مخینه:
په ۱۹۹۶ م کې پنځه ھیوادونو، چین، روسیې، قزاقستان، قرغیستان او تاجکستان د سیمه ایزې ھمکارۍ د لا ښه کولو لپارہ د یوہ سرمشریز بنسټ ډبرہ د شانگھای پنځه تر نامه لاندې کیښودہ. بیا څه مودہ پس، ازبکستان ھم ورسرہ یو ځای شو.
په جون ۲۰۰۱ م کې شانگھای پنځه د شانگھای د ھمکاریو پر سازمان ( SCO ) بدل شو او په ۲۰۱۷ م کې یې ځینې نور غړي؛ ھند، پاکستان، ایران، بلاروس ھم ور زیات شول. تر دې دمه، لس ھیوادونه یې غړي، دوہ ناظرین ( افغانستان او منگولیا ) او څوارلس نور یې د خبرو اترو او ډائیلاگ گډونوال دي.
موخه:
سرہ له دې چې دا سازمان د سیمه ایزې ھمکارۍ، اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ټیکاو او تروریزم د مخنیوي په ھدف را منځته شوی خو اصلي موخه یې بیا ھم په سیمه کې د ناټو او امریکا د نفوذ مخه ډب کول دي.
د شانگھای کنفرانس د مساحت، او نفوس له مخې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر جوړښت دی چې د ټولې نړۍ نژدې ۲۴ سلنه خاورہ، ۴۲ سلنه نفوس او ۳۶ سلنه سړي سر جي ډي پي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
افغانستان د شانگھای ھمکاریو سازمان په سرمشریزو غونډو کې د ناظر په توگه له جون ۲۰۱۲ م څخه گډون کاوہ خو د امارت له راتگ څخه پس تر دې دمه، غیر فعال پاته شوی.
د شانگھای راتلونکې سرمشریزہ غونډہ:
دا غونډې چې د غړیو ھیوادونو ولسمشران ھم پکې گډون کوي، په کال کې یو ځل دایریږي.
پتئیل شوې سږنۍ غونډہ یې د چین په تیانجن ( Tianjin ) ښار کې د دوہ ورځو لپارہ د اگست له یو دیرشمې څخه منعقدہ شي.
امارت او د شانگھای غونډہ:
د دې غونډې د اجنډا ھرہ سکالو نیغ په نیغه زموږ په ملي گټو اثر پریباسي نو گډون پکې حتمي دی.
که زموږ د بھرنیو چارو سیاسي پنډتان په زړونو کې دا پټه ویرہ لري چې گواکې شرکت به پکې زموږ ناپئیلتوب متضرر کړي او یا به د دوحې د تړون سرہ په تضاد کې واقع شي نو ځواباً وایم: نه، داسې نه دہ. زموږ د ملي گټو تأمین او پر ھغو ترکیز موږ ھیڅکله د ناپیئلو ھیوادونو له کتار څخه نه وباسي او نه د دوحې په تړون کې داسې څه شته چې د دا شان اقتصادي، او سیمه ایز امنیت په غونډو کې دې زموږ مخه ډب کړي.
احتیاط ښه دی خو مضر احتیاط او نا مطلوب مصلحت به مو دا سرلوړی او فاتح ولس مغلوب، سرکوزی، او موږ به ورسرہ د جمھوریتیانو په برخلیک اخته کړي. که د امریکا د خوابدۍ ویرہ وي نو بیا جمھوریت چې موږ د غرب لاسپوڅی باله، څرنگ پکې شرکت کاوہ؟!
که ناپئیلتوب پرې متضرر کیږي نو بیا څرنگ نور ناپئیلي ھیوادونه لکه بلاروس، بنگله دیش او آذربایجان پکې گډون کوي؟
د گډون گټې:
که د ااا وتوانیږي شرکت پکې وکړي، نو د ډیرو نورو ھغو تر څنگ، لاندې گټې ترې تر لاسه کیدای شي:
۱- زموږ گډون به پکې د ناظر په توگه وي خو موږ کولای شو د خپل فعال دیپلوماتیک حضور له لیارې له غړیو ھیوادونو سرہ د مستقل غړیتوب او رسمیت پیژندنې مسائل مطرح کړو
۲- دا به د رسمیت پر لور د یوې نوې کړکۍ د پرانستلو مؤثرہ ھڅه وي
۳- زموږ حضور به موږ ته دا موکه برابر کړي چې خپله داعیه پخپله پر مخ یوسو او په دې وسیله به د ھغو شریرو گاونډیو مخه ډب شي چې تل یې په داسې غونډو کې زموږ د ناسوبتیا له امله زموږ غلط او مضر استازیتوب کړی
۴- د شانگھای کنفرانس په غونډو کې گډون به موږ ته د دې سازمان له ھغو پراخه مالي، تخنیکي فنډونو او مسلکي پرسونل څخه د گټې پورته کولو فرصت برابر کړي چې د کنفرانس غړي ھیوادونه یې په ځانگړي ډول د امنیت، تروریزم او مخدر ہ موادو د مخنیوي لپارہ کوي.
