کله چې د طنز په هکله خبرې کوو، لکه چې د عزيزنسين په هکله خبرې کوو او کله چې د عزيز نسين په هکله خبرې کوو، لکه چې د طنز په هکله غږېږو!
ترکی عزيزنسين په شلمه پېړۍ کې، د نړۍ داسې يو ليکوال و، چې په سلګونو طنز کيسې يې ليکلي او ستر نوم لري.
د طنز ليکوال کار هغه کيمياپوه ته ورته دی، چې په خپل لابراتوار کې ترخه زري (زهري) توکي سره يو ځای کوي او په ډېرو ستونزو يې په خوږو داروګانو اړوي.
طنز ليکوال له سترنزو او کړاوونو څخه خندا ټوکوي.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر ظاهر ايوبي وايي چې (طنز هغه هنري هستونه ده چې په هغه کې ټولنيز انتقاد، خندا او ډېره مبالغه داسې سره يو ځای کېږي، چې ښکلاييزو اړخونو ته يې پام وشي). له دې تعريف څخه ښکاري چې طنز درې برخې لري:
۱- ټولنيز انتقاد،
۲- خندا،
۳- مبالغه (حتی اغراق)،
الف: انتقاد د طنز لومړنی جوړونکی توکی دی. له هغه ځايه چې طنز ټولنيز خصلت لري: انتقاد هم ټولنيز دی او ټولنيزو نيمګړتياوو ته ګوته نيسي.
که په دې نېمګړتياوو کې کوم چا لکه ښاروال، څارنوال، روغتياپال يا نورو چارواکو ته د انتقاد ګوته نيول کېږي دا ځکه چې دا سړی ټولنيز مسووليت لري؛ خو د يو فرد په توګه د درناوي وړ دی.
ب: طنز په حقيقت کې ټولنيز دردونه په خندا اړوي. په بله ژبه طنز ليکوال د خپلو سترګو اوښکو ته په خندا رنګ ورکوي او خپلو لوستونکو يا ليدونکو ته يې وړاندې کوي. خندا په طنز کې د وسلې په شان ده. طنز د دې له پاره نه ليکل کېږي چې خلک وخندوي؛ بلکه اصلي هدف يې دا دی چې خلک د ټولنې پرمختګ، د ټولنيزو نېمګړتياوو سمون، ويښتابه او سمې ټولنيزې روزنې ته وبولي. داسې خندا چې له فکر څخه پيدا کېږي، د با فرهنګه انسان د بنسټيزو اړتياوو څخه شمېرل کېږي او انسان له ستونزو څخه ساتي.
دلته بايد دا خبره ياده کړو چې طنز يواځې د دولتي چارواکو يا د قدرت د نورو اربابانو په وړاندې نه درېږي، طنز د ټولنې ساده وګړی هم له ياده نه باسي او د دوی ځينو کړو وړو ته د کره کتنې ګوته نيسي د مثال په توګه د خلکو په منځ کې بې خونده اړيکې، وروسته پاتې دودونه، شاتګ پالنه او داسې نورې ټولنيزې ناحوالې، د طنز په توره ځپل کېږي او خلک سمې لارې ته بولي.
طنز په داسې حال کې چې موږ خندوي، موږ ژړولی هم شي. تاسو به د چارلي چاپلين د ټوټو د کتلو په وخت کې هم خاندئ او هم به ژاړئ؛ ځکه چې هغه د خپل وخت د خلکو د ژوند ناخوالې او بدمرغۍ د طنز په ژبه بيان کړي دي. طنز شوخي يا فکاهي ته نه ويل کېږي چې يواځې د خلکو د خندولو په موخه جوړېږي.
خندا په درې ډوله طنز کې شته: ادبي طنز، ژورنالېستکي طنز او انځوريز يا تصويري طنز.
په ادبي طنز کې د انساني ژوندانه سترې مسلې د ادبي تصنعاتو (رمز، کنايه، استعاره او اسطوره) په چوکاټ کې ساه اخلي او انځورېږي. په دې ډول اثارو کې خندا ډېره ښکاره نه وي؛ خو ليکوال هڅه کوي په داسې حال کې چې خپل لوستونکي فکر ته اړ باسي او هغه د ټولنيزو ستونزو او ناخوالو حل ته هڅوي، د دوی په شونډو باندې خندا هم راولي؛ ځکه چې خندا د ژوند مالګه ده او اوسني طبيبان يې د روغتيا د پاره ډېره ګټوره او اړينه بولي.
