عدم تشدد یا ستیا ګراها

همایون دوست

121
عدم تشدد یا ستیا ګراها:
د عدم تشدد په اړوند د عامه اهذانو د روښانتیا او رڼاوي په موخه لازمي ده یاد شي چې، نه پوهیږم چې په پښتو کې د عدم تشدد دغه اصطلاح له کومه خوا راتپل شوي، چې نه یې عدم پښتو دی او نه تشدد، زما د معلوماتو له مخې ګاندي ګڼ کلونه اندیښمن ؤ چې دا خپل نهضت ته تر کوم نامه لاندې حرکت ورکړي، تر څو یې له نامه څخه مخالفین ناوړه ګټه پوري نه کړي، چې بالاخره «ستیا ګراها» یې وه نوماوه او «ست» په سانسکریت ژبه کې دګم دی، ښایې ځینې لوستونکو مو د دګم په مانا پوه نه وی، دګم په ګڼ خدایزه (مشرکینو) او یو خدایزه(ابراهیمي) ادیانو کې مطلق حکم دی، یانې که غواړې او که نه غواړی، نو دا یو حقیقت دی او دا به پرته د قید او شرط څخه منی او په دی د شک کولو سړی واجب القتل ګڼل کیږي! د بیلګې په ډول په مسیحت کې، خاصتاْ د کاتولیکې کالیسا د پیروانو په عقیده «درې ګونه» یو دګم دی، دوی حکم کوی (توبه اعوذ باالله)،چې عیسې(ع) رسول یا پیامبر نه چې پخپله خدای ؤ او د انسان په بڼه یې دی نړۍ ته سر راښکاره کړ چې د انسان په بڼه کې په ځان باندې د ژوند کول ازمایښت کړي، دا تحملي عقیده که چا منله، نو ښه تر ښه او که نه یې منله، دوې ته بیا د منکر سړی خون روا عمل ؤ او په همدې پلمې ام د صلیبې جګړو په ترڅ کې د لکونو مسیحی پروتستانو او غیر مسیحی(یهودو، مسلمانانو…) ژوند له تیغه تیر کړ، د لا روښانتیا پاره د دګم یوه بیلګه به زموږ د سپېڅلی اسلام د دین ورکړو، موږ وایو چې خدای«ج» «واحد» یاني یو دی او محمد«ص» یې ورستی پیغامبر، دا که چا راسره منله، نو ښه تر ښه او که نه یې منله هغه کافر او ملحد ګڼو او په کافر او ملحد باندې جهاد فرض ګڼو.). په عینې بیلګې د ګاندي ام هدف د استعمار له منګولو څخه د هندوستان ازادول ؤ، یاني «ستیا ګراها» یو هدف دی، یوه ستراتیژې وه، مګر عدم تشدد یو تاکتیک، یو میتود او هدف ته د رسیدلو پاره یو نرم افزاره طریقت دی، چې د شدید تشدد د اور لمبو په تناره کې ټوکیدلې، د شدید تشدد په دروندو او بې رحمه ګوزارنو ټکول شوی او د سخت خشن تشدد د نغري په سور انګار باندې پوخ شوي او همدغو خشونتونو په توپان کې وده کړي، د دغو ازادي خوښو مبارزینو تاریخ که مطالعه کړو، نو ګورو به چې استعماري ځواکونو تل دوی په زندانونو کې د اوږد مهاله قیدونو برسیره تر سختو شکنجو لاندې کړولي او ګڼشمیر وژلي دي، د دوې په وړاندې یې د ژوند د مختلفو اړخونو څخه ډول، ډول فشارونه وارد کړي، چې دوې دومره ستړي او مأیوسه کړي چې نور دی د