اکسون مجله، لسمه مقاله
سریزه
که څه هم د مطالعې او بیا د ښځو مطالعه ډېره پراخه موضوع ده، ما هم وغوښتل یو څه اندازه په دې مقالې کې پرې بحث وشي، دا موضوع مې ځکه وټاکله چې یوې ښځینه لوستونکي په صفت خپلې تجربې او مشورې د کتاب او مطالعې شوقیانو سره شریکې کړم، څو هغه چا پورې ورسي چې دوی د مطالعې له ګټو بې برخې او نا خبره دي. دلته مو په دې خبرې کړي چې ښځینه څنګه او څه ډول مطالعه خوښوي؟ ښځینه باید څه ډول او څنګه مطالعه وکړي؟ د دې پوښتنو ځوابولو لپاره مو د ځینو ښځینه کتاب لوستونکو سره هم خبرې کړي دي او همدارنګه په نړۍ کې کومو هېوادونو په کومو وختونو کې پر کومو موضوعاتو کار کړی دی.
شالید:
د ښځو تاريخ د هغې برخې مطالعه ده چې ښځو په تاریخ کې ترسره کړي دي. په دې کې د ثبت شوي تاريخ په اوږدو کې د ښځو حقونو د ودې مطالعه، د يوې مودې په اوږدو کې شخصي لاسته راوړنې، د تاريخي اهميت لرونکو ښځو د انفرادي او ډلو معاينه او په ښځو باندې د تاريخي پېښو اغېزې په کې شاملې دي. د ښځو د تاريخ په مطالعه کې دغه باور شته چې د تاريخ ډېرو دوديزو ريکارډونو په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه کمه کړې او يا يې له پامه غورځولې ده. هغه اغېز چې تاريخي پېښو په ټوليزه توګه په ښځو باندې درلود؛ په دې برخه کې د ښځو تاريخ ډېری وختونه د تاريخي بيا کتنې يوه بڼه ده، چې د دوديزې تاريخي اجماع يا عامه هوکړې ننګول يا پراخول غواړي.
تاريخ په عمده توګه د نارينه وو له خوا او په عموم کې د نارینه وو د فعالیتونو په اړه، په ځانګړي ډول په افريقا کې د جګړې، سياست، ديپلوماسۍ او ادارې په اړه ليکل شوی. ښځې د معمول له مخې ایستل کېږي او کله چې يادوونه وشي، د معمول له مخې د جنسي کليشه يي رولونو لکه ښځو، ميندو، لوڼو او… په ډول ستایل شوې دي. د تاريخ مطالعه د هغه څه په اړه ارزښتناکه ده، چې په تاريخي توګه “ارزښتناک” ګڼل کېږي. د مطالعې د دې ساحې نورې برخې د ښځو په ژوند کې د توکم، اقتصادي حالت، ټولنيز حالت او د ټولنې په نورو بېلابېلو اړخونو کې له توپيرونو څخه عبارت دي.
د شعور عصر د ښځو لپاره ډېر څه را نه وړل. د روښانفکرۍ د پلويانو په ګډون نارينه وو باور درلود، چې ښځې په طبيعي ډول باید میندې اوسي او کور کې پاتې شي. په لوستو طبقو کې دغه باور و، چې ښځې باید په کافي اندازه زده کړې وکړي، څو هوښياره او د خپلو مېړونو سره موافقې وي. په همدې حال کې له ټیټو طبقو ښځو هیله کېده چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا وي، څو له خپلو خاوندانو سره د ژوند په چارو کې مرسته وکړي.(۱۰)
د ښځینه کتاب لوستونکو په اند مطالعه:
هدیه:
ښځينه د نازک فطرت لرونکې دي، په ټوله کې د دوی طبيعت، خيالي افکار، د تصور قدرت او په ذهن کې د يوې سيناريو د جوړولو قدرت نسبت نارينهوو ته ډېر لوړ دی؛ نو له دې لحاظه زما په اند ښځينه هغه کتابونه دوی له ځان سره خپلې کتابي نړۍ کې غرقوي، لکه: ناولونه، لنډې کيسې، رښتينې کيسې، شاعرانه او يا تاريخي کتابونو لوستل ډېر خوښوي. زموږ ټولنې ته په کتلو بايد ووايم چې دلته ښځينه ذات تل تر پوښتنې لاندې دی، چېرته ځي؟ چا سره؟ ولې؟ کله؟
بايد ووايم د کتاب ژانر ټاکل تل د ښځو له طبيعت د هغوی طرز فکر، د اوسېدو چاپېريال، د شاوخوا خلکو د اغېزې، او په ورته وخت کې د هغوی عمر پورې اړه لري. زما په اند هغه مېرمنې چې غواړي شخصي وده وکړي، ډېری وختونه هڅه کوي هڅوونکي کتابونه مطالعه کړي، ځينې جونې/مېرمنې چې شونې ده د خپل اصلي او رښتینې ژوند څخه راضي نه وي او تل په ذهن کې د خپل ژوند يوه خيالي سناريو جوړوي، هغوی ناولونو لوستلو ته ډېر وخت ورکوي، ځينې چې تل د احساساتو پالنه کوي شونې ده چې شاعرانه کتابونه ولولي.