په ژورنالېستيک طنز کې خندا ډېره ښکاره – بربنډه او په کړس وي. ژورنالېستيک طنز د دې له پاره ليکل کېږي چې ټولنيزې ستونزې په بربنډه توګه برسېره کړي. داسې طنزونه په ورځنيو ټولنيزو ستونزو او ناخوالو څرخي او غواړي ووايي چې دا ستونزې له منځه تلونکي دي. لکه په سرکاري دفاترو کې رشوت، د برېښنا نشتوالی، په ښاري بسونو کې ګڼه – ګوڼه او داسې نور. په دې ډول اثارو کې هم له ادبي تصنعاتو څخه کار اخيستل کېدای شي.
په انخوريز طنز (کارتون، تياتر، سينما، نقاشي او داسې نور) کې د ادبي طنز او ژورنالېستيک طنز له ځانګړتياوو څخه کار اخيستل کېږي.
ج: مبالغه: د بديع د علم له نظره مبالغه درې ډوله ده:
– تبليغ: دا هغه مبالغه ده چې د عقلي او عملي پلوه کېدونکي وي.
– اغراق: دا هغه مبالغه ده چې يو کار له عقلي پلوه کېدونکی وي؛ خو عملي امکان نه لري.
– غلو: دا هغه مبالغه ده چې له عقلي او عملي پلوه نه کېدونکي وي.
که چېرته د طنز ليکوال په خپل کار کې تش تبليغ وکړي، ډېر هنري ارزښت به و نه لري؛ ځکه چې شوې پېښې به کاپي کوي او که له غلو څخه کار واخلي، له ټولنيزو واقعيتونو څخه به ډېر لېرې شي او انساني دردونه به د ليکوال په کار کې ډېر افراطي غبرګون ولري؛ ځکه نو ډېره ښه لاره دا ده چې ليکوال په خپل کار کې له اغراق څخه کار واخلي او خپل طنز په هنري ګاڼه سمبال کړي.
طنز د دې له پاره ليکل کېږي چې د انساني ټولنې نېمګړتياوې، ستونزې او کړاوونه د انتقاد او خندا له لارې له منځه لاړ شي او خلک ډېرو برياوو او نېکمرغيو ته ورسي.
اوس به د ترکې نامتو ليکونکی عزيزنسين په هکله خبرې وکړو.
محمت نصرت (محمد نصرت) چې د عزيزنسين په نامه پېژندل شوی، د ترکې په استانبول کې زېږېدلی دی. وايي چې پلار يې په ( انادولو) کلي کې اوسېده؛ خو په ديارلس کلنۍ کې ځکه استانبول ته راغلی، چې د ده له مور سره چې هغه هم اصلا د انادولو وه او په استانبول کې اوسېده، په ځوانۍ کې واده وکړي او دی وزېږوي!
محمت نصرت په کال ۱۹۹۵ کې، د لومړۍ نړيوالې جګړې په يوه خونړۍ ورځ (د دسمبر شلمه) د استانبول په څنډه کې، د (هيبلي) په ټاپو يا په بله ژبه د اعيانو او اشرافو په کلي کې زېږېدلی دی. دی ليکي چې د ده پلار په دې ساړه، تفريحي ټاپو کې د استوګنې وس نه درلود؛ خو له هغه ځايه چې اعيان او اشراف له خدم او حشم پرته هوسا ژوند نه شي کولای؛ ځکه نو د دوی وړې کورنۍ ته دا نېکمرغي په برخه شوې وه چې هلته کار وکړي او ځان ته ډوډۍ پيدا کړي!

د عزيزنسين پلار په هيبلي کې د ښاروالئ مامور و. دی ليکي چې مور او پلار يې په ده (نصرت) نوم اېښی و چې په راتلونکي کې بريالی وي. (نصرت) په عربي کې د بريالتوب مانا ورکوي. دی وايي چې اسپارتانو به خپل ډنګر او کمزوري ماشومان په خپله له مينځه وړل؛ خو د ده له کورنۍ سره طبيعت دا مرسته کړې وه، چې څلور کمکي وروڼه يې د لوږې، تندې، ناروغتياوو او نورو کړاوونو له امله په خپله مړه شي؛ خو دا يو دی و چې په اسانه به نه مري او ژوندی به پاته کېږي!
محمت نصرت په کال ۱۹۲۲ کې ښوونځي ته ولاړ. شپږ کاله يې درس ولوست او خپلې لومړنۍ زده کړې يې هلته بشپړې کړي. دا ښوونځي هغه وخت بېوزله زده کوونکو ته په ليليه کې درې وخته وړيا ډوډۍ ورکوله.
