پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه ټول بندرونه او دروازې تړلې دي.
تورخم، سپين بولدک، خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان هغه بندرونه او دروازې دي، چې د طالبانو سره د جګړې له امله د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
طالبانو هم د یادو دروازو بشپړ تړل کېدل تایید کړي دي.
دا دروازې وروسته له هغې نن بندې شوې، چې تېره شپه پر ډیورنډ فرضي کرښه طالبانو او پاکستاني پوځیانو سخته نښته وکړه.
که څه هم د دغو بندرونو له امله د دواړو خواوو سوداګرۍ ته د اوښتي زیان راپور نشته، خو له دې وړاندې یوه تړون کې ژمنه شوې، چې دواړه غاړې به ټرانزیټ نه سیاسي کوي.
تراوسه روښانه نه ده چې پر ډیورنډ فرضي کرښه پرتې، پنځه واړه دروازې به کله پرانیستل کېږي.
څو میاشتې وړاندې تورخم شاخوا یوه میاشت پاکستاني لوري تړلی و، چې له امله میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.