خو که زه خپله خبره وکړم، ما خپل ژوند کې هېڅکله ځان ته ژانر نه دی انتخاب کړی، هر ژانر مې لوستی، خو که ترجيحاً ووايم تل مې هڅه کړې ده د مثبتو موضوعاتو لرونکي کتابونه ولولم، د روانشناسي يا ارواپوهنې، ټولنپوهنې، او فلسفي کتابونو ته ترجيح ورکړم.
زه د کتابونو نړۍ ته ډېره ژوره نه يم تللې، خو سر مې ورښکاره کړی. ما د ښوونځي له وخته دومره علاقه د ښوونځي کتابونو سره نه لرله څومره مې چې عمومي مسايلو لوستلو سره لرله. خو مطالعې ته مې د درسونو له امله وخت نه شو ورکولی. خو وروسته له فراغت څخه مې مطالعه پیل کړه، هغه دوره چې تر ټولو ډېره مطالعه مې په کې وکړه او له دې کار سره مې لا علاقه ډېره سوه او ارامښت مې په کې وموند، د پلار له مرګ وروسته دوره وه. بل څه مې زړه او فکر نه شو بدلولی، څومره چې روانشناس راسره له افسردګي څخه وتلو کې مرسته وکړه، د هغه دوه برابره ډېره مرسته له ماسره کتابونو کړې ده.
په حقوقي برخه کې که ووايم، يواځينی شی چې ما ته يې زما حقونه راوپېژندل، په سولهييز ډول د خپلو حقونو ترلاسه کول يې رازده کړل د دې موضوع اړوند کتابونو لوستل وو. د يو کتاب نوم اخلم چې له هغې مې زده کړل په کومو تګلارو زموږ له حق، استعداد، هوښ، يا ورته هر بل ګټور خوی څخه کار اخلي او په خپل شاوخوا کې مې هغه خلک چې غوښتل يې له ما يا زما پر وړاندې له بل چا څخه سوء استفاده وکړي؛ وپېژندل.
د دې کتاب نوم (۴۸ قانون قدرت) و، يو څه وخت مې له ځينو خلکو د دې کتاب په اړه اورېدلي وو، ويل به يې چې د چا په المارۍ کې مو دا کتاب وليد له هغوی لرې ګرځئ، خو زما په نظر له هغوی څخه پوښتنې وکړئ، ورسره وغږېږئ ، هغوی به مو پوه کړي چې ځان ساتنه څه ته وايي او له څه ډول خلکو بايد ځان وساتئ. زه د خپل وخت په مدیریت نه پوهېدم، خپل شاوخوا بد او ښه مې نه شول توپير کولای، ءر تېروتم.
ځينې داسې کتابونه مې لوستي چې اوس خپل بېکاره وخت د موبايل، ټولنيزو رسنيو، بې ځايه تفريحګانو په ځای په لا ډېرو مثبتو لارو مصرفوم، خپل شاوخوا ښه او بد مې کنټرول کړل، او په ورته وخت کې اوس چې څوک غواړي ما تېر باسي هغوی خپله تېر وځي.
