اکسون مجله، نولسمه مقاله
نن ورځ د کتاب چاپ بهیر ډېر ګړندی، مسلکي او ورځ تر بلې اسانه کېدونکی دی.
یو وخت کتابت او لیکوالي د نن په شان صنعتي او ډیجیټل نه وه، لیکوالو به ورته پاڼې، حیواني پوستکي او ډبرې کارولې. خو هر څومره به چې سهولت، اختراع، اکتشاف او نوښت رامنځته کېده، لیکوالو به یې پر وړاندې مقاومت او مخالفت څرګنداوه. مثلاً کله چې د چاپ ماشین اختراع شو او د چاپ اړوند اسانتیاوو څخه لیکوالان خبر شول، موقتاً یې رد کړل خو چې ویې لیدل چې دوی ته سهولت او پرمختګ دی او د یوه کتاب او محدودو لوستونکو پر ځای د دوی کتاب او اثر تر سلګونو او حتی میلیونو کسانو رسېدای شي نو قبول او استقبال یې ترې وکړ.
اوس غواړم په لنډه توګه د کتاب چاپ هغه بهیر تشریح کړم چې د ګوتنبرګ چاپ ماشین له اختراع راپیل دی او ورځ تر بلې ډیجیټل کېدونکی دی:
۱ـ بشپړ لیکل شوی کتاب: کله چې کتاب ټول ولیکل شي، د کتاب په بڼه کمپوز او کاور ورته ډیزاین شي او د کتاب نړیوال ستندرد نمبر(ISBN) ورته له اطلاعاتو او کلتور وزارت یا بل اړوند رسمي مرجع څخه صادر شي نو کتاب په بشپړه توګه دې ته تیار دی چې د چاپ چارې یې پیل شي.
۲ـ سي ټي پي: (CTP) یا Computer-to-Plate دا هغه پړاو دی چې موږ مکمل او نهایي شوی کتاب له ورډ څخه پي ډي اف ته اړولی او اوس یې د چاپ ماشین په موخه د کامرې د فلیمونو په شان سېټ کوو چې دا کار د سي ټي پي ماشین له خوا کېږي، دغه ماشین د کتاب سېټ شوي المونیمي فلمونه پرېنټ کوي او بیا د چاپ ماشین ته په ترتیب سره وراچول کېږي او چاپ چارې یې پیلېږي. که کتاب رنګه وي نو حد اکثر یوه مخ چاپ ته څلور پلېټونه په کار وي، که دوه رنګه وي بیا دوه پلېټه باید تر ماشین چاپ شي او که کتاب یا متن یو رنګ وي، بیا یو پلېټ یا فلم تر ماشین راوزي او داسې هم ممکنه ده که ماشین څلور رنګه وي نو بیا هماغه یو پلېټ کفایت کوي. د یادونې وړ ده چې دغه د سي ټي پي اړوند چارو ته لېټوګرافي هم وایي.
۳ـ فولډېنګ: په چاپخونه کې د عمومي چاپ وروسته دویم پړاو د فولډېنګ ماشین پرمخ وړي. دغه ماشین چاپ شوې لویې پاڼې د کتاب په ټاکل شوې اندازه سره کات کوي چې په دې یوه لویه پاڼه کې د کتاب څو مخونه وي او پر شا یې هم چاپ شوی وي، دې ته یوه فورمه وایي او دا ټوله فورمه په دې ماشین سره کات کېږي.
۴ـ مثل: له فولډېنګ وروسته کات شوې فورمې سره په لاس تنظیمېږي او يو پر بل د کتاب په ترتیب اېښودل کېږي او له هغې وروسته د چاپخونې بل ماشین ته سپارل کېږي.
۵ـ ګم: دغه ماشین د کتاب پر قایه ټول راټول شوی کتاب چې مخکې مثل شوی، ګرم سرېښ کاروي.
۶ـ کټ: له ګم چارو وروسته کتاب چې اوس د قایې لرونکی دی، نو په دې ماشین سره د کتاب په اندازه ترې له درېیو اړخونو په ترتیب کټ کېږي او په دې سره کتاب ټول تکمیل او اوس کولای شي چې بسته بندي کړي او بازار ته وړاندې کړي.
همدارنګه اوس مهال کې کتابت په کاغذ او ورځ تر بلې ډیجیټل ته اوښتونکی دی خو بیا هم د تېر په شان ورسره دوه زړی برخود حاکم دی.
خو بیا هم داسې خبرونه اورو چې نن ورځ امازون سایټ په نړۍ کې هره ورځ په میلیونونو سافت کتابونه پلوري او د اطلاعاتو په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې د علم ترلاسه کول مو سترګو سره په لس سانتي مترۍ کې دي او د مصنوعي ځیرکتیا چټکې ودې ته په کتو فکر کوو چې نړۍ به د دې پېړۍ ترپایه ډېره متفاوته وي، حتی چې لا یې هم وړاندوېینه نه کېږي خو بیا هم په ټوله کې د علم موخه د انسان نېکمرغي ده، هیله لرو د بشریت په خیر و سعادت چارې پرمخ ولاړې شي.
Nasarysafiullah@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.