زما د معلوماتو له مخې ارواښاد استاد محمد ابراهیم عطایي، په افغانستان کې لومړنی څېړونکی دی چې په قبیلوي حقوقي کودونو یې منظم کار کړی او د پښتنو قبیلو د اصطلاحي کودونو یوه مهمه مجموعه یې چاپ کړې ده. دا کتاب د افغانستان د خلکو د یوې لویې برخې د فولکلور، ټولنپوهنې، توکمپوهنې او تاریخي – فرهنګي بشرپېژندنې له پاره، یو دروند او پوخ اخځ بلل کېدای شي.
د استاد عطایي کتاب ( د پښتنې قبیلو اصطلاحي قاموس) نومي، چې په کال 1357 هـ ش کې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړېوال مرکز له خوا، په 325 مخونو کې، د ارواښاد عبدالهادي هاند په زیار په کابل کې خپور شوی دی. د کتاب د دویم ځل خپریدو په سریزه کې راغلي، چې د کتاب د لومړي خپراوي تيراژ ۵۰۰ ټوکه و.
له هغه ځایه چې دې کتاب په همغه لومړنیو کلونو کې ډېر مینه وال وموندل او چاپ شوې نسخې ژر پای ته ورسېدې، د افغانستان د اقوامو او قبایلو وزارت په کال 1387 هـ ش کې پرېکړه وکړه، چې دا کتاب بیاځلې خپور کړي. دا ځل د کتاب متن په هرات شریف کې، د سپین ادې ادبي او فرهنګي ټولنې او په ځانګړې توګه ځوان فرهنګپال، ښاغلی مطیع الله روهیال په زیار، ښاغلي تېمورشاه یوسفزي کمپوز کړی و، چې وزارت په کابل کې چاپ کړ. باید ووایم چې ښاغلی کمپوریتور، د سپین ادې د ادبي او فرهنګي ټولنې محترمو مسوولینو او د اقوامو او قبایلو وزارت درنو مشرانو، په هغه وخت کې د کتاب لومړي ټایپي متن معتبر ګڼلی اود هېڅ راز املایي، انشايي، ګرامري او متني سمونونو اړتیا یې په پام کې نه ده نیولې.
زما مطلب دا دی چې د قاموس د قبیلوي کودونو او اصطلاحاتو د معانیو او مفاهیمو د خوندیتابه تر څنګ، باید کتاب داسې په دقت کتل شوی وای، چې هم د سیمه ییز ګړدود له درنې اغېزې وتلی وای او هم یې په ځینو کودونو کې، د مفاهیمو د تتوالي او ګنګوالي ستونزه او یا ټایپی تېروتنې حل شوی وای.
پښتو ژبه دری ستر ګړدودونه لري: ختیځ (لغمان، کونړ، ننګرهار تر پېښور، سوات، باجوړ او بنیر پورې)، دویم منځنی (وردک، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست تر وزیرو، هنګو او … پوری) او درېیم لویدیځ (زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او ځینو شمالي ولایاتو کې میشت پښتانه)؛ خو ۵۰-۴۰ کاله مخکې په کابل کې داسې ژبې وده کوله چې د هیچا نه وه؛ خو د ټولو وه.
په هغه وختونو کې د پښتو د درسي نصاب او د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو ځینې درسي لکچرونه او کتابونه، دولتي او خصوصي چاپي رسنۍ، رادیو تلویزیون او د پلازمېنې د خلکو محاوره په همدې ګړدود ولاړه وه، چې د ټولو د افهام او تفهیم د پاره اسانه وه. البته همغه وخت هم ځینو ښاغلو لیکوالو او ویناوالو، خپل سیمه ییز ګړدودونه غوره بلل او هڅه یې کوله چې د معیار په ځای (خپله خوښه) وکاروي او یوازې خپل ذوق خړوب کاندي!