شبانه:
همدا راز ویل شوي ؛ کتاب تر ټولو ښه ملګری دی، یانې هغه ملګری چې هم له ماشومانو هم له ځوانانو او هم له زړو سره ملګرتیا کوي او همدارنګه مطالعه کول یو ښه او غوره عادت دی چې هر څوک یې باید ولري او خپل یې کړي ځکه د همدې لوستلو یا مطالعې له لارې زموږ هر اړخیزو معلوماتو کې ډېروالی راتلی شي او په ځانګړې توګه انجونې او ښځینه خو باید مطالعه خپل عادت وګرځوي، ځکه انجونې او مېرمنې کولای شي د خپلو ډېرو پوښتنو ځوابونه د کتابونو د مطالعې له لارې حل کړي. انجونې او ښځې کولی شي بېلابېل لکه: دیني کتابونه، طبي کتابونه، د اشپزۍ د زدکولو کتابونه، د کور دیکورېشن او داسې نور ډول کتابونه مطالعه کړي، یوازې دا نه بلکې کولی شي ادبي یا د ادبیاتو په برخه کې لکه: شعري، داستاني مطالعه هم ولري او ډېری ښځینه او انجونې د داستاني کتابونو، ارواپوهنیزو کتابونو مطالعه کول هم خوښوي ځکه مطالعه کولی شي هر اړخیز معلومات زیات کړي او د یوې لوستې مېرمنې په حیث زه دا په ډاډ سره ویلی شم چې مطالعه په ژوند کې ډېر ښه او مثبت تاثیر پرېښودای شي.
ـ څنګه چې د ټولو وګړو خوښې او ټاکنې توپیر لري، همدارنګه د مطالعې په برخه کې هم د انجونو او ښځو خوښې کېدای شي یو له بله توپیر ولري خو په ټوله کې د زیاتو انجونو او مېرمنو د ډول ډول کتابونو مطالعه کول خوښېږي لکه د ادبیاتو په برخه کې شعري او نثري کتابونه ډول ډول ناولونه، رومانونه، کیسې، فولکلوریک کتابونه د کور دیکور او همدارنګه د پخلي د زده کولو کتابونه او داسې نور… که د خپل ځان په هکله ووایم د کتابونو مطالعې سره ځانګړې مینه لرم ځکه د همدې کتابونو مطالعې له لارې ما د خپل ژوند لاره موندلې ده، د همدې کتابونو د مطالعې له لارې په بېلابېلو برخو زما هر اړخیزو معلوماتو یا هم عمومي معلوماتو کې زیاتوالی راغلی او د ژوند په بېلابېلو مرحلو کې مې رنګارنګ کتابونه لوستي چې هر یو یې زما په ژوند کې مثبته اغېزه درلودلې او لري یې، د هغو کتابونو له ډلې څخه چې زما په ژوند کې ځانګړې اغېزه پرځای پرېښي ده، عبارت دي له: ١- ته ګټونکی یې، ٢- مه خپه کېږه. دا هغه کتابونه دي چې واقعاً یې ما ته د ژوند کولو سمه لار ښودلې، مثبته روحیه او مورال یې راته د ژوند په سختو شېبو کې راکړی، همدا ډول د شعري کتابونو لوستل هم ما سره لویه مرسته کړې چې وکولی شم زه هم د شعر لیکلو په برخه کې قلم پورته کړم او ځینې شعرونه د غزل په فورم یا قالب کې ولیکی شم.