په کال ۱۹۳۳ کې په ترکيه کې داسې يو قانون نافذ شو چې هر چا بايد نوم او تخلص درلودلی. دی وايي چې هغه وخت ترکانو ډېر په وياړ ځانونو ته اروپايي نومونه او تخلصونه غوره کول؛ خو محمد نصرت ځان (نسين) وباله چې د (څوک يې؟) مانا ورکوي.
محمت نصرت په کال ۱۹۳۸ مې د ترکيې د پوځ افسر شو. دی خپله وايي چې دا داسې يوه ورځ وه لکه يو بل ناپليون چې زېږېدلی وي!
محمت نصرت په همدې مياشتو کې په داسې وخت کې، په سياسي ليکونو او شعر ویلو لاس پورې کړ چې په کور کلي کې باسواده خلک لږ و. دی وايي چې يوه ورځ د ترکيې ستر شاعر ناظم حکمت ورته وويل جې شعر پرېږده او ليکوال شه. دی په ټوکو وايي لکه چې ناظم حکمت نه غوښتل چې ده ته يو پياوړی سيال وټوکېږي؛ خو دی وايي وروسته يې شعر په دې پرېښود چې د شعر د ستروالي، سپېڅلتيا، رسالت او د شاعرانو درناوی يې په ځای کړی وي. ده هغه وخت خپلې ليکنې يه خپل نامه نه شوای خپرولای؛ ځکه يې خپلې ليکنې د خپل پلار (عزيز نسين) په نامه چاپولې. دی ليکي چې ورو – ورو نصرت د خلکو هېر او له ده څخه عزيزنسين جوړ شو !
عزيز نسين وايي چې ده د ځينو ايتالوي يا فرانسوي ليکوالو په څېر، د ليکلو د پاره ځانګړي چاپېريال ته اړتیا نه درلوده او هېڅکله يې هڅه نه ده کړې چې مصنوعي صحنې جوړې او يا په زور څه شی وليکي.
ده عادت درلود چې کله به يې سوژه ومونده؛ نو ژر به يو ځای کېناست، د سوژې لنډيز به يې وليکه او بيا به یې خبره د شپې بشپړه کړه.
کله چې عزيزنسين ستر نوم وموند، پلار يې له ستونزو سره مخامخ شو؛ ځکه د (عزيز نسين) په نامه د لیکنو يا کتابونو د ژباړې حق الزحمه د ده په نامه راتله او په دولتي اسنادو کې خپله عزیز، نصرت نسين و نه عزيزنسين!
عزيزنسين د شهرت په وخت کې د نامه يوه بله ستونزه هم درلوده، ده به خپل شعرونه په يوه ښځينه مستعار نامه خپرول. دی ليکي چې ده ته په همدې نامه ډېر عاشقانه ليکونه هم رسېدلي دي!
عزيزنسين ليکي چې ده په کال ۱۹۴۴ کې پوځي دنده ځکه پرېښوده، چې هلته د ده استعداد د غوړېدلو د پاره ډګر نه و. د ادبي تخليقي کار د پاره يې وخت نه درلود او د خپل فکر نيلي يې نه شوای ځغلولای. له همدې امله دی له پوځه ووت او دوه کاله يې د (يدي ګون) (اوه ورځې)، (قاراګوز) (تورې سترګې) او (تان) (روڼ سهار) له جرايدو سره کار وکړ او بيا يې د صباح الدين علی په مرسته، د (مارکو پاشا) سياسي – فکاهي خپرونه راويسته، کله چې حکومت مارکو پاشا بنده کړه، دوی (معلوم پاشا) خپره کړه او بيا (مرحوم پاشا)، (بېزيم پاشا) او (علی بابا). د دې خپرونو پرله پسې بندېدو عزيز نسين هم اوزګار کړ. د ترکيې چارواکو ځکه د عزيزنسين د کار مخه نيوه، چې ده به په خپله ټولنه کې اقتصادي توپيرونو ته ګوته نيوه، چې څنګه يو وړوکی لږکی د هر څه خاوند دی او نور په ميليونونو کسان په ډېرو ستونزو کې ژوند کوي. ده په ترکيه کې د اداري فساد پر ضد ليکنې خپرولې او دا خبره يې بربنډه کوله چې خلک په دولتي شعباتو کې څومره لالهانده دي؛ څنګه د نن کارونه سبا ته ځنډول کېږي او بل سبا او بلې اونۍ ته… او هېڅ کار بې واسطې او بې پيسو نه خلاصېږي. عزيزنسين په ترکيه کې د ظلم او بې عدالتيو په وړاندې د مبارزې جنډه رپانده ساتله او د نړۍ د هر ګوټ د خلکو بېوزلتيا، بېوسي او ستونزې يې خپلې ګڼلې، ده به ويل چې انسانانو تر منځ پولې نه پېژنم، زه هر ځای چې د انسانانو ستونزې او کرېږي وينم يا اورم، هغه ليکم او د ټولو نړيوالو غوږونو ته يې رسوم. د عزيزنسين همدا سپيڅلی احساس و چې خبرې يې له زړه څخه پاڅېدې او په زړونو ښې لګېدې.
