ځینې فرهنګي پېښې د ادب د مینه والو لپاره د لوی زیری حیثیت پیدا کوي. د استاد شاعر، کاروان صاحب د ناول خپرېدل په روان کال کې زموږ د ادبي دنیا یو بختور خبر دی. ناول له تېرو څو پیړیو راهیسې د پرمختللې نړۍ د ادبیاتو په قلمرو کې بې رقیبه پاچا دی. کله چې د کاروان صاحب غوندې منلی ادیب د ناول لیکلو ته مخه کړي نو دا ګومان پیاوړی شي چې دغه داستاني ژانر دلته هم د پاچهي خوب ویني.
د کاروان صاحب په ناول (شنه غمي واله جلکۍ) کې مرکزي څېره غرڅنۍ نومېږي. پلار یې په اوښ باندې له ځنګله لرګي راوړي، خرڅوي یې. نالوستی دی خو جاهل نه دی، د اولاد د تعلیم په اهمیت پوهېږي.
کمکۍ غرڅنۍ ورور نه لري، مشره خور یې واده ده او نورې خویندې یې تردې کشرانې دي. د دوی مور ان د کور په څارویو لا مهربانه وي. مور یې ماشومه غرڅنۍ په نکلونو ویده کوي او ناول د غرڅنۍ د یوې همنومې یعنې د یوې ځنګلي غرڅنۍ په نکل پیلېږي چې ښکاري ټپي کړې ده.
د دوی د کلي ګودر ته نژدې په وړوکي جومات کې، چې چت یې د چنار سیوری او فرش یې د خوړ پاکې، پستې شګې دي، د کلي ماشومانو ته د مکتب سبق هم ښودل کېږي. «د دې وړوکي مکتب استاد یو نوراني سپین ږیری و چې تل به یې تکې سپینې پاکې جامې اغوستې وې. د اوبو غوندې روانې، پستې خبرې به یې کولې. تا به ویل چې سم دم رحمان بابا د خپل دېوان له غزلونو راوتی او په دې وړوکي مکتب کې ماشومانو جینکو او هلکانو ته سبق ښیي.»
غرڅنۍ په همدې مکتب کې شاملېږي. دلته د استاد لمسی، نور جمال هم سبق وایي.
د دوی کلی د غره په لمن کې دی. د غره په دنګه څوکه کې همېش یوه شنه رڼا ځلېږي. د نکل هغه ټپي شوې ځنګلي غرڅنۍ د خپل علاج لپاره د همدې څوکې په لور د تلو کوښښ کوي. زخمي هوسۍ «پاس دنګې څوکې ته وکتل، د لمر تر شغلو لاندې داسې ځلېده، ته وا چې په شپه کې دې ډیوې پکې لګولې دي.»
زخمي غرڅنۍ د دنګې څوکې په لاره کې په یوه لوړه باندې مُملایي ومومي، ویې خوري او ټپ یې ورسره ورغېږي. زموږ د ناول د ماشومې غرڅنۍ په ذهن کې دا څوکه چې شنه، قیمتي غمي هم پکې شته، د بري، رفعت، حکمت او سوکالي په سیمبول بدلېږي. دې ته چې د مور نکل سخت خوند ورکړی و، ورته ویې ویل:« مورې، زه به هم یوې دنګې څوکې ته خېژم، چې ډېر شنه اسماني غمي راټول کم او په خلکو یې ووېشم. ډېره مملایي به هم راټولوم، بیا به یې ناروغانو ته ورکوم چې مرضونه یې ښه شي.
د غرڅنۍ مور یو شین غمی راواخیست، ورته ویې ویل: دا هماغه د ځنګلي غرڅنۍ د زمانې غمی دی، دا مې آن له پخوانیو نیا او نیکونو راپاتې دی. دا به ستا وي خو ښه به یې ساتې. دا غمی له هغه چا سره جوړېږي چې زړه یې له کینې او کرکې پاک وي. چې اخلاصمن وي او په خلکو یې ښه پیرزو کېږي.
غرڅنۍ غمی په موټي کې ونیوه. له ځنګل نه د شپې د مرغانو اوازونه راتلل او غرڅنۍ د مور تر څنګه په خواږه خوب ویده شوه.»
