د یوې ژبې د لیکنې، املا او په ټوله کې د زده کوونې اسانه لار دا ده، چې لومړی یې اوازونه زده شي .د ژبې د اوازونو زده کړه درې مرحلې لري. لومړی یې تلفظ، بیا یې نوم، ګرامري ځانګړنې او ستونزې او درېیمه مرحله یې د نوموړي غږ /فونیم تصویر ګرافیم دی.
دا فورمول په هغو ژبو پوره د تطبیق وړ دی، چې هر فونیم یې ځانګړی ګرافیم ولري او استثنا پکې کمه وي.
د پښتو ژبې د یې ګانو د زده کولو تر ټولو اسانه لاره همدا ده، یعنې لومړی باید د هرې یې تلفظ زده شي بیا یې نوم، ګرامري ځانګړنه، پرابلمونه یا ستونزې یعنې معنا دا چې نوموړی غږ د کلیمې په پیل، پای او منځ کې څنګه کاریږي، کومو حالاتو کې بدلون کوي. درېیمې مرحلې کې د یې تصویر زده شي. ګرامري ځانګړنه دا معنا، چې یې د ژبې د فونیمونو په لړ کې په کومه کټګورۍ کې قرار لري، واوېل دی، کانسوننټ دی او که سیمي واوېل او که دېفتانګ یا بل-بل….
د پښتو ژبې د یې ګانو په برخه کې لویه ربړه دا ده، چې زموږ په اکثرو ګرامري کتابونو کې څلور یې ګانې پنځۀ ښوول شوي او د پاتې څلور یې ګانو پر اړه بحث نه لري. ښوونکي هم زده کوونکو ته یوازې پنځۀ یې ګانې ور زده کوي، هغه هم د ژب زده کړیز مېتود پر اساس نه، بلکې روایتي او ميخانیکي مېتود کاروي.
د دې کار پایله دا شي، چې زده کوونکی خو پنځۀ یې ګانې مېخانیکي زده کړي؛ خو کله چې په کومه کلیمه کې د پښتو ژبې د پاتې نورو یې ګانو له تلفظ سره مخ شي؛ نو کارونه ترې ګډ وډ او د یې د دقیق کارونې پر ځای غلط ګرافیم ورته وکاروي. دلته هره یې ډېره لنډه معرفي کوم، ګوندې ځینو ته په ښمر ورشي په ځانګړي ډول پښتو استاذان باید د تدریس پر مهال زده کوونکو ته پښتو نهه یې ګانې بشپړې تدریس کړي، تر څو د یې ګانو کارونه زده کوونکو ته اسانه او د املایي تېروتنو مخه ونیول شي.
۱ – اوږده یې، واوېل غږ دی، د کلیمو په پیل، منځ او پای کې کارېدلی شي، تلفظ یې د انګلیسي ژبې د «a» په څېر دی او ځانګړی تصویر “ې” لري. بېلګې: ېبره ebra، مېوه mewa،مستې maste..
۲ – څرګنده یې، د انګلیسي ژبې د e غږ ته ورته تلفظ لري، واوېل غږ دی، د کلیمو په پیل، منځ او پای کې راځي. بېلګې:
یرهira، تیرtir، ښادي ẋādi.
۳ – زوره واله، نرمه یې، تلفظ یې لومړی زور او بیا سیمې واوېل سره جوخت راځي (زده کوونکو ته باید ځانګړی تلفظ شي)، غبرګغږ/دېفتانګ دی، د کلیمو په پیل (ډېر کم، هغه هم مفغنې بڼه کې راځي)، منځ او پای کې راځي.بېلګې: ایوان aywān ( د کلیمو په پیل کې یې تصویر،{ ای } دی. میوند (maywand) کوزه پښتونخوا یې د کلیمو په منځ کې په {ـېـ} تصویر لیکي. سړی saṛay کوزه پښتونخوا یې د کلیمې په اخېر کې په {ے} تصویر سره لیکي.
۴ – زورکۍ واله، تانیثه یې، له زورکي او سیمي واوېل جوړه غبرګغږه یې ده. یوازې د کلیمو (بسیطو) په پای کې راځي. بېلګه:نړۍ naṛəy
۵ – زورکۍ واله امریه یې، ټول خاصیتونه یې د تېرې یې په څېر دي، یوازې کله چې فعل کې کاریږي، دغه {ئ} تصویر ورته غوره شوی دی. وکړئ wakṛəy
۶ ـ اوږ واو واله یې،غبرګ غږ له اوږ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی } دی، د کلیمو په پای کې راځي،تلفظ یې باید د ښوونکي له خوا زده کوونکو ته وشي. بېلګه زوی zoy
۷ ـ لنډ واو واله یې، غبرګغږ، له لنډ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی} دی، د کلیمو په پای کې راځي بېلګه: خوی xuy
۸ ـ الف واله یې، غبرګغږ له الف او سیمي واوېل یې رغېدلې، تصویر یې په مروج لیکدود کې {ای} دی، د کلیمو په پای کې راځي. بېلګه: ځای jāy
۹ – نیمواکه، سیمي واوېل یې، له نورو خپلواکو غږونو سره غبرګ غږونه هم جوړوي او هم په یوازې ځان کاریږي.تصویر یې{ـيـ} دی، د کلیمو په پیل او منځ کې کاریږي. بېلګه: یوyaw، مین mayan
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.