شک نشته چې ارواښاد استاد عطایي، په خپل وخت کې ډېر دروند کار کړی او د پښتنې قبیلوي کودونو یو جامع کتاب یې چمتو کړی؛ خو د کتاب هغه وختني کمپوز (ټایپي) ځینې داسې ستونزې لري چې لوستل یې، په تېره بیا درې ژبو خویندو – وروڼو ته ګران پرېوزي او کېدای شي چې د ځینو کودونو سمه معنی ځینې ورکه شي. د کتاب په لومړني چاپ کې ټایپی، املایي، انشایي او ان متني تېروتنې هم شته، چې ما په دې سریزه کې ۲۰ ډولونو ته لنډه اشاره کړې ده.
ما له کابو ۲۵ کلونو څخه دا هیله درلوده، چې که د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس کتاب په څو لویو ژبو لکه دري فارسی، انګلیسي، عربي، روسي، جرمني او اردو وژباړل شي، نړېوال به پښتانه سم وپېژني او په دې به پوه شي چې دا بېوزله ولس، د قبیلوي دودونو او ذهنیت، په وسپنیزو ځنځیرونو کې ایسار دی او نه ښایي چې ټول یې د وژلو د پاره پوځونه واستوي او جګړه یوازنی حللاره وبولي؛ بلکه دوی به له پښتنو سره د (وړ) چلند د سمو لارو د موندلو هڅې وکړي او په داسې حالاتو به فکراو کار وکړي، چې پښتانه ورو- ورو د ښوونځیو، ښوونکو، کتابونو، لوړو زده کړو، علومو، فنونو، هنرونو، مدني فعالیتونو، ورزشي لوبو، ښاریتوب، سوداګرئ، سیر او سیاحت او راشه درشې، د لارې له قبیلویت څخه اوسنئ وخت ته راورسي او د دوی د پېړیو- پېړیو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
ما دا دوه خبرې یعنې د ارواښاد عطایي صاحب د کتاب ایدیت او سمون او د کتاب احتمالي ژباړه، په جرمني کې د افغانیک دفتر له مشر او د سوونو پښتو او دري علمي کتابونو د خپرونکي، محترم داکتر یحیی وردک سره مطرح کړه. له نېکه مرغه چې داکتر صاحب د کتاب بیا خپریدل ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې کتاب به له ایدیت وروسته د خپل دفتر د لارې بیا خپور کړي؛ خو دواړو په دې موافقه درلوده چې د کتاب له پاره داسې یوه سریزه په کار ده چې په قبیله، قبیلوی جوړښتونو، قبیلوي ذهنیت او د قبیلوی ژوند د دوام په اضرارو لیکل شوي وي. ما هغه وخت له داکتر صاحب سره ژمنه وکړه چې زه به داسې یوه سریزه ولیکم.
د کتاب ایدیت ۸ میاشتې وخت ونیو. کتاب داسې ایدیت شوې چې منځپانګې ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی او ټول قبیلوي حقوقي مفاهیم سل په سلو کې خوندي دی. د کتاب د متن د تایپی او انشایي نیمګړتیاوو د ایدیت د کار ځينې مثالونه په دې سریزه کې راغلې، چې ښاغلي لوستونکي ډاډه اوسي چې ډېرو کمو شکلیاتي بدلونونو، د کتاب منځپانګې او محتوی ته هېڅ زیان نه دی رسولی.
د قبیلې په هکله متن هم په یو کال کې بشپړ شو. البته دا خبره باید یاده کړو چې دا یو ډېر لوی، ژور او هراړخیز بحث دی، چې د دې کتاب په بیا خپراوي به انشااالله پیل شی او هیله ده چې زموږ ګران پوهان او اهل نظر یې يوې سمې پایلې ته ورسوي.
پاته شوه د کتاب د ژباړې موضوع. تاسې یقین وکړی چې ما د ښاغلي حامد کرزي د واکمنئ په لومړنیو کلونو کې، په کابل کې داسې څوک و نه موندل چې دا کتاب دې له خپلې ټولې بډایه منځپانګې سره، دري یا انګلیسۍ ته وژباړی. هغه وخت وطن د مسلکي کادرونو له سخت کمښت سره مخامخ و او ډېرو شرکتونو د خپلو فني، حسابي، اداري او عملیاتې کارونو د پاره بهرنیان استخدام کړي وو. که دا ارمان هغه وخت پوره شوی وای، د افغان بېسیم شرکت مشر ښاغلي بیات د ژباړي په برخه کې د مالي مرستې ژمنه کړې وه.