د غرڅنۍ مور چې امیدواره ده، د افغانستا ن د بې شمېرو امیدوارو میندو په شان، د ماشوم د زېږون په وخت مري او د طبي خدماتو د نشتوالي قرباني کېږي.
د غره په کلي کې مکتب یوازې تر شپږم ټولګي پورې دی. غرڅنۍ د نورو زده کړو لپاره د ولسوالي مرکز ته ځي او هلته د مشرې خور، ګل اندامې، په کور کې اوسي. دا چې په سبقونو کې ډېره تکړه ده، طب ته کامیابېږي او چې فارغه شي، نور ټولګیوال یې غواړي د هېواد په مرکز کې پاته شي خو دا د محرومو خلکو د خدمت لپاره خپلې سیمې ته ستنېږي. له دې سره د طب پوهنځي رییسه هم د دوی ولسوالي ته راځي چې غرڅنۍ د ډاکترې په حیث معرفي کړي. رییسه د هغې د معرفي په غونډه کې وایي:« ما د خپلې استادۍ او محصلۍ په دوران کې داسې پوهه، اصیله، زړه سواندې او نابغه جلکۍ نه ده لیدلې. دا د شنه غمي واله جلکۍ»
د مور دغه ډالۍ (د شنه غمي ګوتمۍ) د دې لپاره د سیمبولیک او جادویي ملاتړ حیثیت لري او په همدې وجه همیشه ورسره وي. کله چې د ډاکترې غرڅنۍ په لاس یو ماشوم سلامت دنیا ته راغی او مور یې بچ شوه، نو ډاکترې «په ګوته کې شنه غمي ته وکتل، له ځانه سره موسکه شوه او د خپلې ګوتې شین غمی یې ښکل کړ. په سترګو کې یې اوښکې راغلې. په خیال کې د سپوږمۍ هغه شپه ورغله چې مور یې په کیسه کې د ځنګل غرځنۍ د غمیو دنګې څوکې ته ور روانه کړې وه خو دا ځلې د ځنګل غرڅنۍ نه، جلکۍ غرڅنۍ، د شنه غمي والې جلکۍ، ځان د غمیو د دنګې څوکې په سر کې لیده.»
په دې موده کې چې د کلي د مکتب د هغه سپین ږیري استاد لمسی، نور جمال، انجنیر شوی او د دې په شان د ټولنې د سوکالۍ ارزوګانې ورسره دي، د دې غوندې خپلې وروسته پاته غرنۍ سیمې ته راستنېږي. د ډاکترې غرڅنۍ او انجنیر نورجمال کوژده د ناول وروستۍ لویه پېښه ده. د دې پېښې په درشل کې غرڅنۍ په همدې موضوع په تصور کې له خپل خیال او هیندارې دوه بېل کسان جوړوي او مکالمه ورسره کوي او په دې لړ کې دا د یو ډېر اوږده او اثرناک خوب کیسه کوي چې مور، ورور (هغه ماشوم چې له مور سره یو ځای د زو کړې په وخت ومړ) او نور جمال پکې ویني.
غرڅنۍ مور او مړ شوی ورور په یوه اساطیري کور کې ویني. لوستونکي ته د دغسې مکان انځورول یوازې د هغه چا د وس کار دی چې د کاروان صاحب غوندې سرشار او اصیل تخییل یې په برخه وي. غرڅنۍ په خوب کې د یوې نرسې له خوا هڅول کېږي چې دغه مکان ته ورشي. نرسه ورته وایي، ته به هلته «د خپل دیدن بیماران وګورې، کېدای شي ته هم د دوی د دیدن بیماره وې.» او لږ وروسته ټینګار ورباندې کوي:« ته پوهېږې چې ځینې شېبې له ځان سره د بخت زړي لري، که دې په مناسب مهال تر لاسه کړل او ودې کرل، په پېړیو پېړیو به د مینې او ښکلا حاصل درکوي. او که له لاسه دې ووتل، نو بیا به دې د پېړیو پېړیو کړنګونه، پیچومې او کږلېچونه د مزل خنډ وي،، وادې ورېدل؟» دا هم د نرسې خبره ده:«ګوره، ستا له مېلمنو سره بوخڅې، بوخڅې زېري دي، بختورې ټول به درباندې ووېشي.»
