ښاغلي ټرمپ ته :
مشرف خو تاسې ((د بُش ادارې)) ته دروغ ويلي او سرتاج عزيز بيا د هارووډ معتبر نړيوال علمي بنسټ پرستيژ ((حيثيت)) ته زيان اړولی. د دغه معتبر علمي بنسټ تعزيت ترې بايد واخېستل شي
د الله تعالی لعنت پر ابليس و دروغژن ويل شوی چې د الله تعالی له رحمته به ليرې وي
د قرآني ارښتونو په رڼا کې مشرف و سرتاج عزيز، شيري رحمان او نورو لوړپوړو چارواکيو تر سياسي ملايانو پورې خپل ولس، موږ ګاونډيانو او نړۍ ته دروغ ويلي دي. اوس د دوی د مېرمنو او مېړونو خوښه چې يو له بله طلاق اخلي او کنه؟ خوښه يې خپله چې له خپلو دروغژنو مېړونو او له خپلو دروغژنو مېرمنو سره پاتې کيږي او که الله تعالی اخلي؟ اسلاميت به يې اوس روښانه شي.
د پاکستان د سياسي ملايانو د ننګونې په پار :
زموږ له جعلي جهاده تېر شئ، د اسلامي ارزښتونو ((د قرآن وحديث)) په رڼا کې زما د دغه پورته خبرې مستدلل علمي، ايماني و اخلاقي ځواب ووايی!
د طالبانو او حقانيانو د ننګونې په پار :
د پاکستان له جعلي جهاده تېر شئ! خپل خلک مه وژنئ. يو څوک چې د خپلو دروغو له امله د الله تعالی له رحمته ليرې وي، نو فتوی يې کله د اعتبار وړ ده؟ نو چې فتوی د اعتبار وړ نه وي، نو ستاسې جهاد کله د اعتبار وړ دی؟ لږ له قرآن و حديث سره ځانونه اشنا کړئ!
سرتاج عزيز :
د پاکستان يوه جيگپوړي چارواکي ويلي دي چې دوى په دې د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي چې هغوى د پاکستان پرضد نه دي.
د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزيرسلاکار سرتاج عزيز وويل دوى يوازې د هغو طالبانو په وړاندې جنگېږي چې د پاکستان مخالف دي.
ښاغلي عزيز وويل پاکستان ولي د هغو په وړاندې ودرېږي چې هغوى يې مخالفت نه کوي.
“افغان طالبان په افغانستان پورې اړه لري. موږ به هڅه وکړوچې خبرو ته يې تيارکړو. موږپه نويمو کلونو کې د هغوى ملاتړ کاوه ، خو اوس ترې ملاتړ نه کوو. موږ د هغو طالبانو پرضد جنگېږوچې زموږ خلاف دي.”
ښاغلي عزيز داهم ومنله چې حقانې شبکې پخوا د پاکستان له خاورې فعاليت کاوه ، خو وايي اوس داسې نه ده.
د ښاغلي معصوم ستانکزي پر استناد خو اوس روښانه شوه چې پاکستان اوس منلې چې له خاورې يې طالبان د بريدونو لپاره استفاده کوي. اګر چې په تاريخي لحاظ هغه هم زموږ خپله خاوره ده. طالبانو وحقانيانو ته نه يوازې د کرښې هغې غاړې ته، بلکې د پنجاب وسند په نظامي روزنځايونو کې هم روزنه ورکول کيږي او له هماغه ځايونو دستور اخلي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
سرتاج عزيز: افغان طالبان د پاکستان ضد نه دي
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/11/141118_ms_sartaj_aziz_afghan_taliban
پاکستان منلې، چې له خاورې يې طالبان د بريدونو لپاره استفاده کوي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320