دا چې ښځینه څنګه او څه ډول مطالعه وکړي هم بېلابېل نظریات شتون لري خو زما په اند ښځینه باید په هرې برخې کې مطالعه ولري، ځکه کله چې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې مطالعه وکړي؛ کولی شي پخپل ژوند کې پرمختګ وکړي او پخپل ژوند کې مثبت بدلونونه راولي او په همدې ډول باید د مطالعې لپاره مناسبه مهالوېش هم برابر او چمتو کړي. د بېلګې په ډول کولای شي د وزګارتیا او بېکارۍ په وخت کې د خپلې خوښې او ضرورت پر بڼست کتابونه مطالعه یا ولولي چې په وخت کې دوې ګټې لاسته راوړي، یو دا چې کولی شي خپل وخت پرې تېر کړي او بل دا چې پخپل پوهاوي کې زیاتونه وکړي. انجونې او ښځې رنګارنګ کتابونه لکه: اسلامي، سیاسي، ادبي، اروا پوهنیز او داسې نور ډول کتابونه ولولي او خپلې ستونزې هوارې او د خپلو بېلابېلو پوښتنو ځوابونه د مطالعې له لارې ومومي او په همدې ډول کولی شي نورو ته یو څه زده کړي، د یوې لوستې او با سواده جنۍ په حیث زما پیغام ټولو انجونو او مېرمنو لپاره دا دی چې د کتابونو مطالعه خپل همېشنی عادت وګرځوي، ځکه همدا کتابونه د انسان ښه ملګري جوړېدای شي چې ورسره په هر وخت او زمان کې ملتیا کوي او پرته له ګټې او فایدې او د معلوماتو د زیاتوالي نه هېڅ کوم ډول تاوان نه رسوي.
ثمینه:
اکثر ښځې د ځینو ستونزو له امله زیانمنې شوي دي او ډېری وخت رواني سلامتیا نه لري، حقوق یا هم ازادي ترې اخیستل شوې ده. همدې لپاره اړینه ده چې ښځې په رواني برخه کې مطالعه ولري، څو وکولی شي خپل روان باندې حاکمیت ولري، د افسردګۍ او نورو ورته ناروغیو باندې اخته نه شي. پرته له ارواپوهنې یا روان پوهنې، که دوی غواړي چې خپل موخو ته په ښه شکل سره ورسېږي او یا هم د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره یې د موخو ترلاسه کولو اړوند کتابونه، پر نفس باور، استقلالیت لپاره حل لارې او همدارنګه د نړۍ بریالۍ مېرمنو ژوند اړوند کتابونه مطالعه شي.
وروسته له بدو تجربو څخه، په ژوند کې د غلطو خلکو ټاکل، د انسانانو له خوا سخت ماتېدل، پرېکړه مې وکړه چې کتابونو ته مخه کړم، ځکه چې کتاب د بدو ورځو یو غوره او ځانګړی ملګری دی.
تل مو ولیکل او وویل: ژوند کول د کتاب منځ خلکو سره غوره دی، زموږ له شاوخوا خلکو څخه. زه وتوانیدلم د کتاب له ټاکلو سره، په ژوند کې له خیالي او غلطو تصورات نه واقعي ژوند ته ورسېږم.
زمزمه:
مطالعه کېدای شي چې د هرې ښځې یا نجلۍ د خوښې کتاب ډول او یا د لوستلو نحوې پر بنسټ توپیر ولري خو ځینې ځانګړنې دي چې معمولاً ښځې یا نجونې یې د مطالعې لپاره ورته غوره والی ورکوي، لکه:
ډېری ښځې او نجونې له هغه کتابونو سره مینه لري چې د روایت پر بنسټ وي یا پېچلې او ژور شخصیتونه لري. ځینې بیا هغه کتابونه چې د دوی پر ورځني ژوند اغېز لري یا یې له ورځني ژوند او چاپېریال سره تړاو لري، ډېر خوښوي لکه: ټولنپوهنه ارواپوهنه.
ځینې مېرمنو ته ناولونه او هغه کتابونه چې د انساني اړیکو، ملګرتیا او مینې په اړه وي، په زړه پورې دي. یوه مېرمن د خپل ورځنۍ بوختیا پر بنسټ د خپلې مطالعې ډول او وخت ټاکي. ځینې د عادت په ډول هره ورځ په ساعتونو مطالعه کوي او ځینې په دفتر یا کور کې نیم ساعت مطالعې ته وخت لري.
یوه مېرمن باید څه ډول کتاب مطالعه کړي؟
که چېرته یوه نجلۍ یا ښځه غواړي نوی په کتاب لوستلو پیل وکړي، یانې مخکې له دې چې د مطالعې عادت نه درلود یا یې نه خوښېږي نو په لومړي ګام کې دې هغه کتابونه ولولي چې حجم یې کم وي، څو ورته ستړې کوونکې نه شي. هغه کتابونه چې هڅوونکي وي یا تر ډېره هغه ناولونه چې مثبته پایله لري.