مبارزې څخه لاس واخلي او یا دومره تنګ شي چې نور په جنګ شي او توری او توپک ته لاس ورواچوي او د تګلارې لوری او مخه یې د تشدد په لورې واړوي، خو څنګه چې پورته یاده شوه، چې عدم تشدد مبارزه پخپله د استعماري تشدد زیږنده ده، فلهذا دغو مبارزینو د لوټمار استعمار د وجود ټولې مکارې څهرې او بڼې او د بطن هره حجره او رګ د هر چا په پرتله لا له نیږدې پیژنده او د هغوې د پارونکې خوزښتونو په مقصد ډیر ښه پوهیدل او د شدیدې سر زوري او بغاوتونو په مقاومت به یې ورسره مقابله کوله، قربانیاني ورکولي او د تشدد مخه به د عدم تشدد په زور بندوله او په مرور د زمان سره به یې محبوبیت لا پسې وده کوله او د مبارزې په نوې پړاو کې به یې بیا په دوراني او تکراري درون کوبه مزاحمتې حرکتونو سره د استعمار په خلاف مبارزې ته دوام ورکاوه او همت له لاسه نه ورکاوه، چې بالاخره استعمارې ځواکونو حس کړه چې نور نو د شدیدی ماتې سره مخ کیږي او مجبور شول چې ځان د بقا پاره، خپلې تیښتې ته د ختیځ او لویديځ پاکستان په نامه دوه لاری پرانیستلي پریږدي. ښایې ځینې لوستونکو ته پوښتنه پیدا شي چې د عدم تشدد مبارزې خو کومه مثبته نتیجه ورنه کړه او برعلاوه هند یې مات کړ او پاکستان یې جوړ کړ، د دا ډول پوښتنو په ځواب بهتره ده چې د حقیقت په ویلو سره شعور ورکړل شي چې مبارزه خو لا ختمه نه ده او د پایلو ارزونه یې لا مخکې له وخته ده، خو تر اوسه که هند نه یوه ټوټه ماته شوه، نو دا د ګاندی او پاچا خان د هلو ځلو برکت ؤ چې د لوی بریتانیا لویه نړیواله امپرتوری یې ام په ګڼو ټوټو وویشله او له بده مرغه پاکستان لا ازاد ملک نه دی دا د افغانانو او هندوانو په غصب شوی خاورې باندې، استعمار د پاتې شوی بقا هغه زهرجنه او مضره نښه ده چې، د دین تر پوښښ لاندې منطقې د ولسونو د سرخوږی پاره کارول کیږي، او د پښتون ژغورنې غورزنګ مشران لا مبارزه کوی چې افغانان ویښ کړي چې د ژوند په سیاسي چارو کې، څوک یې نور د دین او عقیدی په عنوان د استعمار ګټو پاره استعمال نه کړي او په هره جایزه طریقه چې وي پاکستان د ماتولو هڅې لا پسې ګړندی کړي. ***
د عدم تشدد دښمنان او مخالفین څوک دی؟
پرتوګ د پښتون وشکید، پاچا په کې ګیندې وهي
ګـانـدي لیـونی شـوی، سـڼډا تـه سـریندې وهي.
دا طنزي ټپه برملا کوي چې، د استبداد په وړاندې مبارزه کې، د عدم تشدد سولییزی تګلاري سره، د دیوریند کرښې په دواړو غاړو کې، ازادي خوښ وطنپال او خون ګرمه انقلابیون خو لا په یو طرف چې، د پاچا خان په کور دننه یې زوی (فلسفي) شاعر غني خان لا همغږی نه ښودله.