وروسته له دې چې ما د کتاب د ژباړې د اړتیا په اړه، د ښاغلي داکتر یحیی سره خبرې وکړې، له نیکه مرغه د شاه محمد کتاب پلورنځی مالک او د افغانستان درانه فرهنګي شخصیت، ښاغلی حاجي شاه محمد رییس، په دې پوه کړم چې د عطایي صاحب قاموس، د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند د واکمنی په لومړي پړاو کې، د افغانستان علومو اکادمئ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز په نوښت، ښاغلي محمد شینواري په انګلیسي ژباړلی او د محترم جبار نادر تر ادیت وروسته، په کم تيراژ په کابل کې چاپ شوی چې اوس نه موندل کېږي.
ما دا خبره په کابل کې د علومو اکادمئ د سیمه ییزه مطالعاتو له مشر، محترم داکتر ظاهر شکیب سره شریکه کړه. داکتر صاحب ډېر لطف وکړ او ژر یې د کتاب د بشپړ انګلیسی متن پي دي اف ما ته ولېږه. ما دا متن چې په لیدو یې ډېر خوشاله شوی وم، په جرمني کې د (افغانیک) مرکز مشر داکتر یحیی وردک ته واستاوه؛ ځکه ده مخکې زما په وړاندیز پرېکړه کړې وه، چې د ارواښاد عطایي صاحب د قاموس پښتو متن به د درېیم ځل او انګلیسي متن د دویم ځل له پاره خپروي، چې ګټه یې عامه شي.
داکتر صاحب یحیی دا انګلیسی متن په کابل کې د افغانیک دفتر، ښاغلي حکمت عزیز ته واستاوه چې کمپوز شي او ما دنده واخیسته چې د کتاب پښتو متن په دقت ولولم او په ځینو برخو کې متني، ګرامري، املایي او انشايي سمونونه راولم او هغه ستونزې لیرې کړم چې په دوو پخوانیو متنونو کې وې او ضمناً د سریزې په توګه د قبیلې په پېژندنه یو څه ولیکم.
اوس به د کتاب د متن هغه ډېرې کمکې نیمګړتیاوې له درنو لوستونکو سره شریکې کړو، چې لږ یا ډېر کار یې غوښت او د کتاب د بیا ایدیت اړتیا یې رامنځ ته کړې وه.
لومړی: د کتاب لویدیځ ګړدود په اوسني متن کې د کابل معمول معیار ته واړول شو. لکه سو (شو)، سوي (شوي)، کښېناست (کیناست)، کښېنی (کینې)، کښېنول (کینول) (ص ۱۷، ص ۴۸) او داسې نور. شک نشته چې د کښیناست او کښېنئ غوندې کلمات د لوی کندهار د درنو خلکو، په ګړدود کې، خورا ښې ښکاری او خوږې لګي؛ خو ښه به دا وي چې هم یې لند کړو او هم عام. لکه کېناست او کېناستل او داسې نور.
دویم: د کتاب په لومړیو او دویمو چاپونو کې، پښتو یاګانې(ی) په پام کې نه دي نیول شوې. زه فکر کوم چې د ۵۰ کاله مخکې طبع حروفي به، دا وړتیا نه درلوده چې دا پنځګوني یاګانې په ټول کتاب کې مراعات کړي. له هغه ځایه چې ارواښاد عطایي صاحب د دې حقوقي کودونو د ټولولو د پاره ډېر زیار ایستلی، په کار ده چې لوستونکي یې د کار په ارزښت او د کودونو په معانیو سم پوه شي. ښکاره خبره ده چې دا هیله هغه وخت پوره کېږي چې په متن کې یاګانې مراعات شي چې د کلماتو مفاهیم په سمه توګه انتقال ومومي.
درېیم: د کتاب په لومړي چاپ کې د کلماتو او اداتو په منځ کې فواصل Spaces نه دي مراعات شوي، چې د کتاب په لوستلو کې ستونزې جوړوي. د کلماتو او اداتو یو ځای کېدن یا بېځایه لیری کېدن، حتی معنایې توپیرونه منځ ته راوستلای شي. لکه (… یا نورمال چې قیمت ولري قبلول کېږي) (ص ۲۴۶، س ۹). دلته دا نورمال د عادي په معنی (نه) دی؛ بلکه د (نور) (مال) معنی ورکوي. لکه زمکه، ټوپک او نور مال. دلته وینئ چې د فاصلې (واټن) نه مراعات نور – مال په نورمال یا عادي بدل کړي. بل مثال: (دولور نه تادیه) (ص ۲۹۰، س ۷) دا به مبتدی لوستونکو ته ډېره ستونزمنه وي چې د دې کلمې په معنی سم پوه شي. اعراب وایي چې لوستونکي د ځینو کلماتو معنی باید د جملاتو له (سیاق) څخه ومومي، یعنی متن ته په کتو د کلماتو معناوې ومومي؛ خو د فواصلو سم مراعات دا ستونزه په اسانه حل کولای شي. که موږ د (دولور نه تادیه) فاصلې مراعات کړو، هغه به دومره اسانه شي: د – ولور – نه تادیه یعنې د ولور نه ورکړه.
د کلماتو او اداتو بېځایه لیری کېدن هم همداسې دی. لکه سور – لاسی (سورلاسی) (ص ۱۰۸، س ۲۱)، سور – ټیکری (سورټیکری) (ص ۱۰۹، س ۱)، څړ – ځای (ځړځای) او داسې نور. دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې په کتاب کې دا (-) دشونه نشته؛ خو په ځای یې د بېلګې په توګه (سورلاسی) په منځ کې بېځایه واټن راغلی چې ستونزه جوړوي.
څلورم: د کتاب په لومړي چاپ کې د (و) او (وو) په ځای (ول) راغلی چې ډېر عام نه دی. په پښتو کې موږ داسې وایو چې (احمد ښه سړی و) او (احمد او محمود ښه خلک وو)؛ خو ارواښاد عطایي صاحب د دواړو دپاره یوازې (ول) راوړي چې د تامل وړ ښکاري، لکه (… د نورو قبیلو څخه ول) (ص ۹۳، س ۱۷) یا بیرغونه تور ول (ص ۳۰، س ۵).
پنځم: په کتاب کې ځینې داسې غلطي شته چې ښايي ټایپي تیروتنې یې وبولو لکه: فرضیه (چې په اصل باید فریضه وي) (ص ۹۶، س ۲۳) پښیمانه (اصل پښتانه) (ص ۱۳۱)، حامل واری (چې په اصل کې باید حامله کیدل یا بلاربتوب وي) (ص ۷۱، س وروستی) او داسې نور.
شپږم: په کتاب کې ځینې کلمات/ ادات راغلي چې باید بېل ولیکل شي، لکه: کنه (چې په اصل کې باید که نه وي) (ص ۹۳، س ۱۲)، ځانته ( ځان ته) (ص ۶۴، س ۱۱) او (ص ۷۱، س ۲۰) او داسې نور.
اووم: په کتاب کې ځینې داسې جملې شته چې فارسي دري یې په پښتو لیکلي، لکه: او بدي پر بنا کېږي (ص ۱۱۱، س ۱۴)، یعنې بدي پرې جوړېږي.
اتم: د کتاب په لومړي چاپ کې، ارواښاد استاد عطایي د اشاري ادات لکه (دغه)، (دغو)، (دغسې)، (دغومره) ډېر راوړي چې ما په دې اوسني متن کې په (دا)، (دی)، (داسې)، (دومره) او داسې نورو اړولی چې لوستل یې اسانه دي.
نهم: په کتاب کې ځینې عربي کلمات شته چې ما معیار ته اړولي لکه: د دعوه په ځای (دعوی) (ص ۳۳، س ۷ ).