که چېرته یوه مېرمن یې او د مطالعې سره مینه لري نو څه ډول کتابونه باید ډېر ولولې؟
څرګنده ده چې نجونې او مېرمنې په ټولنه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او دا زموږ د چاپېریال انسانانو زموږ عادتونو او شخصیت سره ډېر تړاو لري، په لومړي ګام کې باید هغه کتابونه ولوستل شي چې موږ ته زموږ د شخصیت ښه عادتونه او بد عادتونه څرګند کړي. موږ ته زموږ ضعف او پیاوړتیا وښیي، څو په خپل ځان او شخصیت کې بدلون راوړو.
ټولنپوهنې کتابونه باید یوه مېرمن په ځانګړې ډول یوه نجلۍ مطالعه کړي، څو په خپل چاپېریال کې د ښه او بدو توپیر وکولای شي، د (نه) ویلو هنر زده کړي، څو په اسانۍ پوهه شي چې چا ته باید (نه) ووایي. یوه مېرمنه باید د مشهورو او پیاوړو مېرمنو ژوند مطالعه کړي، څو هڅونه ترې واخلي او یوه پیاوړې مېرمنه اوسي.
په همدې ترتیب ناولونه، د مینې داستانونه، د ملګرتیا داستانونه او په هغې کې د قهرمانه شخصیتونو ژوند لوست کولای شي د یوې تجربې یا الګو لپاره اغېزمن وي.
ماریا نیازۍ:
زه د خپل له تجربو ووایم: چې زما پیل کې له مطالعې سره علاقه نه وه، نه هم پوهېدم چې باید کوم کتابونه باید ولوستل شي او څه ډول مطالعه ما ته اړینه ده؟ د ورځې زه باید کوم وخت کې مطالعه وکړم، څو خوب مې هم را نه شي؟
زه چې کله ښوونځي کې وم، نو تل مې له کتابونو څخه بد راتلل او زړه مې ورته تنګېده، رو رو دې مشکل حل لارې ته مې فکر وکړ، تر کومه به زه داسې مخ ته ځم، زه مجبوره یم چې دا هر څه ووایم کنه نه شم کولی د پوهنتون تر کچې ورسېږم او هدف مې هم همدا و چې زه باید کابل پوهنتون کې بریالۍ شم. رو رو مې له بیالوژي او جغرافیې ځڅه پیل وکړ او معلوماتي کتابونو په څېر مې لوستل، علاقه مې ورسره ډېره شوه، کورني تعلیمات په نوم یو کتاب و، هلته یې راښودل چې ټولنیز ژوند باید څنګه وشي؟ له دري او پښتو کتابو څخه مو زده کړل چې باید په دې سترې نړۍ کې داسې د قلم خاوندان تېر شوي. په دې دوران کې مو ډېر لنډ داستانونه، لڼدې کیسې، ناولونه، رومانونه ولوستل، بیا نو په دوه ژبو کتاب لوستل ځانته خوند یې کاوه.
دلته هرچا به ویل: ته چې ادبیاتو نه فارغه شې بیا به څه کار کوې؟ ته به هم د مور په شان یا هم د کورنۍ نورو غړو په شان په ښوونځي کې ښوونکې کېږي؟
دې ډول پوښتنو سخته ځورولم، د کتاب په ورځ ټولګیوالو سره کتاب پلورنځي ته لاړو، کتابونه د ډالۍ په توګه ورکول کېدل، ما ته یې هم یو کتاب راکړ، چې نوم یې و، ته ګټونکی یې، د دې کتاب لوستلو وروسته زه هغه پخوانۍ نجلې نه وم، ما خپل هدف پيدا کړ، چې باید څه وکړم؟ زه باید چېرته ورسېږم؟ اخر مې لاره ومندله او هڅې مې روانې کړې او پر ځان باور مې پیدا کړ او هغه وړتیا مې کشف کړه چې زه چېرته کار کولی شم؟
رو رو د کار په لټه کې شوم، بلاخره چې پیدا شو، ډېر ننګونو سره مخ شوم، کورنۍ لخوا ویل، ولې کار کوې، اوس د زده کړو وخت دی، ته وږې پاتې یې؟ ما ویل غواړم کار کول په تولنه کې زده کړم، خلک وپېژنم، نوي شیان زده کړم بل دا چې زه په خپل ځان بسیا نجلۍ اوسم.