۵- موږ به وکولای شو د ناظر گډون له لیارې د مستقل غړیتوب پر خوا لاړ شو او د غړیتوب له لیارې خپل ناپئیلتوب ثابت کړو، او په دا رنگ خپل نړیوال باور لا غښتلی کړو. ځکه د کنفرانس د مستقل غړیتوب په شرایطو کې دا ھم دي چې غړي ھیوادونه به یې آزاد، مستقل، او خود مختار وي او د ھیڅ پوځي سازمان غړیتوب به نلري.
د گډون ستونزې:
څو ورځې وړاندې د افغانستان د بھرنیو چارو وزیر د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته روان و چې د سفري احضاراتو په نویمه دقیقه کې پرې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د سفر بندیز ولگول شو.
ھمدا کار د ایران له ولسمشر سرہ چې کابل ته راتلل، ھم وشو.
د پاکستان حکومت د متقي د سفر ځنډیدو پر لامل گونگی دی خو افغان لوری یې تخنیکي ستونزہ بولي.
ماته د دې او ایراني ولسمشر پزشکیان د سفر لغو کیدو تر شا ھم د پنجابي اسټبلشمنټ رذالت او منافقت ښکاري.
پنجاب غواړي امارت ته پیغام ورکړي چې که یې خبرې او فرمایشونه و نه منل شي، ھغوی ھر مھال او په ھر رنگ کولای شي د امارت او مشرانو په وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي.
کله چې د امارت مشران د ھیواد څخه بھر په سفر ځي، معمول دا دی کوربه ھیواد د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د د ھماغو مشرانو لپارہ د سفري اجازې تر لاسه کولو په پار، وار د مخه غوښتنلیک استوي چې د سفر بندیز د یوہ مالومې مودې لپارہ لیرې کړي.
د امنیت شورا د دې کار لپارہ یو ځانگړی کمیسون ټاکلی او ھغه کمیسون بیا د سفر اجازہ ورکوي. د بیلگې په توگه زموږ د کورنیو او دفاع وزیرانو سعودي ته د عُمرې سفرونه چې څه مودہ وړاندې تر سرہ شول.
پاکستان اوسمھال د امنیت شورا د مؤقت غړي په توگه د نوموړي کمیسون مشري ھم په اختیار کې لري؛ په دې حساب نو پاکستان، خپله خپل ځان ته عارض شوی او خپله عریضه یې بیا خپله مسترد کړې.
“ ھم مې ووژني پخپله، ھم پر ما باندې ژړا کا
څه ښه یار دی، ښه یې مینه، وژل ھسې شیون ھسې”
“خوشال بابا”
څه باید وکړو؟
د شانگھای غونډہ د افغانستان او امارت لپارہ په سیمه ایزہ او نړیواله کچه د مطرح کیدو او ځلیدو یو بھترین فرصت دی چې باید ضایع نشي.
ښایي د افغانستان دښمنان د موانعو ایجادولو ھڅې وکړي. افغان حکومت که یې لا د مخکې څخه امادگي نه وي پیل کړي، باید سمدلاسه ھمدا اوس لاس په کار شي. امارت باید کمه له کمه پر لاندې درې بدیلونو کار وکړي:
۱- چین وھڅول شي چې د امنیت شورا څخه زموږ د بھرنیو چارو لوړ پوړو چارواکیو ته وار له مخې اجازې واخلي
۲- موږ د بیجینگ په افغان سفارت کې د ھمدا اوس څخه د خپلو تکړہ او مجربو دیپلوماتانو حضور زیات کړو، چې که د کابل څخه مشرانو ته د سفر اجازہ ورنکړل شي، په چین کې موجود دیپلوماتان یې د شانگھای په غونډہ کې تشه ډکه کړي
۳- موږ په امارت کې نور داسې تکړہ، کارپوہ چارواکي لرو چې نه یې پر سرونو جایزې پرتې دي او نه بھر ته د تگ لپارہ د امنیت شورا یا بل کوم لوري اجازې ته اړ دي. دا چارواکي که په پوھه، تجربه، ژمنتیا، تقوا او وطن دوستۍ که تر اوسنیو لوړ نه وي، نو کم ترې په ھیڅ صورت نه دي.
که موجودہ چارواکیو ته د سفر اجازہ نه ورکول کیږي نو دا نور یې چې دا ستونزہ نه لري، باید پر ځای لاړ شي.
امارت باید د افرادو پر ځای موخو ته ترجیح ورکړي. زموږ بھرنی سیاست باید نور د فردي انحصار څخه را ووځي.
د یوې سپږې لپارہ ټول پوستین ته اور اچول نه د امارت پخیر دی او نه د ملت!
و ما علینا الا البلاغ المبین
________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۸/ ۲۰۲۵ م
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.