لسم: په کتاب کې ځینې داسې تکراري کلمات شته چې په لیرې کېدن یې متن ښکلی او اسانه کېږي، لکه (… له پاره یې سپین پټکیان تورې کټوې په سر نیسي یا قرانونه پر سر نیسي او د جګړې ډګر ته ورننوزي (ص ۷۷، س ۴). ما دلته یو (پر سر نیسي) حذف کړي دي. نورې بېلګې هم شته.
یوولسم: په کتاب کې ځینې متني نیمګړتیاوې شته، چې سمون به یې له لوستونکو سره مرسته وکړي چې د دې معتبر قاموس په قبیلوي کودونو سم پوه شي، لکه … لغړی پیران او (پړ) په قبیله کې د پخوا څخه یو د بله بدې هم سره لري او اختلاف پر سیمه ایزو مسایلو دی (ص ۲۴۰، س ۱۸ او ۱۹). دلته (پړ) نیمګړی ښکاري. یعنې څوک؟ یو طرف لغړ پیران دي؛ خو دا بل پلو سم نه پېژندل کېږي.
دوولسم: د کتاب په لومړي چاپ کې ځینې تېروتنې سمون غواړي، لکه: د مسطوره په ځای (مستوره) (ص ۱۰۴، س وروستی) چې له (ستر) څخه اخستل شوی.
دیارلسم: د کتاب په لومړي چاپ کې کله داسې تېروتنې شته چې ګرامري ستونزه بلل کېږي. لکه … سپین پټکیان او پسه د ننواتي مهم جز ګڼل کېږي، چې اصلاً باید (اجزا) وي؛ ځکه سپین پټکیان او پسه جمع دي.
څوارلسم: د کتاب په لومړي چاپ کې ځینې داسې اضافي افعال شته چې په لیرې کېدو یې، جمله اسانه او ښایسته کېږي، لکه (… ډزی کول شرم دی) (ص ۲۲۸ او ۱۳۴). دلته که (کول) لیری کړو، جمله خپل همغه پخوانی مفهوم ساتي: (ډزې شرم دي)؛ ځکه په ډزو کې د (کول) عمل خپله شته. که موږ ووایو چې احمد په ډزو محمود وواژه، دا جمله به ښکلی وي، نظر دې ته چې ولیکو: احمد په ډزې کولو محمود وواژه!
پنځلسم: له کلماتو څخه د (ور)، (در) او (را) لیرې کول. لکه راګرزېدل (یوازې ګرځېدل)، راټولونه (ټولونه) (ص ۲۱)، را پالل (پالل) (ص ۲۱، س ۱۱)، ور څخه (څخه) (دویمه سریزه، س ۲)، ورننوزي (ننوځي) (ص ۷۷) او داسې نور.
شپاړلسم: د کتاب په لومړي چاپ کې هغه (و) چې د منسبولو د پاره په لویدیځ ګړدود کې عام دی، شته؛ خو ما په اوسني ادیت کې دا (واونه) لیرې کړي. لکه (… د مخاطب و ذهن ته ژر ورولی) (ص ۳۲).
اوولسم: د کتاب په لومړي متن کې داسې فکر شوی چې که په ځینو کلماتو کې د (ش) په ځای (ښ) ولیکل شي، دا به پښتو شي. لکه کوښښ (کوشش)، لښکرګاه (لشکرګاه)، ګښت (ګشت) (ص ۶۷)، ښاخ (شاخ) (ص ۴۱)، بخښښی ( بخششی) ( ص۱۰۱، س ۱۳) او داسې نور. همداراز د بخښل او بخښنه په شان کلمات هم شته چې اوس معمولاً (بښل) او (بښنه) لیکل کېږي چې دا همغه د دري (بخشش) دی.