ډاکتره چې اساطیري مکان ته ورسېږي، وایي:« د کور شاوخوا رنګارنګ ونې او ګلونه ولاړ وو. د ونو او ګلونو پرڅانګو به، چې د شمال نرۍ څپه ولګېده نو یو رقم خوږې نغمې یې ترې خېژولې، چې په عمر مې نه وې اورېدلې. عجیبه خو یې لا دا چې دې نغمو ته رنګارنګ مارغانو په هوا کې نڅا کوله. له ونو او ګلونو به راتاوېدل، بیا به هوا ته پورته کېدل. بیا به راغلل، د بهېدونکي رود په رڼو اوبو کې به یې وزرې ورپولې او بیا به په نڅا، نڅا په هوا شول.»
داسې څوک به نه وي چې کله یې د خپلو متوفا عزیزانو د بیا لیدو ارزو نه وي کړې. په دې ناول کې د متوفا عزیزانو د لیدلو صحنه زموږ په ادب کې د دې ارزو د تجسم یو بې ساری مثال دی. هلته مور «د مینې، اخلاص، حکمت او کلکې ارادې شربت» په لور باندې څښي او د الوت وزرې ورکوي چې یو بل اساطیري ډوله مکان ته یعنې هغه د شنې رڼا د غره څوکې ته والوزي. هلته بیا نور جمال ګوري.
دوی دواړه د خپل کلي په لور الوزي او کلی هغه شان ویني چې دوی یې په ویښه ارزو کوي خو په خوب کې دا هر څه رشتیا شوي وي.
غرڅنۍ ته خپل خیال د دې خوب له تېرولو وروسته وايي: «الهامي خوبونه او د خیر خیالونه د خدای نعمتونه دي. ښه بنیادمان د خدایي نعمتونو قدر کوي، هو نو عملي کوي یې.»
لوستونکي معمولا په ناول کې د کرکټرونو تر منځ د څرګند ټکر او کشمکش توقع لري خو دلته انسانان د یو بل مخالفت نه کوي او بلکې ژوي، حیوانات او طبیعت هم تر ډیره حده سره همغاړي دي. نو چې ټکر نه وي ناول څنګه په مخ ځي؟ ځواب دا دی چې دلته فلسفي او باطني کشمکش وینو، یعنې صبر، مینه، رحم او د طبیعت ساتنه رانه لا ستره مبارزه غواړي. د ادبي تیوري له نظره ویلای شو چې ظاهري کشمکش ته د توجه کموالی، د ناول عیب نه دی بلکې لیکوال قصدا غوښتي دي چې د خدای دنیا ته له یو بل لیدلوري وګوري. دلته د طبیعت د نعمتونو او د انسان د بې انصافۍ تر منځ کشمکش یا له ناروغۍ او ناپوهۍ سره د پوهې، مینې، اخلاص او بصیرت کشمکش او داسې نور تضادونه وینو.
د بهیر په غونډو کې چې به کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه، د هغې په رښتیا غوندیتوب به خامخا بحث کېده. کله کله به مو په یوې ډېرې ښې کیسې هم نیوکه کوله چې داسې خو نه کېږي او د ارسطو یوه ډېره پخه خبره به مو هېره کړه چې وایي: تاریخ مو په هغه څه خبروي چې وو او ادبي اثر هغه څه نمایي چې باید وي. ارسطو دا خبره د خپلې فلسفې په چوکاټ کې کوله او د افلاطون خبره یې ردوله چې د شاعرانو خبرې یې له حقیقته د لرې والي په وجه کم ارزښته بللې. ارسطو ویل، شاعران واقعیت بشپړوي، نو کار یې ستر دی.
که د ارسطو له خبرې راتېر شو، چې د ادبي تیوري لومړنی کتاب یې لیکلی دی، اوسني ادبپوهان هم د ناول او کیسې رشتیا غوندیتوب دومره محدود نه ګڼي چې په ظاهري واقعیت کې یې ایسار وساتي. هر ناول او هره کیسه یوه بېله دنیا ده او ډېره مهمه دا ده چې د همدې بېلې دنیا په منځ کې د اجزاوو شتون له یو بل سره په تناسب کې وي. د غرڅنۍ د ژوند تر ټولو ترخه خاطره د ماشوم د زوکړې په وخت د هغې د مور مړینه ده نو دا بیا غیر طبیعي خبره نه ده چې دا د نورو امیدوارو میندو په خدمت کې فوق العاده وي.
