دې هلک خلک حيران کړي

0 1,526

په سریالونو او ډرامو کې به مو لیدلي وي چې يو څوک د بل کس ورمېږ تاو کړي او ځای پر ځای يې مړ کړي، خو راځئ نن په سرخط کې د یوه داسې ځوان په اړه ولولئ چې خپله غاړه تاووي راتاووي او هيڅ هم ورباندې نه کېږي.
دا ځوان په کراچۍ کې اوسي او نوم یې محمد سمیر دی.

سمیر خپلې غاړې ته ۱۸۰ درجې تاو ورکولای شي، یانې خپل مخ د شا لوري ته هم ګرځولای شي.

سمیر وايي، په شپږ کلنۍ کې يې یو امریکايي فلم ولید چې یو کس په‌کې خپله غاړه همداسې تاووي را تاووي، هماغه و چې ده خپله هم همدا کار پیل کړ او کله کله خو به یې ان تر ډ‌اکټر او شکسته‌بند پورې هم ورساوه، مګر اخېر هم بریالی شو چې خپله غاړه بشپړه تاو کړي.

سمیر وايي، کورنۍ یې ډېره اندېښمنه وه چې هغه ولې داسې کوي، خو اوس ورسره بلد شوي او ورته څه نه وايي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply