د غزې وروستۍ شپه ناول چې یو ټولنیز ـ انساني اثر دی، د غزې په تړانګه کې د یوې عادي کورنۍ ژوند انځوروي. کیسه له ساده او تودو شېبو پیلېږي، خو دا شېبې ډېر دوام نه مومي.
لیکوال په روانه او انځوریزه ژبه د یوې کورنۍ د کیسې له لارې، د یوې ټولنې کړاوونه، ستونزې او نه ماتېدونکی هوډ انځور کړی دی. لوستونکي د غزې په کوڅو ګرځوي؛ د وچې ډوډۍ خوند پرې څکي؛ د بارودو تریخ بوی پرې حس کوي؛ په کنډوالو يې راګرځوي؛ په ناهیلۍ کې يې د هیلې په لور بیايي…
اثر سمبولیکه بڼه هم لري او د تورې کومېډۍ له لارې د جګړې اصلي څېره لا پسې بربنډوي.
د کتاب لیکوال وایي د دې هڅې موخه یې دا ده څو په هنري انداز د یوې لویې بشري غمیزې انځور وړاندې کړو او د پوهې رښتینې موخه چې د بشریت رفاه او سعادت دی، ورته رسالتمند پاتې شو.
د دې نوښتګر اثر لیکوال ښاغلی محمد طارق صابر دی، کتاب ۱۵۵ مخونه لري او تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.