ټاکل شوې د طالبانو حکومت له ايران سره د بنديانو تبادله وکړي

357
تهران کې د يو زندان انځور چې ويل کېږي، ډېری افغانان هم په‌کې بنديان دي.

ټاکل شوې ده چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره د زندانیانو د تبادلې په تړاو خبرې وکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان به په کابل کې له چارواکو سره د زندانیانو د تبادلیې په تړاو وغږیږي.

په دغو راپورونو کې دې ته اشاره نه‌‌ده شوې چې ښاغلی جلالیان به کله کابل ته ځي، خو د هغه په وینا کې راغلي دي چې د بندیانو د بېرته ستنېدو پروسه به د نړیوالو قوانینو او د افغان چارواکو په همکارۍ ترسره شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات چې په ډنمارک کې نن سبا ژوند کوي وایي چې، پخوا د دواړو هېوادو ترمنځ د تبادلې یو توافق و خو اوس وضعیت روښانه نه‌دی.

نوموړی وايي: “په اوسني وضعیت کې اساسي مشکل دا دی چې، د ایران او طالبانو د نژدې روابطو باوجود، د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او د زندانیانو د تبادلې مسئله د هغو ستونزو له‌‌مخې چې د افغانستان په قضایي سیستم کې شته او اوسني وضعیت ته په کتو سوالونه رامنځته کړي.”

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات
د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات

ایراني رسنیو د ښاغلي جلالیان په وینا پرون خبر ورکړ چې طالبان د دیارلس سوه پنځه اتیایم کال موافقې ته باید ژمن وي، چې له‌‌‌مخې یې کابل او تهران منلې ده چې بندیان تبادله کړي.

د ایران د دولتي اژانسونو د خبر له‌‌مخې ایران به زر تنه افغان زندانیان د دوو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته واستوي او په بدل کې به یې طالبان ورسره د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان تبادله کړي.

“شاوخوا اوونۍ کېږي چې زما د ورور ملګري یې یو-یو اعدام کړي، هغوی پنځه کاله په زندان کې وو.

د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بندیانو شمېر ته په‌دې راپورونو کې اشاره نه‌‌ده شوې، خو مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې لس ایرانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

د ایران د عدلیې وزارت په وینا هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي اکثر یې د مخدرو موادو په تړاو نیول شوې دي او یوشمېر نور په عامو جرمونو بندیان دي چې د بند موده یې نه‌‌ده پوره شوې.

په ایران کې د یوشمېر افغان زندانیانو خپل خپلوان دې ته اندېښمن دي چې ایران به یوازې هغه کسان خوشې کړي چې، په عادي جرمونو تورن دي.

له‌‌‌دې ډلې یوې نجلۍ چې ورور یې د اصفهان په بندیخانه کې بندي دی او نه‌غواړي نوم يې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: “شاوخوا اوونۍ کېږي چې زما د ورور ملګري یې یو-یو اعدام کړي، هغوی پنځه کاله په زندان کې وو. له اسلامي امارته غواړو چې دغو زندانیانو ته فکر وکړي او دغه کسان راخوشې کړي، هغه کسان چې په سختو جرمونو بندیان شوي دي.”

ايران د زاهدان په زندان کې يو بندي افغان اعدام کړی

روانه اوونۍ دوشنبې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان (حال‌وش) خبر ورکړ چې، د زاهدان په زندان کې د محمد نبي پوپلزي په نوم یو اته ویشت کلن افغان د مخدر موادو په تړاو اعدام شو.

د حال‌وش په باور سږ کال په ایران کې د افغانانو اعدام د پام وړ زیات شوی دی.

د بشري حقونو د دې سازمان په وینا یوازې د زاهدان په زندان کې د اعدام شویو افغانانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو اسلو مېشتې سازمان خبر ورکړی و چې، ایران د اکتوبر په میاشت کې یوسل او شپږ شپېته تنه اعدام کړې دي چې دیارلس یې افغانان دي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ایران تورنوي چې د تورونو د دوسیو څېړنه یې عادلانه نه‌‌ده او اکثر بندیان مدافع وکیلانو ته لاس‌رسی نه‌لري.

ازادی رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.