یو بریتانوي څېړنیز مرکز  افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی

35

یو بریتانوي څېړنیز مرکز  افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی
د بریتانیا څېړنیز مرکز «السیس» په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال پر مهال، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کوکنارو کښت، په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې، زیات شوی دی.
د دې راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ (۲۴ حمل) خپور شوی، کوکنار لا هم د افغانستان د کلیوالو خلکو د عاید مهمه سرچینه ده.
دغه څېړنه د افغانستان او سرحدي سیمو د ناقانونه اقتصادونو په برخه کې د نامتو څېړونکي ډیویډ منسفیلډ له خوا ترسره شوې او د «السیس» څېړنیز مرکز له لوري خپره شوې ده.
د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په ډېرو سیمو کې بزګران یا خپل کښت ته دوام ورکوي، یا هم د نشه‌يي توکو د کښت او تولید لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
راپور زیاتوي چې اقتصادي فشارونو له امله، د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې یو شمېر بزګران د کوکنارو د کښت لپاره پاکستان او ایران ته کډه کېږي.
سره له دې چې اوس مهال ډېری څارونکي پر مصنوعي نشه‌يي توکو تمرکز کوي، خو د افغانستان د تریاکو د لویو زېرمو او د کوکنارو د کښت د پراختیا له امله، اروپا ته د هېروئینو عرضه لا هم دوام لري.
راپور همدارنګه وایي چې د تریاکو د هېروئینو ته د بدلولو بهیر کې پرمختګ او په سیمه‌ییزو بازارونو کې د نشه‌يي توکو له قانوني موادو سره ګډول، په اروپا کې د هېروئینو بازار نور هم ګټور کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.