سیلۍ بیا په نوي یون ده

هاجره حرکت

204
سیلۍ سړه ده لګیدلې
وږم بل شان وسوسو کې
سوړ او خوږ دی
ښوریدنکی ځغلیدونکی
رسوي د بدلیدو حال
ښکاري داسې
چې حال وایې:
زه پیغام یم د ژوندون
پړاوو  بل را اړومه
الوتونکي خیال وزر کې
ان تر وړاندې لټوومه
هیلو څرک څرک
په هر لور کې
ښکته پورته
سرګردانه، لالهاتده
انسانې احساس
ژورې ته کښیوځم
خوږې سترګې را پرانیځم
او د مینې په خوږ لاس
یتیم اوښکې وچومه
ولږه تنده ټولومه
تلونکې پوهه ستنوومه
د وطن پر خړه خاوره
پټې سترګې تورومه
تورتمونو ته مو شا کړم
د حاکم له غوړې وازدې
ستاسې ژوند خړوبومه
تش دې ټکې ته یې پام کړمه
چې ټولنه پر علومو سمبال نه شي
هلته هر ډول جوړښت
ړنګیداي او خواریداې شي
د پردو په لاس چټک
دوي بیا څلې خرڅیدایې شي
د زورواکي پټې سترګې
حقیقت ته را پرانیزم
حرص ترې وړمه
او مړښت ورته راوړمه
د وطن د نوي نسل
ویجاړ حال را یادومه
له ناورینه ډکو پایلو
یې له اوسه خبرومه
مړ ضمیر یې پاڅوومه
د سهار سپیده چاود کې
سباوون راښورومه
لمر زرینو وړانګو ځل کې
د اسمان په غیږ کې وریځو
ټیل ماټیل را جوړومه
چې ورښت بیا ترې راشیوه شي
د باران له هر یو څاڅکي
ښه توده ګڼه شیبه شي
د بوډۍ په رنګین ټال کې
په سړه خوږه وږمه کې
مهاجرو مرغکیو
په چغار کې د چینچړو
 توراڼکو الوتو کې
زاڼي بیا جوپه جوپه شي
پر اسمان کړي لیکې جوړې
ستنیدونکې توتکۍ
پر خټینو ځالو سر شي
سوړ موسم کې بیدودوته یې
خپل سکون ښه برابر شي
باد په خپل ښکر تل په ځعاسته
ښکته پورته بل خوزون ته
کایئناتو کې بدله ساه پوکې
په څپیړو یې وړي سکون ته
سرې غوټۍ په وچیدو شي
پاڼې شین رنګ واړوي
زرغونه ونو جامې کړی
زیړې سرې او څپڅپاندې
بلبل هم په چوپ کیدو شي
فصل یل په ښکاریدو دی
طبیعت ځي ارامتیا ته
سیلۍ بیا د راتګ غږ کړي
له جمود وروسته راګرځم
هیلې نورې پنځوومه
نوی ژوند په تلوسه کې لټوومه
ولاړ حال به بدلولمه
بیا شین  شال را لیږدومه
پر غره سمه یې ښورومه
فلسفه د نوي ژوند به غږومه
بل پړاو را اړومه
تل په دې بدلون کې یمه
نوی څرک رالټوومه
نوی څرک را لټوومه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.