د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښونه شوي

87

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویل شوي چې لسګونه افغان ښځې چې د دې ادارې لپاره په افغانستان کې کار کوي، د مرګ څرګند ګواښونه یې ترلاسه کړي دي. دا ګواښونه په داسې حال کې شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو (۲۰۲۱) راهیسې د ښځو حقونه سخت محدود شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) ویلي، د دې ادارې ښځینه ملي کارکوونکو ته د روان کال په مې میاشت کې مستقیم د مرګ ګواښونه وشول. راپور زیاتوي چې طالبانو یوناما ته ویلي، د دوی کسان په دې ګواښونو کې لاس نه لري او د کورنیو چارو وزارت پلټنه روانه ده.

خو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې هېڅ ډول ګواښ نه دی شوی:

“دا بشپړ ناسم دی. وزارت د دې لپاره ځانګړی مستقل ریاست لري او د خوندیتوب ستراتیژیک پلان مو جوړ کړی. نه یوازې دا چې ګواښ نشته، بلکې هېڅ څوک د ګواښ توان نه لري.”

قانع د تحقیقاتو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

راپور وایي ګواښونه د نا پېژاندو کسانو له خوا شوي چې د دوی د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او پروګرامونو له کار سره تړاو لري، او دې ته یې اړ کړي چې د امنیت لپاره موقتي حفاظتي ګامونه واخلي.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې افغان ښځې له کورنیو او بهرنیو غیر دولتي مؤسسو (انجوګانو) څخه د کار کولو منع کړې، او شپږ میاشتې وروسته یې دغه بندیز د ملګرو ملتونو په ښځینه کارکوونکو هم ولګاوه. طالبانو ګواښ کړی و چې هغه ادارې به وتړي چې لا هم ښځې په دندو لري.

دا لومړی ځل دی چې یو رسمي راپور د دې ادارې په ښځینه کارکوونکو د مرګ ګواښونه تأییدوي. راپور کې همدارنګه د ښځو د شخصي آزادۍ او امنیت نور محدودیتونه هم ذکر شوي، لکه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري ښځې دې ته اړول چې چادري (له سره تر پښو پوښاک) واغوندي. راپور وایي ځینې ښځې یوازې د حجاب په اغوستلو نیول شوې دي.

همدارنګه د طالبانو د قوانینو له مخې ښځو ته د عامه ځایونو د ورتګ اجازه نه ده.

د ملګرو ملتونو پخواني راپور (اګست ۲۰۲۴) ښودلې وه چې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو قصداً محرومې کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.