ناول د یوې ځنګلي غرڅنۍ د ټپي کېدو په صحنه پیلېږي او لوستونکی له همدې پیله لا احساسوي چې د عادي واقعیت کیسه نه اوري، بلکې له خیال او واقعیته رغېدلې دنیا یې په مخ کې ده. د ناول یو بنیادي پیغام دا دی چې انسان او طبیعت د یو بل دښمنان نه دي، بلکې یو بل ته پکارېدلای شي. د همدې پیغام تقاضا ده چې طبیعت د انسان په څېر ژوندی احساس شي او دغسې احساس طبعا د خیال په مرسته کېدونی دی.
د شلمې پیړۍ د مشهور ناول لیکونکي کافکا کیسې د بهرني واقعیت له قوانینو سره سمون نه خوري (مثلا هلته انسان په حشره بدلېږي)، خو د ناول اجزا یې له یو بل سره په تناسب کې دي او د همدې تناسب په برکت د ژوند د لا ژورو تجربو د ښودلو لپاره یوه بېله نړۍ جوړوي.
کافکا په خپلو ناولونو کې له معمولي واقعیته د دې لپاره مخ اړوي چې په دنیا کې د انسان د پردیتوب او بې معنا توب احساس او د انسان د شتون بحران ونمایي، حال دا چې کاروان صاحب د یوه ارماني او لا بهتره ژوند د جوړولو لپاره په عادي واقعیت کې ایسار نه پاتېږي. په اصل کې د کاروان صاحب اثر اتوپیایي ناولونو ته ورته دی، هغه ناولونه چې یوه زړه غوښتونکې نړۍ جوړوي، داسې نړۍ چې دلته راسره نشته، خو باید وي او جوړول یې ناممکن نه دي.
د کاروان صاحب د ناول فکري بنیاد په اخلاقو ولاړ دی. د ده د ناول په دنیا کې انسانان معمولا خواخوږي دي، د مینې ډیوه یې په زړونو کې بله ده او د نورو د خیر لپاره ایثار او فداکارۍ ته تیار دي. غرڅنۍ او نور جمال په محرومه سیمه کې اوسېدلو ته د دې لپاره ترجیح ورکوي چې خلکو ته خیر ورسوي او د سیمې په وداني کې برخه واخلي. دغه شان نور اکثره کرکټرونه نېک دي او نېکي کوي.
زموږ په ادبیاتو کې د مینې د درې مرتبو یادونه شوې ده: نفساني، مجازي او حقیقي. حقیقي مینه له خدای سره وي او مجازي مینه چې له بل انسان سره ده، خو پاکه ده، د حقیقي مینې په لور یو ګام ګڼل کېږي. نفساني مینه که د مجاز پړاو ته داخله نه شي، نه ستایل کېږي. په دې نظریه کې له مادي پړاوه معنوي پړاو ته سفر وینو خو کاروان صاحب بالکل بله نظریه وړاندې کړې ده. کله چې سپین ږیری استاد له خپل لمسي نورجمال سره د غرڅنۍ د وصلت خبره کوي، نو نور جمال ورته وایي:« بابا که دې یاد شي مونږ ته به دې بار بار نصیحت کاوه چې مینه وکړئ، اول د مینې له خالق الله ج سره. له وطن سره، له مور و پلار سره، له خویندو وروڼو، کورنۍ او پسې بیا نورې مینې راځي. که ترتیب مو خراب نه کړ، الله به مو ملګری وي او ارمانونه به مو یو په بل پسې پوره کېږي. بس نو ما هم د غرڅنۍ مینه د صبر په دسمال کې ونغاړله او د زړه په تاخ کې مې پټه کېښوده. د نیمو شپو په دعاګانو او درس عادت شوم. دا عادت مې ورو ورو په مینه واوښت.»
