…او دا “یار” مه خپه کوه! / نجیب ننګیال

0 1,033

عجیب عجیب خلک چارواکي شوو. سوچه بې‌سوادان مې ولیدل. په جعلي اسنادو تر ارګه و رسېدل. د هوښیارۍ اکټونه یې وکړل او په مداریتوب یې د خپل جهالت راز پټ کړ.

دا سړی بېګا په زړه را وګرځېد. تېر کال مو په یوه دفتر کې کار کاوه. یو متر واوره به پرته وه، خو دی به تر ټولو له مخه په معذوره پښو، ماتو ګوډو امساوو تر دفتره رسېدلی و. نظر یې کمزوری و، خو بیا به یې هم په نهایت تکلیف د کمپیوټر سکرین ته ناست ټایپنګ کاوه. که به کار نه و. یوه دقیقه یې بې‌مطالعې نه تېروله.
د ولسمشر غني سخته ننګه به یې کوله. د افراطیت سرسخته مخالف و. که کله کله به مو د نظر اختلاف و، د ده بحث به ژور، مدلل او په متقابل احترام ولاړ و.

کله چې د کابل پر ښوونې او روزنې پوهنتون د یوه خونکاره جنایتکار او جنګي مجرم نوم اېښودل کېده، دی یې مخې ته و درېده، ووهل شو، وینې وینې شو، لنډغرو یې امساوې په سر ور ماتې کړې. د کرزي دربار ته سرې سترګې ورغی، ورته و یې ژړل. نه د پوهنتون لوحه بدله شوه، نه د ده د مات سر پوښتنه وشوه.
په ۲۰۰۹۹ کې هغه وخت چې د غني د بریا چانس بېخي لږ و، غني یوازې یو ارمان و. په کندهار کې حاکمې مافیا ولسمشر غني ته د کمپاین له امله وواهه او شکنجه یې کړ.

له بده مرغه دا د دې وطن دود ګرځېدلی، ځینې یوازې قربانۍ ته پیدا دي، نور یوازې امتیازاتو اخیستلو ته. که نه دا په ادبیاتو کې ماسټر، د ښه قلم او ډېر علم څښتن سړی به دومره له واکمنو هېر نه وای. دا په بدن معذوره سړی چې دې وطن ته څومره روغ ارمانونه لري، شاید و باید که په ډېرو مفشنو سرونو کې وموندل شي.

کله چې وګورې نظام، قانون او وطن ته داسې ژمن زامن یو کال بې‌کاره ګرځي او په مات ځان د کور کفالت هم ور له غاړې وي، واقعا سړی مایوسه شي.

دا فقیر “یار” دومره قانع سړی دی چې په یوه واړه مدیریت هم رضا کېږي. دومر خودداره دی چې په وزارت به هم ری و نه وهي. که دولتي تشکیل د دومره نېک او صالح انسان د جذب ظرفیت نه لري، ښه به وي چې د پوهنتون استاد مقرر شي. د وطن د ځوانانو په فکري تنویر به کار وکړي. څو ځوانانو ته خو به د وطن‌دوستي او پاکي درس ورکړي.

جلالتماب ولسمشره!
ستا د حافظې خو نوم لګېږي. دا سړی د هېرولو نه و. دا لال له ایرو وباسه او دا “یار” مه خپه کوه. یو بې‌چاره خو تکړه قلموال دومره انزوا ته تلل ستا په عدالت سوالونه را ولاړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply