د مهمو پرېکړو لپاره ارام تفکر وکړئ/ ژ: حمیدالله حمیدي

0 822

 ارام تفکر د هوښیار ذهن یو اړخ دی. ارام تفکر مو دې ته اړباسي چې د يو عمل تر کولو وړاندې د هغه پر ټولو عواقبو فکر وکړی.

له ارام تفکر څخه هغه وخت ډېره ګټه اخیستل کېږي، چې د يوې مهمې موضوع په اړه د پرېکړې کولو په حال کې وی. د بېلګې په ډول، ټول هغه کسان، چې ستراتيژیک کارونه او یا سوداګريزې چارې ترسره کوي اړ دي، چې له ارام فکر څخه ګټه واخلي او پرېکړه وکړي.

دغه ډول پرېکړې ځکه مهمې دي، چې نتایج یې د ډېر وخت لپاره دوام کوي. له بده مرغه ډېری کسان، د مهمو مسايلو په اړه د دې پر ځای چې په ارامۍ سره پرېکړه وکړي او له ارام تفکر څخه ګټه واخلي، په چټکۍ  سره تصمیم نیسي او داسې پرېکړې کوي، چې بدې پايلې يې د اوږدمهال لپاره دوام کوي.

که د یو داسې څه په اړه پرېکړه کوی، چې ګټه او تاوان یې ډېر وي، بنسټیز کار وي او یا هم د ژوند مسئله ور سره نغښتې وي، نو په پوره دقت سره یې په اړه فکر وکړئ او له هغې وروسته بیا پرېکړه وکړئ. ځکه په پښتو کې مشهور متل دی چې وایي، اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply