عامه نظرپوښتنه یا سروې

عزت‌الله ادیب

36

پیل
عامه نظرپوښتنې یا سروې په ټولنیزو څېړنو کې خورا زیات کاریدونکی میتود یا وسیله ده، چې د خلکو نظریات، تمایلات او سیاسي چلند اندازه کوي. سروې د ټولنیزو څېړنو بنیادي میتود بلل کیږي چې زیات شهرت او سابقه لري. سروې د اعتبار، استازیتوب او احصائیوي دقت له پلوه ځینې ننګونې هم لري. که دا میتود په سمه توګه وکارول شي؛ نو خورا کره مالومات ترې تر لاسه کېدای شي. او که د کارولو پر مهال یې هرې برخې ته سم دقت ونشي؛ بیا پایلې له ننګونو سره مخ کیږي. دلته په ډیرو لنډو ټکو د سروې د ترسره کولو بهیر، نمونه اخیستنه، د مالوماتو یا ارقامو را ټولول او احصائیوي تحلیل څېړو. د دې لیکنې هدف یوې پوښتنې ته ځواب دی چې د سروې په اړه مطرح شوې وه، چې اوس د یوې مقالې په شکل خپره شوه.
د سروې بهیر
د سروې بهیر د ډیزاین له مرحلې وروسته، د نمونې ویش، او په عملي ډول ساحې ته له داخلېدو او د ګډون کونکو له ټاکلو سره پیل کیږي.
ګډون کونکي د څېړنې له ډيزاین سره سم ټاکل کیږي او دا کار څېړونکی پخپله ترسره کوي. په سروې کې د خلکو رضایت لومړی شرط دی، ان که کومې پوښتنې ته له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي هم د ګډون کونکي حق دی. له ګډون کونکي سره اړیکه نیول کیږي، پوښتنې مطرح کیږي او ځوابونه د ټاکل شويې طریقې سره را ټولیږي. کله چې ګډونوال پر وخت ځواب نه ورکوي (په خاصه توګه په انلاین سروې کې) څېړونکی یوه خبرتیا ور استوي.
د ځوابونو د راټولولو څخه وروسته د ډیټا مدیریت، پاکول، او احصائیوي تحلیل پیل کیږي، چې راټول شوي مالومات یا ارقام تحلیل او پایلې یې وړاندې کیږي. د تحلیل برخه د ټول بهیر مهمه برخه ګڼل کیږي.
د نمونې اخیستنې میتودونه
د سروې په ډیزاین کې د نمونې اخیستنې بحث تر ټولو خورا مهم او اړین دی. نمونه اخیستنه په دوو برخو ویشل کیږي: تصادفي او غیر تصادفي نمونه اخیستنه. د تصادفي نمونه اخیستنې پر مټ د سروې پایلې د ټول نفوس استازیتوب کوي، خو په غیر تصادفي میتود کې دا چاره ستونزمنه وي.
اوسمهال د مخامخ مرکو وخت نه دی، او دا میتود د له منځه تلو یا تقاعد کېدو په حالت کې دی؛ خو په افغانستان او ځینې ورته وروسته پاتې هیوادونو کې اوس هم له دې میتود څخه کار اخیستل کیږي. ځینې څېړنیزې ادارې د ګډون کونکو پینلونه لري یا یې جوړوي چې د ایمیل ادرس، او د کور د ادرس پر مټ د سروې پوښتنو ته ځواب ورکوي. دوی کله د دې کار لپاره – البته په ځینې حالتونو کې – یو څه پیسې یا کریډټ تر لاسه کوي. د سروې پر مهال له دې پینلونو څخه نمونه اخیستل کیږي. دا ډول پینلونه د سروې کار چټک کوي؛ خو د ټول نفوس استازیتوب نه کوي، او ډيری وخت پکې د انتخاب تعصب یا سلیکشن بایس احتمال ډير زیات وي.
د نمونې ډیزاین او په ټوله کې د سروې نمونه، د ډیټا مدیریت او تحلیل پر پروسه هم اغیز پریباسي. که سروې د هیواد په مختلفو ولایتونو او یا په مختلفو هیوادونو کې ترسره کیږي؛ نو په دې صورت کې د نمونې ډیزاین خورا زیاته توجه او فکر غواړي.
د مالوماتو راټولول
د مالوماتو را ټولولو میتود یا طریقه د نظر پوښتنې پر پایلو مستقیم اغیز لري. لکه څنګه چې مې پورته ولیکل، نن سبا انلاین سروې یا میتود تر ټولو عام او ډیر کارېدونکی میتود دی چې د مبایل، کمپیوټر او ویب‌ له لارې عملي کیږي. په افغانستان کې لا هم د مخامخ مرکو میتود یانې کاغذي پوښتنلیک کارول کیږي. هر میتود خپلې ښیګڼې او ستونزې لري؛ چې دلته یې په اړه بحث نه کوو.
د پوښتنلیک ډيزاین بله اړینه او پیچلې پروسه ده، چې د پوښتنو ډول، ترتیب او ژبه د پایلو پر بدلون کې مهم رول لرلای شي. او د مالوماتو د راټولولو مختلف میتودونه کولی شي بېلابیلې پایلې تولید کړي او دا پروسه د میتودولوژیکي حساسیت موضوع رامنځته کوي.
کله چې انلاین سروې ترسره کیږي، په هغه برخه کې د ډیجیټل یا یو ایکس ډیزاین ته ځانګړې پاملرنه کیږي. د سروې پوښتنلیک باید په اتومات ډول د کمپیوټر، مبایل او ویب لپاره ځان عیار کړي؛ کنه دا کار هم پایلې زیانمنولی شي. زموږ د انسټیټیوټ په یوه تازه څېړنه کې چې جاپان کې مو ترسره کړې ده، د سږ کال پایلې مو د تیر کال له هغو سره پرتله کړې، چې د «نه پوهیږم» ځواب په برخه کې خورا لوی توپیر رامنځته شوی دی. کله چې مو دا ستونزه وپلټله؛ نو مالومه شوه چې د ډیجیټل ډیزاین په برخه کې د ورکړل شویو ځوابونو ترتیب او په ټوله کې د سروې د پوښتنلیک ډيزاین په برخه کې ستونزه موجوده وه. بله ستونزه د سروې د پنل په برخه کې وه چې ځینې پخواني ګډونوالو له پوښتنلیک سره بلدتیا درلوده او نوي هغه ورسره بلد نه وو.
په ډیجیټل سروې کې ان د کمپیوټر او مبایل ډول هم تاثیر لري، ځکه د آپل، سامسونګ، لینیکس، ېا مېک، وینډوز او…. ټول تاثیر لري، چې د سروې ډیزاین باید له دې سیستمونو سره عیار وي.
احصایوي تحلیل او وزن ورکول
په دې برخه کې د احصائیوي تحلیل څخه زیات د «وزن ورکولو یا Weighting» تخنیک په اړه لولو. لومړی مهمه ده چې وزن ورکول وپیژنو. وزن ورکول هغه تخنیک دی چې نمونه د ټول نفوس د استازیتوب وړ وګرځوي او یا پایلې د تعمیم وړ وګرځوي. یانې که نمونه د ټول نفوس استازولي نه کوي، ځینې ډلې ډيرې یا کمې وي، د عمر جنس، تعلیم یا یوې جغرافیې پر اساس توپیرونه موجود وي؛ نو په دې صورت کې ارقامو ته وزن ورکول کیږي. د وزن ورکولو په پر مټ د تعصب یا بایس مخه نیول کیږي او د پایلو له دقت سره مرسته کوي.
که په ساده ژبه ووایو چې د تحلیل پر مهال د ګډونوالو ځانګړنې د ټول نفوس له ځانګړنو سره پرتله کیږي، او که د کومې ډلې یا ګروپ استازیتوب کم یا زیات وي؛ نو همدا ستونزه د وزن ورکولو پر مټ تنظیمیږي. په سروې کې عموما جنس، عمر او تعلیم یا تحصیل هغه متغیرونه دي چې دا تخنیک پرې عملي کیږي؛ خو له دې اخوا نورو متغیرونو ته وزن ورکول ستونزمن کار دی.
د سروې ټوله پروسه له پیل څخه د یو مالوم او مسلکي ډيزاین پر مټ ترسره کیږي او په دې پروسه کې ډير پرمختللي احصائیوي تخنیکونه کارول کیږي؛ ولې بیا هم تل یو نامالوم عامل یا «ایکس فاکتور» را مخ ته کېدای شي. د پایلو پر دقت د اغیزو لپاره حتما داسې یو فاکتور وي چې له سترګو څخه پناه وي. له همدې امله، د سروې په کار کې په هره مرحله کې دقت اړین دی.
تېروتنې او محدودیتونه
په سروې کې معمولا د تیروتنې حاشیه یا مرجن په نظر کې نیول کیږي. دا د نمونې د محاسبې پر مهال انتخاب کیږي چې څېړونکی د تیروتنې حاشیه او د اعتماد کچه څومره په نظر کې نیسي. د تیروتنې حاشیه یوازې یو اټکل دی او عموما یوازې د نمونه اخیستنې تېروتنه منعکس کوي.
په حقیقت کې د سروې په کار کې نور ډول تیروتنې هم شته، لکه د نه ځواب ویلو تېروتنه، د پوښتنو د جوړښت تېروتنه، د ګډون کونکي د انتخاب تېروتنه او میتودولوژیک تعصبونه یا پرېوالی، چې عموما د تیروتنې په دې حاشیه کې نه شاملیږي. نو دا چې دومره ګڼ یا ان تر دې زیات ډول تیروتنې یا تخطي شته؛ نو له همدې امله د سروې پایلې باید تل په احتیاط سره تفسیر او وړاندې شي.

پایله
په پای کې باید دومره پوه شو چې سروې یا عامه نظر پوښتنه د ټولنیزو واقعیتونو یا د یو ټولنې د درک لپاره مهمه وسیله ده؛ خو د دې میتود اعتبار او باور د نمونې اخیستنې، مالوماتو یا ارقامو را ټولولو له میتود او د احصائیوي تحلیل له کیفیت سره تړلی دی. د نامالومو عواملو، میتودولوژیکي محدودیتونو او احصائیوي تېروتنو سره سره، هیڅ نظر پوښتنه یا سروې د ټول نفوس دقیق انځور نه شي وړاندې کولی. د سروې ټوله پروسه، او د پایلو استنتاج باید له دقت او انتقادي تحلیل او احتیاط سره تر سره شي.
د سروې یا عامه نظر پوښتنې په اړه لا بشپړ او تفصیلي مالومات زما په کتاب «سروې او ټولنیز تحقیق» کې شته چې دانش کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی. له دې مقالې سره د کتاب عکس خپروم چې لوستونکي هغه کتاب هم وپیژني او هم ګټه ترې واخلي.

د ۲۰۲۶م کال د اپریل ۱۱مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.