وخت راغی، همداسې چې بېکاره شوم، وطن کې سیاسي بدلون راتلو سره په کور کېناستم، یوې لنډې مودې لپاره تل به مې مطالعه کوله، خو ځینې کتابونه به مې څو څو وارې لوستل، د هغې له ډلې یو هم مه خفه کېږه، کتاب و چې په رښتیا هم زما په ژوند کې یې ډېرې ښې اغېزلې لرلې، له هغه وروسته مې رسنیو کې کار کاوه، ډېرې بوختیا سربېره به مې مطالعې ته وخت ځانګړی کړی و، کله به په لاره موټر کې به مې مطالعه کوله. کله به مې هم بېکاري کې، کله هم سهار وختي مطالعه ښه ګڼله.
زما په اند د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت ورته د ورځې لسو بجو کې ټا کل شوی دی چې له خوب وړلو څخه مخنیوی کوي او بل دا چې کله هم مطالعه پيلوې، اول یې یوې کرښې نه پيل کړئ، چې په زړه پورې وي، څو ستاسو علاقه ورته ډېره شي، همداسې ورځ تر بلې یې زیات کړئ، داسې وخت به هم وي چې یو برابر پاڼو ولا کتاب په یوه ورځ کې یې ولولئ.
کوم ځای مطالعې لپاره ډېر مناسب دی؟
که کور مو انګړ لري نو حویلۍ ډېره مناسبه ده چې شین ځای او پاکه هوا ـ ارام طبیعت مو کتاب لوستلو کې مرسته کوي، که کور مو بلاک دی بیا کولی شئ ځان ته ګلدانونه واخلئ، کړکۍ مو خلاصه پرېږدئ چې تازه هوا وچلېږي. د کور دننه یا بهر هر ځای چې وي، یو ځل یې وازمویئ چې کوم ځای تاسو لپاره ښه دی چې تاسو په کې راحته مطالعه کولی شئ.
همداسې د مطالعې له برکته مې ډېر څه لاسته راوړل چې ما یې فکر هم نه و کړی، هره ورځ مې علاقه ډېرېده او پوهېدلې وم چې مطالعه څومره اړینه ده. ما هرې برخې کې مطالعې کولې، خپلو حقوقو لپاره مې مطالعه کوله، سیاسي برخه کې، ټولنیزه، ارواپوهنې برخه کې او همدا رنګه ادبیات چې د انساني ژوند په ښه والي کې څومره اغېزه لري، چې په ناولونو او لنډو کیسو او شعرونو کې مو یوه بېله نړۍ ومونده. د هرې ټولنې ښېګڼې بد ګڼې مو ولوسته، په کلتور او راوجونو یې اګاه کړو او د ښځو ژوند مو تر ډېره ولوسته، چې باید ځان ته په ژوند کې څه ډول حل لاره وټاکي او ژوند ځان ته اسانه کړي.
داسې ورځ ورسېده، پلار جان مې ناروغ شو، تل مطالعه له کتابونو هم نه کېږي، موږ له خپلو مشرانو هم ډېر څه زده کړي او هر چاته لازمه ده چې دا هر څه تر نورو یا هم د کاغذ تر سپینو پاڼو یې وکاږي. کله چې پلار مې ناروغ شو، موږ هغې وخت کې خپل روان له لاسه ورکړی و او هېڅ نه پوهېدو چې څه وکړو، ځکه مشره زه وم، مور مې او دوه واړه وروڼه مې وه.
دلته مو پرېکړه وکړه چې باید ګاونډیان او خپلوان خبر کړو څو موږ سره مرسته وکړي او پلار مې روغتون ته انتقال شي، له هغې وروسته موږ ډېرې سختې پرېکړې وکړې چې دا کار ډېر سخته وه. مثلاً د پلار نه انتقالول په خونریزي حالت کې؛ بل شخصي روغتون ته یا هم له یو روغتون نه بل ته یا هم پاکستان ته؛ ځکه دلته پرېکړه ټولو موږ ته پریښې وه، همدارنګه عملیاتول یا هم نه عملیاتول یې یا به جوړېده یا هم خدای مه کړه له منځه تله.
