موری راتبارد یا روتبارد د امریکا یو له تر ټولو بحثپارونکو اقتصادپوهانو څخه دی، دی د آزادۍ او د آزاد بازار پلویانو لپاره الهامبښونکی دی.
راتبارد به د نړۍ په اړه ستاسو لیدلوری بدل کړي:
۱.
«هر څومره چې دولت ډېره پلان جوړونه کوي، هومره د افرادو لپاره شخصي پلان جوړونه ستونزمنه کېږي.»
ستاسې ټول ژوند په پرېکړو کولو سره سرته رسېږي.
هیڅ یوه متمرکزه مرجع نشي کولای چې په سمه توګه د ټولو په ګټه عمل وکړي.
هغوی عمل کوي او موږ یې تعقیبوو.
موخه ولرئ کنه نو موخه به درته وټاکل شي.
۲.
«د دولت لپاره تر ټولو لوی خطر خپلواک فکري نقد دی.»
خلک حواسپرت دي، که موږ رښتیا هم په خپله فکر کړی وه نو لیدلي به مو وه چې پر دولت تکیه کول هغه لاره ده چې موږ پرې خپل ځان ناتوانه کوو.
د معاصرې نړۍ ستر ځواک (Super Power) زموږ خپلواکه او متمرکزه فکر دی.
۳.
«ولې خلک د دولت اطاعت کوي؟
خلک دا تمایل لري چې ځانونه په غلامۍ کې واچوي او پرېږدي چې د ظالمانو لهخوا پري واک وچلول شي.»
دا آسانه ده چې د خپل ژوند د ګډوډۍ د تنظیم مسؤلیت نورو ته وسپارو.
ستاسې د ژوند مسؤلیت ستاسې پر غاړه دی!
له خپلې ګډوډۍ سره په مستقیم ډول مخامخ شئ!
۴.
«دولت یوه ناروغي ده چې ځان د درملنې په بڼه راښيي.»
دولت ستونزې رامنځته کوي او بیا ادعا کوي چې هماغه ستونزې حل کوي:
• فساد
• د ازادۍ له لاسه ورکول
• اقتصادي بی ثباتي
دولت د پراخو بحرانونو په رامنځته کولو سره په پراخه کچه پر ځان تکیه او وابستګي پیدا کوي.
۵.
«دولت یو لوی خیالي بنسټ دی چې پکې هر څوک هڅه کوي د نورو په لګښت ژوند وکړي.»
کله چې واک ورکړل شي خلک ترې د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.
ساده کیږئ مه.
هیڅوک یوازې د نېک زړه له امله ستاسو په جګړو کې نه جنګېږي.
۶.
«دولت په لویه کچه د غلو یوه ډله ده.»
د دولت ماهیت دا دی چې پر خلکو فشار راوړي څو د هغوی سرچینې ترې واخلي.
او دا ډله د زور کارولو انحصار لري (پولیس، پوځ، قضايي نظام) تر څو هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي.
د وتلو یوازینۍ لاره، ازاد او فردي تبادله ده.
۷.
«آزادي د شخصي ګټو پر بنسټ نه محدودېږي.
آزادي په دې پوهې ولاړه ده چې له شخصي ګټو څخه هم مهم شيان شته.»
شخصي ګټې موږ دې ته اړ باسي چې د هماغو ګټو د ترلاسه کولو لپاره پر دولت تکیه وکړو. خو دا تکیه او وابستګي ازادي له منځه وړي.
هیڅوک نه راځي چې تاسو وژغوري.
نه دولت، نه حکومت او نه حتی ستاسې مور او پلار.
او دا هغه څه دي چې زه یې تل په ډېرو وارثانو کې وینم.
هغوی خپل ژوند په دې هیله تېروي چې تل به یو څوک او یو څه د دوی لپاره موجود وي.
موري راتبارد ماته دا وښودله چې نړۍ نه شي بدلېدلی یوازې ځان بدلولای شئ.
خو کله چې تاسو دا کار وکړئ، خپله نړۍ بدلوئ.
یو دولت څنګه سقوط کوي؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.