د مسالمت ډوله طریقت رزم په مجموع کې دوه ډوله طبیعي او شعوري نه پخلاکیدونکي دښمنان او نظریاتي پخلاکیدونکي منتقدین او مخالفین لرودل، چې له دې ډلو څخه یې تر ټولو ستر دښمن په سرکي پخپله ښکیلاک (استعمار) او د هغه استخباراتو په کارخانه کې د دین تر پوښ لاندې مجددیانو او ګیلانیانو په شان جوړ شوی شیخ الحدیثان او دی ته ورته نور حاجي مولوی اغا صاحبان وو چې، د پښتنو ولسونو په ویده کولو او ویده ساتلو په تخصص دیني مدرسو کې د اخوند درویزه په درسي نصاب ځانګړی روزنه ورکړل شوی وه، د بیلګې پاره دوی به نالوستو پښتنو ته تبليغوله چې، «… هر څه د خدای په لاس دی هر څه چې پیښ شوي یا پیښیږي هغه د خداې پاک په رضا او د خداې پاک په اراده پیښ شوی او پیښیږي او که نه نو بیغیر خدای پاک له رضایت څخه په ونه کې د ونې یوه پاڼه لا ښوریدلي نه شي او په تاسو واجب ده چې د خدای رضا ته غاړه کیږدی او د خدای په کارونو کې مداخله ونه کړۍ چې هغه درنه خفه او تاسو ګناه کار نه شي…»، په دا شان به دوی د استعمار ظلمونه توجیه کول چې دا د خدای په اراده او د خدای په رضا په تاسو باندې کیږي نه د استعمار له خوا او په همدې کې مو خیر دی! مګر خدای خدمتګارانو به د دوې په خلاف د غفلت په خوب ویده ولسونه ویښول او داستعمار ناجایز ظلمونه یې په د عامه ولسونو په منځ کې غندل، خو قریش پرستو ډیزلي ملایانو به هغوې ته له ممبرونو څخه پیغور ورکول چې، ګواکې تاسو د بې غیرتۍ او ډار له وجې توپک په ځمکه ایښې او ستاسو مشران ( پاچا خان او ګاندي) د پرنګیانو په فرمان او سپارښتنو پښتانه په لوی لاس، د عدم تشدد په پلمه، جنت د حورو او غلمانو د مزایاو څخه بې برخي کوي او جهاد کې خو تشدد لازمي دی، کافر باندې رحم او ترحم کول ګناه ده او دوې به خدای خدمتګاران ننګول چې راځی د نرانو غوندې د غزا او جهاد په ثوابونو کې ځانونه غازیان او شهیدان کړی او که دې ته لیوال نه یاستی نو نور پښتنو ګمراه کولو څخه لاس واخلي. دغو دینې مداریانو به د دا ډول وعظونو په نیرنګ د وطن سره په خپلو خیانتونو باندې پرده وغړلوله او ام به د خپلو نمک حرامو او خیرنو لاسونو خیری د پاچاخانۍ په لمن پاک کړل.
لاکن پاچا خان په خپلو لارویانو ټینګار کاوه چې غېرت یوازې دا نه دی، چې ته په توره او توپک د جابر ټټر سوری، سوری کړی، دا ام بې غیرتي نه ده چې هغه ظالم سره دې چې زور برابر نه وي او ته د هغه توری ته د مظلوم ولس په دفاع کې خپله سینه ډال(سپهر) کړي.
پاچا خان په لاندنۍ څرګندوني شاهدې ورکوی، چې استعماري ځواکونو په کوم جدیت هڅه کوله چې پښتانه د عصری زده کړو څخه محروم وساتي: «پېرنګیانو: په هندوستان کې د نورو له پاره ابتدایي تعلیم په مورنۍ ژبه کې ورکولو، خو یو پښتون بد قسمته قام ته په پردۍ ژبه ورکولو، د دې د پاسه یې ملایان ور پسې لمسولې ؤ، که دا قام تعلیم وکړي ستاسو قدر به کم شي … بیدار شی ،چې د پښتون بچي درنه علم ونکړی، ملایانو به پراپېګنډه کوله، چې پښتو دوزخي ژبه ده او دوزخ کی په پښتو خبرې کیږی، د ملا صاحب نه هیچا دا پوښتنه وکړه، چې هلکه ته د دوزخ نه راغلي یي که کوم دوزخي تا ته دا خبر رارسولې دي… عجیبه خبر خو دا وه چې ملایانو به د دین په نامه خلک د علم نه پاتې کول…نتیجه دا شوه چې یواځی علم څه،چې هر څیز کې د دنیا نه ورسته پاتې شو.»