عزيزنسين په خپلو ليکنو کې د هغه کسانو سوداګرۍ ته ګوته نيوه چې د ګوندونو په نومونو يې دکانونه پرانيسي وو او هغه ناخوالو ته يې اشاره کوله، چې د ترکيې د هغه وخت خلک ورسره مخامخ وو.
په (تان) کې د عزيز نسين ليکنو ده ته دومره زيان پېښ کړ چې بيا ژر په مطبوعاتو کې ورته کار پيدا نه شو او ده به په دوه سوه مستعارو نومونو سرليکنې، راپورتاژونه، ټوکې، طنز داستانونه او عشقي پوليسي رومانونه ليکل چې د ترکيې په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې به خپرېدل. دی ليکي چې ځينو خپرونو به د ده ليکنې تر هغه وخته پورې خپرولې چې د ده په اصلي هويت به وپوهېدل او بيا به يې بندې کړې!
عزيز نسين به له دې لارې دومره پیسې پيدا کولې چې کورنۍ خرڅ يې پرې پوره کېده. لږ وروسته چې ستونرې نورې هم ډېرې شوې او دولتې فشار د ده د کارونو مخه ډب کوله، ده د عکاسۍ دکان خلاص کړ، بقال شو، محاسب شو، خوراکي توکي يې وپلورل او د اخبارونو د خرڅلاو کړکۍ يې پرانيسته.
عزيز نسين ټول پنځه نيم کاله بند تېر کړي دی. د دې وايي چې شپږ مياشتې د هغه مقالې له امله په بند کې تېر کړل چې ده د مصر د پاچا (ملک فاروق) او د يو بل هېواد د مشر په هکله ليکلي وه. دی په دې اند دی چې دې دواړو پاچايآنو د خپلو سفيرانو له لارې، دی په ترکيه کې جېل ته غورځولی و!
له بند څخه وروسته عزيزنسين بېرته د خپلې خوښې نړۍ، د مطبوعاتو نړۍ، ته مخه کړه (۱۹۵۴م) او د (اق بابا) او نور مجلو سره يې قلمي مرسته پيل کړه، لږ وروسته يې د (دوشون) د خپرونو دفتر خلاص کړ او د (يني ګازيته) (۱۹۵۷-۱۹۵۸)، (اقشام) (۱۰۵۹)، طنين (۱۹۶۰) او (ګوين ايدين) د ورځپاڼو تر ټولو بوخت او نامتو ليکوال پاتې شو.
عزيزنسين لومړی ځل په ترکيه کې، د ترکيې د ورځپاڼه لېکونکو د ټولنې د طنز په کلنۍ سيالۍ کې چې د (مليت) ورځپاڼې اداره کوله، د غوره ليکوال ستره جايزه وګټله. بيا يې په کال ۱۹۵۶ کې د ايټاليا د فکاهي ليکوالو په نړيواله سيالۍ کې د سرو زرو تمغه واخیسته. دی ليکي چې له دې بري څخه وروسته ډېرې ترکي ورځپاڼې او مجلې دې ته چمتو شوې، چې د ده ليکنې د ده په اصلي نوم خپرې کړي.
ده په کال ۱۹۵۷ کې بيا په ايټاليا کې، د سرو زرو نړيواله جايزه وګټله او په کال ۱۹۶۹ کې په ماسکو کې د نړۍ لومړی طنز ليکوال شو.
عزيزنسين په ۵۳ کتابونو کې نژدې ۲۰۰۰ طنزي کيسې او ګڼ شمېر نور کتابونه ليکلي چې ټول شمېر يې ۸۲ ته رسي او ځنې يې د نړۍ په دېرشو ژونديو ژبو ژباړل شوي او نندارليکونه يې د نړۍ په اوو هېوادونو کې ښودل شوي دي. د عزيزنسين نژدې ټول کتابونه د صمد بهرنګي، احمد شاملو، ثمین باغچه بان، رضا همراه، داکتر قدير ګلکاريان او حکيماشي له خوا په فارسي ژباړل شوي چې د ځينو کار د ډېر قدر وړ دي؛ خو ځينو د عزيز نسين په اثارو کې ګوتې وهلې او اصلي ليکنو څېره يې پيکه کړې ده!
