د آزادۍ قیمت

حفیظ الدین پیرزادہ

172

نن د پاکستان او سبا زموږ‎ د آزادۍ ورځ دہ.
د پاکستان د آزادۍ په اړ‎ہ مرحوم غني خان ویلي و:
منمه د جناح کاکا چې پوخ خانَک ته راغی
له ډبه له کوتکه، له گولو نه خبر نشو
خو، زموږ‎ په اړ‎ہ شاعر وایي:
آزادۍ ته ھسې نه یو رسیدلي
موږ‎ په دې لار کې شیندلي دي سرونه

شاعر رښتیا وایي، افغان ولس د امریکایي اشغال څخه د خلاصون په لارہ کې ستر قیمت ادا کړ‎ی او لا یې ادا کوي.
د ااا د خپل واک په څلورو کلونو کې داسې ستر مثبت او منفي کارونه وکړ‎ل چې د افغانستان په تیر سل کلن تاریخ کې یې بیلگې نشو موندلای!
د قوشتیپې پروژہ، او په شمال کې د افغانستان د اوبو مھار چې له برکته به یې نیم میلون ھکتارہ ځمکه خړ‎وبه شي داسې یو ستر خدمت دی چې موږ‎ یې د افغانستان په ټول معاصر تاریخ کې مثال نلرو، خو د افغان جونو پر مخ د عصري تعلیم، تحصیل او کار دروازې تړ‎ل بیا یو داسې منفي کړ‎نه دہ چې د دې بیلگه ھم د افغانستان په معاصر تاریخ کې که د سقاو د زوی نھه میاشتنۍ دورہ ترې وباسو، نشته!
د ااا چې مخالفینو ته د عمومي عفوې کوم فرمان صادر کړ‎، نذیر یې نه یواځې د افغانستان په تاریخ کې نه موندل کیږ‎ي بلکې د غرب په تاریخ کې مې ھم چرته نه دی تر سترگو شوی خو په کومه پیمانه د افغانستان روڼ اندی، مسلکي او تحصیلیافته پوړ‎ چې د امارت په دور کې وطن پریښود یا پریښودو ته اړ‎ کړ‎ای شو، دومرہ ښایي د ھیڅ ډلې د واک پر مھال نه وي مھاجر شوی!
د واخان، کندھار، کابل، ھرات سړ‎کونه جوړ‎ول او رغول، د پاشدان بند او نورو په سلونو وړ‎ې غټې پروژې ھغه ھم د خپل وطن پر اقتصادي مټ پر مخ بیول، داسې یو ستر شاھکار دی چې د امارتي چارواکیو، حب الوطني، صداقت، او د خدمت جذبه پکې له ورایه ښکاري خو له بلې خوا د قدرت انحصار، میم زر ما ټوله د ملا باندې ھم سترگې نشي پټیدای!
موږ‎ په تیرو سلو کلونو کې داسې قوي، مستحکم، مرکزي حکومت چې حُکم یې پر ټول افغانستان علی السویة چلیږ‎ي، نه دی لرلای، خو دا ھم یو تریخ حقیقت دی چې د بیان پر آزادۍ اوسنۍ پابندۍ په ځانگړ‎ي ډول د شریر گاونډي پر خلاف د حق آواز په تیرې یوہ پیړ‎ۍ کې ھم داسې نه و زیندۍ شوی!
افغان ولس د اوسني مثالي امنیت بیلگه په روانه پیړ‎ۍ کې څه ان د احمدشاہ بابا په دور کې ھم نه وہ لیدلې خو د بیکارۍ، فقر، غربت ، او ناھیلۍ روان حالت ھم ښایي بې جوړ‎ې وي!
د مخدرہ توکو کرکیله مھارول او د میلونونو معتادینو معالجه داسې یو عظیم خدمت و چې تیرو حکومتونو د خپلو ټولو پریمانه امکاناتو سرہ سرہ و نشوہ کړ‎ای خو اسلامي امارت پخپلو محدودو امکاناتو دا اتلولي پخپل نوم ثبت کړ‎ہ لیکن بیا ھم کروندہ گرو ته یې د بدیل معیشت په وړ‎اندې کولو کې پاته راغی.

افغان ولس د خپلو بچیانو د سرونو په قیمت استقلال حاصل کړ‎.
موږ‎ د آزادۍ د حصول پور پرې کړ‎ او اوس یې د ساتنې قیمت د برحال حکومت د ځینې منفي کړ‎نو په صورت کې اداء کوو!
مرحوم استاد الفت وایي:
آزادي که خیراتي وي، یا د چا مھرباني وي
افتخار به پرې ونکړ‎ي، که ھمت یې افغاني وي
قرباني چې پکې نه وي، ھغه کله لوی اختر دی
لوی اختر سرہ تړ‎لې ډیرہ لویه قرباني وي

د استقلال د استرداد څلورم کال دې په خپلواکۍ مئین ټول افغان ولس ته مبارک وي!
لایزال څښتن دې زموږ‎ خپلواکي د څلورو کلونو پر ځای، څلور زرہ کلنه کړ‎ي، امارت ھم!
____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۱۴/ ۲۰۲۵ م
دوبلین،آیرلینډ

د شانگھای کنفرانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.