د څو لسیزو روانو جګړو او ناورینو د هېواد د ویجاړۍ او د خلکو د وژلو او بدمرغه کولو ترڅنګ زموږ عاطفه، احساس او اخلاق هم متضرر کړل، ځکه د وطنپالنې، خدمت او مسوولیت احساس یې په خلکو کې داسې ووژلو چې د اوسنیو ټیټ پوړو مامورینو چلند او فساد ته په کتو بېرته را ژوندي کول به یې لسیزې وخت ونیسي.
په دې کې شک نشته چې لوړ پوړي مقامات به هم خپلې ستونزې او تېروتنې ولري او په ځینو مسایلو کې به ښکېل وي، خو د ټیټ پوړو مامورینو چلند، بې غوري او د خلکو د چارو نه ترسره کول ډېر بد اغېز لري، دلیل یې دادی چې ولس هره ورځ له دوی سره مخ دی. د خپلو عادي چارو د ترسره کولو لپاره همدوی ته مراجعه کوي، خو له بده مرغه چې دوی له لویه سره له مراجعینو سره سم چلند نه کوي، سمه لارښوونه ورته نه کوي، چارې یې پر وخت نه ور خلاصوي، بې ځایه یې سرګردانه کوي، شعبه په شعبه یې ګرځوي، پلمې ورته کوي، کارونه یې په نن او سبا ځنډوي، ځکه په دې ډول دوی بډو ته لاره جوړوي تر څو په مراجعینو دومره فشار راوړي چې د عادي کارونو د ژر خلاصولو لپاره هم هغوی ته پیسې ورکړي.
عام خلک مجبور دي چې بډې ورکړي، ځکه چې هغوی له ولایتونو او لیرې سیمو راغلي، په ښار کې د شپې ځای نه لري او یا دومره پیسې نه لري چې هوټل کې ورباندې ګوزاره وکړي، یا مریضان لري غواړي چې کارونه یې ژر او پر وخت خلاص شي او یا دېته ورته نور عذرونه لري، ډېر وخت دوی عصباني شي، حکومت ته هم بدر رد وایي او ځانته یې هم وایي.
نن د تذکرې د تائیدۍ لپاره کابل ولایت ته لاړم، په څه خوارۍ او سختۍ مې د تذکرې د تائیدۍ شعبه پیدا کړه، هغوی چې تذکره رانه واخیسته ویل، هغې بلې شعبې ته ورشه، دا د دوی مربوط ده، نیم ساعته له هغې بلې شعبې پسې وګرځېدم او چې هغوی ته مې تذکره ور ښکاره کړه، نو بېرته یې هغې لومړۍ شعبې ته ور ولېږلم.
ما ویل ورور مې هغوی وایي چې د اساس کتاب له تاسو سره دی. په څه خواریو له ځایه ولټېده، کتاب یې را واخیست، تذکره یې رانه واخیسته، د کتاب مخ یې را واړاوه.بیا یې ویل، عریضه دې لیکلې؟
ما ویل د دې لپاره خو عریضې ته اړتیا نشته، تاسو کتاب کې وګورئ که اساس کې مې نوم وي، خو تائید یې کړئ او که نه وي، نو بیا ولیکئ چې دا زما نه ده او مه یې تائیدوئ.
ویل زه خو دې څه شخصي نوکر نه یم، چې عریضه ونه کړې او احکام وانخلې، نو نه یې تائيدوم. ما ویل که شېریني درکړم، نو بیا؟
سپۍ سترګې یې وځلېدې، څوکۍ کې را نېغ شو، هغه بل ته یې څنګزن ور وکتل، لاس یې را اوږد کړ، تذکره دې را او دلته کېنه.
ما سر وښوراوه، ما ویل نه تذکره درکوم، نه کېنم، چې د پیسو دې واورېدل، نو څنګه وغوړېدې، همدا ځای دې نښه وي چې له احکامو او عریضې پرته یې درباندې تاید کړم، نور مې نو ور خلاص کړم او همداسې ترې راووتلم. خو دغه وضعیت دومره ودردولم چې کرۍ ورځ مې ذهن خراب وو.
له ځانه سره مې ویل خلک ملامت نه دي چې له مامورینو شکایت کوي، پر حکومت نیوکې کوي او زړونه یې بد دي، ځکه هغوی هره ورځ دغه حالت سره مخ دي او هره ورځ تر ما څو چنده زیات ځورول کېږي. د ټیټ پوړي مامور دغه وضعیت د خلکو د نفرت لامل کېږي. همدوی د حکومت او ولس تر منځ واټن دي، تر څو چې دغه کثیف او مفسد مامورین یا اصلاح او یا له مخې لیرې نشي، نو باور مې نشي چې حکومت دې په ولس کې خپلې ریښې وغځوي او یا دې خپل خواخوږي ومومي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320