له هغې ورځې وروسته مو یوه اوونۍ وژړل، بد حال هېڅ هم توپیر ونه کړ، رو رو دفتر ته لاړم، مور مې هم ښوونځي ته، هلته چې لاړم سم د لاسه مې ځان ته پي ډي اف کتاب ډانلوډ کړ، څو زه یې ولولم او باید زه خپل کور او ژوند مدیریت کړم.
چې دفتر ته راتلم له کار پیل نه به مې کتاب مطالعه کړ، بیا له کار نه وروسته روغتون ته ورتلم او بیا د کور مېلمانه، د پیسو مدیریت، چې له چا واخیستل شي، څومره زه پیدا کولی شم، زه باید د کور مصرف څنګه کنټرول کړم؟
د دې لپاره مې کتابونو ته اړتیا وه، نور مې مطالعه پیل کړه، له دې سره زه وتوانېدم چې څو نورو ته رسېدګي وکړم. همدا راز له بستر وروسته مو څلور میاشتې هم کار هم مطالعه وکړه، څو دې لپاره چې له پلار مو څه ډول ساتنه وکړو.
ووایم چې ما د ژوند په هره برخه کې له کتابونو مرسته اخیستې، بیا هم کمه ده. یوه ورځ مو مجلس لره پخوانی د پوهنتون ټولیګوالې سره یو ځای شو، هرچا واده کړی، څوک مور شوې، څوک د هلک مور، څوک هم د نجلې مور، څوک هم امېندواره وه، څوک هم کوژده…
همداسې ملګرې مې وویل: زه یو شمېر کتابونو لوستلو ته اړتیا لرم، چې د امېندوارۍ دا نهه میاشتې په ښه شکل او سالمه خواړه واخلم، څو ماشوم مې کوم مشکل سره مخ نه شي، ځینو ویل زه خو لور لرم، یو شپږ کتابونه دي څوک چې لور لري باید یې ولولې، چا ویل زه کوژده یم، د ګډ ژوند لپاره مطالعه کوم څو سبا خسرګنۍ سره په ارامه ژوند مخ ته یوسم.
یوې واده کړې نجلۍ هم غوښتل چې میراث اړوند مطالعه وکړي چې د دې حق څومره دی؟ په ټوله کې پرته له مطالعې ژوند لکه نا سالمه خواړو په څېر دی.
د مطالعې (لوست) په وسیله انسان زده کړه کولای شي؛ مطالعه د ویلو، لیدلو، اورېدلو او لیکلو په واسطه کېدای شي. ځینې وګړي د کتاب په لوستلو سره مطالعه کوي او زده کړه حاصلوي، ځینې بیا په لیدلو، اورېدلو او لیکلو په مرسته زده کړه ترلاسه کوي. مطالعه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په لویانو او کوچنیانو کې خپل تاثیرات لري. د نړۍ ټولو عالمانو د کتاب او مطالعې په واسطه ځان او ټولنې ته خدمت وکړ او نومونه یې په نړۍ کې تلپاتې دي. د انسان یو جسمي قوت دی او بل فکري قوت او ذهني قوت دی، په جسماني کارونو کې د سپورت او ورزش په مرسته د انسان جسم/بدن جوړېږي او قوي کېږي، خو د مطالعې او ډېر کتاب لوستلو باندې د انسان فکر پیاوړی کېږي.
د نړۍ د ټول عالمانو فکري قوت او پوهه، نسبتاً جسمي قوت ته زیاته وه. یانې فکري ځواکمنتیا له جسمي ځواکمنتیا بهتره ده. د نوي ساینس پرمختګ او هره ورځ پرمختللې څېړنې دا څرګندوي، چې نړۍ د مطالعې په مرسته نوي نوي تحقیقات کوي. له لویانو سربېره په ماشومانو هم مطالعه، کتابونه او په کور کې کتابتون خپل مثبت تاثیرات لري.