اتلسم: د کتاب په لومړي چاپ کې ځینې داسې ناپښتو کلمات راغلي، چې موږ یې لرو او ما په دې اوسني ادیت کې ځای په ځای کړي. لکه نماینده ګان (استازي) (ص ۱۲۹، ص ۳)، چوپان (شپون – پوونده) (ص ۱۲۱، س ۳) او نور. په دې جمله (وله یا ولې په باجوړ کې د موقتي صلح په مفهوم یادېږي) (ص ۲۹۰، س ۱۰) کې، چې ما (موقتي صلح) په (لنډمهاله سوله) بدل کړل. جمله لا ښکلی کېږي: وله یا ولې په باجوړ کې د لنډمهاله سولې مفهوم لري.
نوولسم: د کتاب په لومړي چاپ کې، ځینې داسې مترادفات شته چې که یوه کلمه لیری کړو، په معنی کې توپیر نه راځي. لکه: جنګ او جګړه (ص ۱۱۱، س ۱۱ او ص ۲۳۸، س ۲) وګورئ دلته که (جنګ) لیری کړو، د مفهوم په ارائه کې هېڅ کمي نه راځي.
شلم: په کتاب کې ځینې متني تیروتنې شته چې سمون ته اړتیا لري. مثال: (که ټوپک یو څوک خرڅ کړي او بیا پښیمانه شي، نو دا د ټوپک سپکوالی بولي او دغه کار ناغه هم لري. پښیمانه سړی په ۱۲۰۰ افغانی د ټوپک د سپکوالي په نامه د ټوپک اصلي خاوند ته ورکوي بیا به ټوپک ور مستردوي) (ص ۱۱۶، س ۱۰ او ۱۴). د دې متن له مخې یو چا ټوپک خرڅ کړی او پښیمانه شوی؛ خو ناغه هم ده ته ورکول کېږي! دلته سمه خبره دا ده چې اخیستونکی پښیمانه شوی چې هم به (اصلي خاوند) ته ناغه ورکوي او هم به ټوپک بیرته ورته سپاري.
دلته د یوې بلې خبرې یادول په کار دی، چې د ارواښاد عطایي صاحب په څېړنه پورې اړه نه لری؛ خو یو ژور بحث ته اړتیا لري او هغه د پښتنو په حقوقي قبیلوی حقوقی قاموس کې، د ترکي، مغلي، عربي او فارسي اصطلاحاتو شتون دي. له هغه ځایه چې له بده مرغه د افغانستان اوسنئ خاوره، تل د پردیو تاړاکونو د ډګر په توګه کارول شوی او ډېر راغلي پردي، په خپلو- خپلو وختونو کې، لکه یونانیان، سلجوقیان، مغل، عرب، صفویان او نور، په حقیقت کې قبایلي یرغلګر وو؛ نو دا به د دوی د راتګ، معاشرت او د ځینو د پاته کېدو اغېر وبولو، چې نن د پښتنو تز نیمایي ډېر قبیلوي حقوقي اصطلاحات په مغلي، ترکي، عربي او فارسي ژبو دي او د همدې اصطلاعاتو معناوې هم همغه دي، لکه په اصلي خلکو او ژبو کې چې شته.
۱ — مغلي لکه تویغ (د تاوان په معنی) (ص ۶۰)، ایلچي ( د فهرست شمیره ۱۸).
۲ — ترکي- ازبیکي لکه جرګه(۱۰۶)، چپاول(۱۱۱)، تیغ(۱۴۹)، بیرق/ بیرغ (۴۲)، قلعه(۲۷۶)، یرغل( ۳۹۷)، ایل( ۱۷)، مچلګه/ مچلغه( ۳۲۳).
۴ — فارسی لکه زورور/ زوراور( ۲۰۵)، لشکر(۱۷۱)، دشمن(۱۶۱)، خونبها(۱۵۳)، تاوان(۷۱)، بدل(۲۵)، خون( ۱۳۳)، پناه (۶۵)، کلانتر(۲۷۸)، نرخ( ۳۶۶)، نارینه/ نرینه( ۳۶۸).
۵ — اردو لکه بټیار(۲۵) او جولا(۱۱۰).
په پای کې غواړم له دې ښاغلو او اغلو څخه د زړه د کومې مننه وکړم:
ډېره مننه
احسان الله ارینزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.