(زما ژوند او جدوجهد )۱۴ـ۱۵ مخونه« فخری افغان غفعار خان»
***
عدم تشدد که د یرو لاندې انګار :
عدم تشدد غورزنګ ظاهرې بڼې ته که د تاریخ له دریځ څخه له ورایه کتنه وشي، نو لوستونکې داسې جاج اخلي چې د مبارزینو کاروان یې د جنګ او سولي ترمنځ په نرۍ متزلزله پوله باندې روان کړی ؤ او د هر بې احتیاطه ګام پورته کولو کې احتمال لرود چې پښې یا د جنګ خونړۍ میدان ته ښویه شي او یا د ښکیلاک په اطاعت او تابعداری سولې ته غاړه کیږدی، چې د دې لید لوري څخه دا سوله او په سوله کې بیا جنګ او جنګ کې بیا سولې ګډوډي اکثراٌ لوستونکو ته د «پوندانې» کیسه جوړوی، دلته که د «رحمان بابا» دی کلام په اساس چې: «په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه ٭ منځ یې ګوره له چاغزي او له مټاکه» اتکا وکړو د نوموړې غورزنګ د تاریخ باطن لږ ژور او په غور مطالعه کړو بیا ګورو چې دوې تل د سیاسې بدلونو سره هممهاله په موازې حرکت کې، له ځان څخه د انعطاف وړتیا ښودلي او د نوی عصر غوښتنو سره سم یې نوی شعارونه توغولي یانې دا کومه تلپاتې جامد، میتافزیک او په ټپ ولاړ دیني دګم او یا کنګل شوی ایډیالوژیکه عقیده نه ده بلکې مخکښانو یې په کراتو سره مفید تشدد ستایلي ملاتړ یې کړی او د هغې نه یې خپل غورزنګ په ګټه، ګټه پورته کړې. د بیلګې پاره کله چې د دې خبر زیري چې ځوان وطنپال ترقي پسند پادشاه امان الله خان د توری په تشدد د خپلواک هیواد په صفت په افغانستان کې، د ازادی بیرغ پورته کړ په پاچا خان وشو، نو هغه د چا خبره چې د خوشالۍ په کالوي کې نه ځاییده او کابل ته راغی او هلته یې امان الله خان پوره نیم ساعت په خپله غیږ کې ټینګ ونیو او تندی یې ورته په وار، وار سره ښکل کړ، لاکن د همغه (استعمار) د استخباراتي ماشین تولید شوو تشدد پسندو (مجددیانو، ګیلانیانو‌ او ګوډو ملایانو) بیا دغه د خلکو محبوب او لوړ سری پادشاه د ویاړ ډک او مبارک تندی باندی د کفر بدرنګه ټاپه ټپ وهله او لا ګورو، چې د اخوندانو په نړۍ کې د همغو شریرو، او ذلیلو وطنفروشو ملایانو اولاده لا تر اوسه لګیا ده چې، د هغې دروغجنې او جعلي ټاپې رنګ لاپسې تازه ساتي.
په راتلونکو لیکنو کې د عدم تشدد طریقت سره د اخوند درویزه اولادی «ګل خانانو» او متجاهلو افراطیونو دښمنې او د دې ډول طریقت مبارزي سره خلکیانو د مخالفت لاملونه وڅیړو.
خو اوس پاره دا تعریف کیداې شي سم وې چې«عدم تشدد، نه په تود جنګ د جنګ په میدان کې جنګیدل دی او نه په ټیټ سر او خړو سترګو د خپل کور او کلي او د ورورنو په وینو لمبول شوو کنډوالو کې، په مات سر د دښمن پښو لاندې پړمخ پریوتل او یا بې قید او شرط تسلیمیدل دی، بلکې دا په اخلاقي ځیرکتیا، په سړه سینه، په زغم او حوصله، بې برګۍ، بې تاوتریخوالي او په تړمه او معتدله طریقه، د دښمن اقتصادي سرچینې وچول او د سیاسي غرور حقوقي حیثیت زیانمنول او کمزوری کول دی».

ساراسواتي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.