د ارواپوهنې عالمانو ثابته کړې ده، چې د والدینو کتاب لوستنه او مطالعه په ماشوم باندې په رحم کې خپلې اغېزې لري، د میندې ټول کړه وړه په ماشومانو باندې په رحم کې مثبت او منفي تاثیرات درلودلای شي. په کور کې کتابونه او يا شخصي کتابتون هم د ماشومانوپه روان او روح باندې خپل تاثیرات لري. استاد غضنفر وایي: که مور او پلار بېسواده وي، د مطالعې او کتاب سره مینه ونه لري، د خپلو اولادونو د اینده لپاره دې، خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي، څو چې د ماشومانو مطالعې او کتاب سره مینه پیدا شي. په هغه کور کې چې کتابونه وي، ماشومان یې نسبتاً د هغه کور له ماشومانو ژر او څو کاله زیات مکتب او تحصیل کوي، چې کتابونه په کې نه وي.
په یو ځای کې مې ولوسته، یو لیکوال او فرهنګي خپلې لور ته د واده سامان (جیز) په اخیستلو کې د نورو توکو سربېره کتابونه هم اخیستي وو، چې زما په پوهه دا کار د ټولنې د وګړو لپاره لوی پیغام لري. کتاب د پوهې خزانه او د فکر کولو لپاره زمینه برابروي.
د کتاب تحفه د پوهې او فکر پیلامه ده. د کتاب هدیې ورکولو دود باید ژوندی شي، څو مو عام لوستي ولس سره د کتاب مینه پیدا شي. په افغانستان کې دود دی، چې په واده کې د واده خاوند ته تحفې وړل کېږي، که چېرې هر کس شاه ته د نورو ټولو شیانو پرځای کتابونه واخلي، نو د هر ډول تحفې نه یې ارزښت زیات دی او په اینده کې به په کور کې کوچنی کتابتون ولري، چې دغه کتابونه د ده د کورنۍ نسل نسل ته ګټه رسوي. هغه کور چې ډېر کتابونه لري، د کورنۍ غړي یې پوه او تحصیل کوونکي وي او خامخا به د پوهې او علم پر ګاڼه سمباله کورنۍ ټولنې ته وړاندې کوي.
ځینې ځوانانو مو له سلاح سره عکسونه اخلي او په دې ویاړ کوي، چې ډول ډول وژونکي توکو سره انځورونه واخلي، دلیل د عکسونو اخیستلو یې دا دی، چې د داسې اشخاصو په کورونو کې سلاوې وي او هر وخت یې د خپلو مشرانو سره لیدلي وي. دوی فکر کوي، چې سلاح د ځان سره ګرځول ښه کار دی، که همدا کورنۍ د کتاب، قلم او مطالعې سره مینه ولري او په کور کې یې موجود وي، نو هېڅکله به داسې انځورونه پیدا نه کړو چې د نفرت، کرکې او وژنې پیغام ولري.
په مکتبونو، پوهنتونونو او نورو علمي ځایونو کې باید پوهه، تحصیل او مطالعه د مادیاتو د لاسته راوړلو په موخه نه وي، هر انسان باید پوهه د دې لپاره تر لاسه کړي چې فکر او نظر کې یې مثبت تغیرات راشي. استاد الفت وایي: (زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې د پوهې قیمت کم شي او هر څوک یې اخیستلای وشي.) د استاد د خبرې په تایید هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، دا مهم نه دی، چې هر یو دې په لوړ پوست کار وکړي او یا دې دنده ولري. پوهه، علم او مطالعه د انسان په فکر او عقل کې تغیرات راوړي، دغه ګټه یې له هر شي زیاته ده.
یو عالم د کتاب په هکله وایي: هر انسان باید کتابتونه ولري او که داسې یو کس پیدا شي چې کتابونه نه لري، نو دوستي دې د داسې یو عالم سره وکړي چې ډېر کتابونه ولري او هر وخت په مطالعې بوخت وي.
پایله:
په دې مقالې کې مو د ښځو د مطالعې اړوند نظریات راټول کړي دي او دلته پرې بحث شوی دی چې د ښځو مطالعه د دوی پر ژوند څه اغېزې لرلی شي. مطالعه له دوی سره څه مرسته کوي چې دوی ته یې د څه ډول مبارزې کولو لاره ښودلې ده. چې پاس مو ولوستل.
Maryaniazi555@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.