د اخلاقو د فلسفې په اړه که په تاریخ کې لسو کسانو ډېرې مهمې خبرې کړې وي، نو یو پکې شاید د نولسمې پېړۍ جرمن مفکر شوپنهاور وي. دی د اخلاقو بنیاد په خواخوږي دروي، یعنې له نورو سره خواخوږي. شوپنهاور وایي چې انسان معمولا د یوې ړندې ارادې په قبضه کې دی. دغه اراده یې د خوند او بقا لټون ته اړباسي او دغه لټون که د نورو په تاوان هم وي خو په اسانه ترې لاس نه اخلي. د دې ارادې د کنټرول یا کمزوره کولو لپاره یوازینۍ وسیله له نورو سره خواخوږي ده. کله چې نور د ځان غوندې تصور کړو او خواخوږي ورسره پیدا کړو ( یادونه: دا تصور مشکل او غیرطبیعي نه دی ځکه د ړندې ارادې په وجه پیدا شوی درد د انسانانو تر منځ شریک دی)، په هغه شیبه کې ړنده اراده کنټرول شي او یو سکون ته ورسېږو، حال دا چې دغه اراده چې حرص یې پای نه لري، انسان ارام ته نه پرېږدي. په دې ناول کې اخلاقي نظریې ما ته بیا، بیا د شوپنهاور فلسفه او د ارواښاد الفت بیت رایاد کړ چې:
زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
د دې ناول اخلاقي محتوا د شلمې پیړۍ یو ډېر خیرمن انسان او مفکر، البرت شوایتزر(۱۸۷۵-۱۹۶۵) هم بیا بیا را په یاد کړ. شوایتزر ډاکتر و، موسیقي پوه و، او د اخلاقو د فلسفې د ساحې یو نومیالی لیکوال و. ده د خپل اوږده عمر شاوخوا نیمه موده د افریقا په یوه لرې سیمه کې تېره کړه چې هلته د محرومو ناروغانو خدمت وکړي. ده د غرڅنۍ او نورجمال په شان علم او اخلاق سره ملګري کړي وو. د شوایتزر په اخلاقي فلسفه کې ژوند بنیادي ټکی و. د ده مشهوره جمله ده چې: اخلاق یعنې ژوند ته درناوی. شوایتزر یوازې د انسان نه بلکې د نورو ژویو او نباتاتو ژوند ته درناوی هم اخلاقي دنده بلله او هغو ته بې پامي یې خطرناکه ګڼله. په دې ناول کې هم د انسان، ځنګل، حیوان او طبیعت ژغورلو او خوندیتابه ته ژور میلان وینو.
زما په خیال (شنه غمي واله جلکۍ) زموږ لومړنی ناول دی چې اکولوژي ته پکې توجه یوه اساسي موضوع ده. اکولوژي د علم هغه څانګه ده چې د انسان، حیوان او نبات تر منځ رابطه او له خاورو، اوبو، چاپېریال او طبیعت سره د انسان او نورو ژویو رابطه څېړي. په دې ناول کې د چاپېریال د پاکوالي ارزو او د انسان، طبیعت او ژویو تر منځ د سولې ارزو بیا بیا احساسوو. زما او کاروان صاحب همځولو هغه کابل په یاد دی چې دوړې به پکې نه وې، تاکونه به یې تاند وو، اسمان به یې لاجوردي و، فضا به یې لکه له بارانه وروسته فضا همېش روڼه وه او د مني د سپوږمۍ شپې یې د زاڼو له جادوګر اوازه تشې نه وې. ژوند او چاپېریال ته بې پامي نه یوازې د کابل بلکې د ټول وطن ښکلا پیکه کړه او افتونه ورسره زیات شول. کاروان صاحب اکولوژی ته د دین، فرهنګ او اسطورې له عینکو کتلي او علمي بحث یې زړونو ته کوز کړی او احساس ته د منلو وړ ګرځولی دی.
څرنګه چې دا ناول د یوې ایډیالې ټولنې نقشه باسي، نو پر محتوا باندې یې بیخي ډېرې خبرې کېدای شي. د مثال لپاره به د کلي د مکتب د سپین ږیري استاد څو توصیې یادې کړو چې شاګردانو ته یې کوي:« جامې او د خوړو لوښي مو پاک ساتئ. د ډوډۍ تر خوړلو مخکې او وروسته په اوبو او صابون پاک او سوتره لاسونه مینځئ، ان شاالله چې ناروغۍ به نه در نږدې کېږي.هر کار په احتیاط کوئ، هسې نه یا ځان خوږ کئ او یا هم لوښي درنه مات شي. که چېرته خدای مه که زخمي شوئ، خاورې، ایرې او نور شیان مه پې اچوئ. زخم په پاکه ټوټه وتړئ چې ګزک نه شي. که ډاکتر او کلنیک ته ناروغ رسېدای شي، بایده دي چې زر ورسول شي.»
