‎د پاکستان اوسنی کړکیچ او زما اندیښنې

204

پاکستان د نړ‎ۍ پر مخ د ډیرو پوروړ‎یو ھیوادونو په لومړ‎ي کتار کې لکه شخ سترگی، بې حیا سوالگر په ھسکه غاړ‎ہ ولاړ‎ دی.
د پاکستان مرکزي بانک د نشر شوي راپور له مخې اسلامي (!) جمھوریت به د ۲۰۲۵ م کال د دولس میاشتو په اوږ‎دو کې پخپلو پورونو او پر ھغو د راغلي سود اقساط څه د پاسه دیرش (30.35 )بیلیونه ډالر ورکوي.
تیر کال یې د خپل پور د قسطونو او پر ھغه د راغلي سود په ورکړ‎ہ کې ستونزہ لرله، بیا چین، سعودي او اماراتو شپږ‎ بیلیونه ډالر چې ډیری یې پور او لږ‎ خیرات و، ورکړ‎ او په دا رنگ یې د اقتصاد سورۍ کښتۍ په موقته توگه له ډوبیدو وژغورل شوہ.
اوس یې بیا لږ‎ ناړ‎ې تیرې شوي، ځکه د پیسو وجھي صندوق یا آی ایم ایف ورته د خپل یو ځانگړ‎ي پروگرام (EFF) له لیارې د ۷ بیلیونه ډالرو پور ورکول تائید کړ‎ي. پاکستان باید دا پور به په ۳۷ میاشتو کې بیرته اداء کړ‎ي.
که لږ‎ ځیر شو، و به وینو پاکستان په یوہ داسې دَلدل کې نښتی چې د خپل پور قسطونه د نورو پورونو پر اخیستلو ورکوي او ھر ځل چې نوی پور اخلي، تر تیر پور یې شرائط سخت او د سود سلنه لوړ‎ہ وي.
پاکستان څو ځله ھمداسې د اقتصادي کړ‎کیچ په لومه کې نښتی خو په سیمه او په ځانگړ‎ي ډول افغانستان کې داسې څه پیښ شوي چې د ھغه د خدماتو ضرورت احساس شوی.
لومړ‎ی پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل او بیا د یولسم ستمبر حادثې، په سیمه کې د امریکا حضور حتمي کړ‎ او دواړ‎ہ ځلې یې د پاکستان متزلزل اقتصاد د لا زیات پریوتو نه وژغورہ.

زما اندیښنې:
د افغانستان څخه د امریکا تیښتې، د سیمې جیوپولیتیک او سوشیو اکنامیک حالت بدل کړ‎. اوس نور پاکستان ھغه اھمیت نلري چې د شوروي اتحاد او ورپسې د امریکا د اشغال پر مھال یې درلود.
زہ اندیښنه لرم، ښایي پاکستان چې په منافقت، دوہ مخیتوب او رذالت کې
پي ایچ ډي لري، دا ځل د نړ‎ۍ په سترگو کې د خپل بایللي جیوپولیتیک اھمیت د اعادې او د خپل قتصادي آکر د بھتروالي لپارہ یوہ د دې لاندې نسخو څخه پکار واچوي:
۱- په پښتونخوا کې کوم مناسب ښار یا سیمه چې د افغانستان سرہ نژدې وي، پخپله د آی ایس آی لخوا جوړ‎و شویو طالبانو ته پریږ‎دي.
د کویټې قزلباش اڅکزیو او چارسدې میلوخیلو ته په پارلماني سیاست کې د ونډې ورکولو په بدل کې د پښتنو په څه نا څه د مصروف ساتلو حکم وکړ‎ي.
منظور خیلو ته ووایي نور ھم خپلو پرلتونو، چیغو، سورو، سندرو، ډانسونو او جرگو ته کش ورکړ‎ي او پاکستان پر نړ‎ۍ د مرستې غږ‎ وکړ‎ي، خپل اټوم د افراطیانو لاس ته د لویدو او د نړۍ امنیت تر گواښ لاندې وښئیي. تر څو غرب ورسرہ د ترھگرو پخلاف د پوځي عملیاتو لپارہ مالي مرسته وکړ‎ي.
دا کار به څو گټې ولري:
الف: د پاکستان لړ‎زاندہ اقتصاد ته به استقامت و بښي.
ب: داسې افراطي او استخباراتي اسلام به په سیمه مسلط کړ‎ي چې پخپلو سخت دریزو تگلارو لکه د جینکیو پر مخ د زدہ کړ‎و دروازې تړ‎ل، ږ‎یرې په خلکو جبراً یا کرھاً پریښودل، مسلکي او علمي کدرونه شړ‎ل او پر ځای یې ملایان مقررول او نور به د ولس زړ‎ہ له حقیقي شرعي نظام تور او د پاکستاني طالبانو رښتینی تحریک به بدنام کړ‎ي. تر څو ولس ورسرہ د مرستې څخه لاس واخلي او پوځ وتوانیږ‎ي تدریجاً یې کمزوری او بیا له منځه یوسې.
ج: د ھمدې اړ‎ودوړ‎ څخه پر گټه اخیستنې د پښتني سیمو پر طبیعي زیرمو د پوځ کنترول تداوم پیدا کړ‎ي.
د: د خپل خراب امنیت پړ‎ہ پر افغانستان واچوي او نړ‎ۍ ته دا وښئیي چې افغانستان اوس ھم د نړ‎یوال تروریزم ځاله او سرچینه دہ تر څو ھمداسې منزوي پاته شي او پنجاب ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوھنې لا قوي جواز په لاس ورشي.
ذ: پنجاب ته د خپل ازلي دښمن ( پښتون ) د ځپلو یو نوی فرصت په لاس ورشي.
۲- پاکستاني رسنیو یو ناتائید شوی خبر خپور کړ‎ چې په پاکستان کې د تیلو ډیرہ سترہ زیرمه کشف شوې. ټرمپ یې ھم په اړ‎ہ دلچسپي ښودلې دہ.
موږ‎ ټول په دې پوھیږ‎و چې پاکستان دومرہ تیل ھم نه لري چې خپلې اړ‎تیاوې پرې پورہ کړ‎ي.
د پاکستان د تیلو ورځنی استخراج شاوخوا ۸۸۲۶۲ بیلرہ دہ او ورځنۍ اړ‎تیا یې ۵۵۶۰۰۰ دہ. چې دا استخراج د پاکستان د خپلو اړ‎تیاو شل سلنه ھم نه پورہ کوي.
په داسې وخت کې چې پاکستان مجبور دی تیل له ایران، روسیې او نورو ھیوادونو را وارد کړ‎ي، د پاکستان په اومه تیلو کې د ټرمپ او امریکایانو دلچسپي څه مانا لرلای شي؟!
زما دویمه اندیښنه ھمدا دہ ھسې نه پاکستان دا ځل شرط زموږ‎ پر سر لگولی وي!
ھسې نه زموږ‎ طبیعي زیرمې د تیلو په شمول لکه د ډبرو سکارو پڅیر زموږ‎ څخه پریمانه او ارزانه را ونیسي او په ټرمپخیلو یې وپلوري!
پاکستان د یږ‎ې پڅیر دی، ھم یې د ھگیو اچولو او ھم د بچیانو زیږ‎ولو امکان شته!
الله عزوجل دې زما دا اندیښنه غلطه ثابته کړ‎ي! امین
والله المستعان
__________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۴/ ۲۰۲۵ م
لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.