د ارواښاد ميرزا علم حميدي ژباړه (نوی ښاروال) نومي چې پخوا په کابل کې خپره شوې ده. ښاغلی حميدي له دې کتابه وروسته د عزيز نسين ځنې نورې ليکنې هم ژباړلي چې کتابي بڼه يې نه ده خپله کړې.
ډاکټر محمد فريد بزګر چې د عزيزنسين د لنډو داستانونو کومه مجموعه ژباړلې ده، (خرمړی) نومي چې په کال ۱۳۷۱ هه.ش (۱۹۹۲م) کې د ختيځ د بيا رغاونې د ادارې له خوا په پېښور کې چاپ شوې ده.
ما به چې له نن څخه دېرش – پنځه دېرش کاله مخکې د عزيزنسين هغه کتابونه لوستل چې په ايران کې چاپېدل، ما به ويل چې دې سړي خو خپلې ټولې کيسې د افغانستان د پاره ليکلي دي!
بيا کله چې زه ډېر وروسته ايران ته لاړم هلته ځنې کسانو راته وويل چې عزيز نسين خپلې کيسې د ايران په هکله او د ايرانيانو د پاره ليکلي دي. کېدای شي چې د ځينو نورو هېوادونو خلک به هم همداسې فکر کوي چې عزيزنسين د دوی له پاره ليکنې کړي دي.
کله چې د عزيزنسين عمر پوخ شو، د (نسين واقف) ټولنه يې جوړه کړه. دې ټولنې به هر کال څو کسه نجونې او هلکان په خپل لست کې اخيستل او تر ځوانۍ پورې به يې پالل. د دې ټولنې پانګه عزيزنسين د خپلو اثارو د حق الزحمې، د ترجمې د ونډې او د هغه فلم جوړونکو او تياترستانو څخه ټولوله، چې د ده د اثارو له مخې به يې نندارې يا فلمونه جوړول.
عزيزنسين د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې، د بيان د ازادۍ او د انتقاد د حق د خونديتابه د پاره ډېرې هلې ځلې وکړې. په کال ۱۹۹۲ کې عزيزنسين د هندي الاصله برتانوي ليکوال سلمان رشدي د لانجمن کتاب (شيطاني ايات) په ژباړلو لاس پورې کړ. دې کار د سلمان رشدي په مخالفينو بده اغېزه وکړه او د عزيز نسين د وژلو هوډ يې وکړ، په کال ۱۹۹۳ کې دې خلکو په سيواس ښار کې د هغه هوټل ودانۍ وسوځوله، چې عزيزنسين په کې اوسېده. که څه هم چې نسين له دې اور څخه روغ رمټ ووت؛ خو اوه دېرش کسانو خپل ژوندونه د لاسه ورکړل.
وايي چې يو وخت نامتو ايتالوي کميډين (چاپلين) ساپوه ته ورغی او وې ويل:
– ډاکټر صيب هېح شی خوند نه راکوي، په کلونو – کلونو مې نه دي خندلي، خندا مې هېره شوې ده، هېڅ شی نه شم زغملی، نه پوهېږم چې څه وکړم؟
ساپوه ورته وويل:
زه هم ستا په شان وم؛ خو لاړم سرکس ته او هلته مې د هغه نامتو کميډين داسې په زړه پورې نندارې وليدې، چې زه يې رک روغ کړم… اوس تا ته وايم چې څو ځلې د دې کميډين نندارو ته ورشه…
ناروغ اوږد اسويلی ويست او وې ويل: زه هماغه کميډين يم!
دا رښتيا ده. د عزيزنسين په شان ليکوال خپله سوځي چې نور خلک خوشاله وساتي. دوی د خپل ژوند په بيه نورو ته د ښه ژوند لارې ښيي!
عزيزنسين د کال ۱۹۹۵ د جولای په شپږمه مړ او په ترکيه کې خاورو ته وسپارل شو.
له ده څخه په ترکي ژبه ۳۷ ټوکه لنډې کیسې، ۸ رومانونه، ۹ ټوکه خاطرې، ۴ ټوکه افسانې، پنځه ټوکه نندارليکونه، يو ټوک ويناوې، څلور ټوکه سياسي مقالې او څلور نور کتابونه پاته دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.