دا خبرې په درسي کتاب کې نه وي خو استاد یې شاګردانو ته لازمي بولي. یعنې په ناول کې د ایدیالې ټولنې د لرلو لپاره د مناسب مکتب د لرلو فکر هم کېږي. په پرمختللې نړۍ کې علم له واقعي ژوند سره نسبتا زیات غوټه وي او زده کوونکو ته هغه څه زیات ورښودل کېږي چې په عمل کې د دوی په ژوند مثبت اثر پرې ایستلی شي، لکه همدا پاسنۍ جملې، خو زموږ معارف او علمي، تحقیقي مرکزونه ترډېره حده، د تېرو پېړیو په شان، علم ته له عملي ژونده د یو نسبتا بېل شي په سترګه ګوري چې په دې کې تاوان دی.
د ایډیالې ټولنې د جوړونې ادبي آثار ممکن په روان حالت باندې ښکاره نیوکه ونه کړي، خو په اصل کې په روان حالت د نیوکې لپاره لیکل کېږي.
دغه ناول د ژبې د ښکلا او استادانه استعمال له نظره هم یوه کمسارې خزانه ده. موږ طبعا هر یوه پښتو زده ده او لیکل، لوستل ورباندې کوو خو د حافظې عادت دی چې یوازې یو محدود شمېر لغتونه سمدستي رایادېږي، نور مو که زده هم وي، د حافظې شاتنیو خونو ته استولي وي. لکه د لوی کور په تحویلخانو او پس کوټو کې چې ډېر څه لرو، خو سمدستي رانه هېر وي او په عمل کې استفاده ورنه نه شو کولای. د عالي آثارو لوستل د ژبې د هېرې یا نیم هېرې برخې د بیا رایادولو او استفاده ورنه کولو ښه فرصت رابخښي. ما د کاروان صاحب له ناوله له همدې نظره هم استفاده وکړه. په ناول کې لولو چې:« ده د یوې ډېرې لویې ونې کیسه داسې راواخیسته.» دا جمله به ما داسې لیکله:« ده د یوې ډېرې لویې ونې کیسه داسې وکړه.» ما به ځکه داسې کول چې «کیسه را اخیستل» مې د حافظې په شاتنیو کوټو کې پراته وو، حال دا چې د (کړل) فعل ډېر زیات تکرارېږي او معادل فعلونه یې، لکه د کاروان صاحب په جمله کې، نثر ښکلی کوي. دغه شان زما په حافظه کې « سترګې غړول» حاضر وو خو «سترګې ګرځول» غیرحاضر وو. کاروان صاحب لیکي: « پاچا په حکیمانه نظر په حاضر مجلس کې سترګې وګرځولې.»
موږ وایو « د هغې مخ له حیا سور شو.» خو کاروان صاحب لیکي چې:« د غرڅنۍ پر مخ د حیا سره تلل او راتلل.» دلته یوازې د فعل تنوع نه وینو بلکې (د حیا سره) ژوندي احساسوو چې حرکت کوي او په دې ډول یې په لوستونکي باندې اثر زیاتېږي. دغه کتاب د فعلونو د «ژوندي کولو» له نظره هم عالي مثالونه لري.
د ښکلو، شاعرانه تصویرونو جوړول خو هسې هم د کاروان صاحب همیشنی هنر دی او مثال راوړلو ته یې شاید اړتیا نه وي، مګر د خپل بحث د بشپړتابه لپاره یې صرف یو مثال راوړم:« د اوښکو څاڅکي یې د سپوږمۍ رڼا ته لکه دوه واړه شبنمي ستوري وځلېدل.»
د دنیا په ادب پوهنځیو کې د نالونو او کیسو لوستل او شنل د درس یوه مهه برخه جوړوي. کاشکې زموږ په هېواد کې هم دې شي ته توجه زیاته شي او یوه ورځ خبر شوو چې محصلانو ته (شنه غمي ولا جلکۍ) تدریس کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.