لري. افغانستان ته نږدې سمندري بندرونه په پاکستان کې د کراچۍ بندر دی چې له کابل څخه ۱۴۰۶ کیلومټره واټن لري او دویم د ایران د چابهار بندر دی چې ۱۸۴۰کیلومټره له کابل لېرې پروت دی. په تېرو ۲ پېړیو کې چې افغانستان له نړۍ سره راکړه ورکړه پیل کړې تر ډېره یې د ایران او اوسني پاکستان یا پخواني هند لارې کارولې دي. د ۲۰۱۶ کال تر پایه د افغانستان د وارداتو تر اویا په سلو کې د همدې هېوادونو له لارو تر سره کېدل چې په خاص ډول د پاکستان د کراچۍ بندر برخه ډېره درنه وه.

همدا رنګه پاکستان، ایران او هندوستان هغه درې لوی هېوادونه وو چې تر تېر کال پورې ورته افغانستان ډېر صادرات کول. د افغانستان د حکومت د شمېرو پر اساس په ۲۰۱۶ کال کې پاکستان ته د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو، ایران ته د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو او هندوستان ته د شا و خوا ۱۶میلیونه ډالره صادرات شوي وو.
په ۲۰۱۷۷ کال کې دې شمېرو ډېر بدلون وکړ او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هر ډول اړیکو پراختیا ومونده او د افغانستان د وارداتو د ټرانزیټ لاره بدله شوه. له پاکستان سره د ۴ کاله وړاندې ۵ میلیارډه ډالره کلنۍ راکړه ورکړه نږدې لس برابره را وغورځېده او په ۲۰۱۷ کې د کابل او اسلام‌اباد تجارت څه باندې۵۰۰ میلیونه ډالره وو. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډو خونو د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړیو کې د دواړو هېوادونو پر چارواکيو غږ وکړ چې د روانو سیاسي ستونزو له کبله د تجارت نه کمېدو غم دې وکړي.

د پخوا برعکس د دې بدلون ډېر زیان پاکستان ته اوښتی، ځکه چې د افغانستان صادرات کم وو. له افغانستان سره په سوداګرۍ بوخت پاکستاني تجاران وايي چې یوازې د تورخم او پېښور تر منځ ۷۰ کیلومټره لاره کې د افغانستان د سوداګرۍ د کموالي له کبله د ۳۰ تر ۴۰ زره خلکو کار ته زیان اوښتی دی.

له اسلام‌اباد سره د کابل د اړیکو د خړ پړتيا له کبله افغانستان د ایران چابهار ته پام زیات کړ او د هندوستان څه باندې نیم میلیارډ ډالره پانګونه یې ورته را جلب کړه. ایران د سختو نړیوالو فشارونو په منځ کې د چابهار پر بندر د هندوستان پانګونې او له دې لارې د کابل او نوي ډیلي د راکړې ورکړې پراختیا ته خوښ دی او له پلان سره سم به هند منځنۍ اسیا ته له دغې لارې تګ راتګ پراخ کړي. افغانستان له هند سره پر چابهار سربېره د هوايي تجارتي دهلیزونو پرانیسته هم وکړه چې په زرګونو ټنه وچه او تازه مېوه یې له کابل او کندهاره په تېر مېلادي کال کې نوي ډیلي او ممبيي ښارونو ته ورسوله. په بدل کې یې پر ځمکه سربېره هندي توکي لکه درمل د هوا له لارې افغانستان ته وارد شول.

په ۲۰۱۷ کال کې د هند او افغانستان تر منځ راکړه ورکړه د وړم کال پر تله ۵ برابره زیاته شوې او د امریکا د پرمختیايي ادارې د مالوماتو پر اساس یوازې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو ۴ میاشتو کې د هوا له لارې هند ته د افغانستان صادرات نږدې ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو چې دوه‌اړخیزه راکړه ورکړه د دې دوه برابره وه. پر هندوستان او چابهار سربېره د افغانستان ډېر پام د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر لور دی چې د افغانستان بازارونو د اړتیا وړ مواد پکې په ښه بیه تر لاسه کېدای شي.

په ۱۷۷۶ کال کې د ازاد بازار او عصري اقتصاد پلار ادم سمیت ویلي وو چې په وچه کې د اسیا او افریکا را ګیر ډېرې برخې د نړۍ کمې پرمختللې سیمې دي. له هغې نېټې ۲۴۲ کاله وروسته ډېر دغه په وچه کې راګیر هېوادونه لکه افغانستان تر اوسه په بې‌وزلي کې ژوند کوي. هغه هېوادونه چې بحر ته نېغه لاره نه لري او د نړیوالې سمندري سوداګرۍ له مزایاوو بې‌برخې او په دې برخه کې لکه افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

د نړیوالتوب په دغه پیر کې همدغه هېوادونه له سوداګرۍ څخه هغه ډول ګټه نه‌شي پورته کولای چې د دوی سمندر ته پراته ګاونډیان یې تر لاسه کوي. په ننۍ نړۍ کې چې د نړیوالتوب له کبله د پولو اهمیت کم‌رنګه شوی او د ژوند په هره برخه کې د ملتونو تر منځ سیالۍ زور اخیستۍ، منابع په کمېدو او کړکېچونه په زیاتېدو دي، په وچه کې راګیر هېوادونه په مجموع کې تر نورو له ډېر ستونزمن وضیعت سره مخامخ دي. سره له دې چې بحر ته نېغ لاس‌رسی نه لرل یوه ننګونه ده، خو برخلیک نه دی.

همدې ټکي ته په پام سره افغانستان داسې عملي ګامونه پورته کړي چې په وچه کې د راګیر هېواد نوم د سویلي او منځنۍ اسیا تر منځ د ټرانزیټ په پله واړوي. د دې کار له‌پاره افغانستان د منځنۍ اسیا پر لور لومړی خپل او بیا ورپسې د سویلي اسیا د هېوادونو د پام اړولو ته پالیسۍ ډیزاین کړې. د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژې به دغه هېواد د وچې له کلابندۍ بهر او د راکړې ورکړې په مرکز به یې بدل کړي.

د چین د ورېښمو د نوې لارې سټراټېژي ټوله په وچه کې را ګیر ولسونو ته متوجه ده او افغانستان هم د ورته اقتصادي او تجاري سټراټېژۍ پر اساس د منځنۍ اسیا په وچه کې له را ګیرو هېوادونو سره د راکړې ورکړې د پراخولو پلان عملي کړ چې د سیمې ټولو هېوادونو په سر کې یې ترکمنستان، اوس ازبکستان او دا رنګه تاجکستان او قزاقستان افغان سوداګرو ته غېږ پرانیسته. د ۲۰۱۷ کال شمېرې ښيي چې افغانستان خپل نیمايي واردات د منځنۍ اسیا له هېوادونو کړي دي او پلان دا دی چې دغه کچه پورته شي. په سیمه کې روانو سیاسي بدلونونو او اقتصادي خوځښتونو ته په کتو سره دا رڼا د پراخېدو په درشل کې ده چې اغېز به یې په را روانو کلونو کې تر هندوستان واوړي.

افغانستان غواړي د اسیا په نوم روانه پېړۍ کې له خپل جغرافیوي موقعيته د انرژي د ټرانزیټ د بندر په توګه ګټه پورته کړي او هغه محاسبې ناسمې ثابتوي چې ګنې افغانستان د نړیوال تجارت له اړخه پر کراچۍ تکیه لري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply