کوچني او متوسط کاروبارونه څنګه د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کولی شي.؟
پدې کې شک نشته، چې په هېواد کې د کاروبارونو پېل، د دندو ایجاد او د خدماتو او تولیداتو عرضه له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کوي، همدې حالت ته په کتو ویلی شو، چې کوچني او متوسط کاروبارونه د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډیر ضرور دي او دا اړتیا د خود کفایۍ، اقتصادي خپلواکۍ او له نورو سره د رقابت لپاره هم پکار ده.
په نړیواله کچه داسې ذهنیت موجود دی او دا په اثبات هم رسیدلې، چې کوچني او متوسط کاروبارونه د اقتصادي پرمختګ، دندو ایجاد، ثبات، د خلکو د ژوند سطحې ښه والي، فقر کموالي او پر ځان بسیاینې لپاره مهم ګڼل کیږي.
په افغانستان کې ځکه د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده، چې دلته د سترو کمپنیو په ژر جوړیدو او په هغه کچه د مالي توانایي نه شتون ددې لامل ګرځي، چې په ملي کچه د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره کوچني او متوسطو کاروبارونه ایجاد شي، چې دا کیسه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره وړاندې کیږي.
ډیر کوچني، کوچني او متوسط کاروبارونه (MSMEs)( Micro, Small and Medium Size Enterprises ) د اقتصادي ودې ، ټولنیزې سوکالۍ، ټولنیز امنیت او سیاسي ثبات لپاره مهم رول لوبوي، د دې کاروبارونو اغېزمنتیا په دې پورې اړه لري چې په څومره موثره توګه کار کوي او خپلې چارې تنظیموي، په لاندې ډول د افغانستان په اقتصاد کې، د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د اغېزمنتیا لپاره څو مهمې سپارښتنې شویدي؛
لومړی: د دندو ایجاد
کوچني او متوسط کاروبارونه ځکه په اقتصادي پیاوړتیا کې غوره رول لوبوي، چې د ندو ایجاد رامنځته کیږي او پدې سره د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو قدم پورته کیږي او خلک د عاید خاوندان کیږي، او د عاید زیاتوالی مستقیما له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کوي.
دویم: محلي او سیمه ایز بازارونه مشبوع کیږي
کوچني او متوسط کاروبارونه د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ځکه ډیر مهم دي، چې د خلکو د اړتیا وړ تولیدات او خدمات ارایه کوي، د هغوی غوښتنو ته رسیده ګي کوي، هېواد د خود کفایۍ پر لورې بیایي او په نورو اکتا کموي، په همدې اساس سیمه ایز بازارونه مشبوع کیږي او په کور دننه اړتیا وړ توکو ترلاسه کیږي.
درېیم: د داخلي سرچنیو څخه استفاده ترسره کیږي
په کوچنیو او متوسطو کاروبارونو کې له کورنیو سرچینو څخه استفاده کیږي او دا هغه څه دي، چې ملي اقتصاد ورسره پیاوړی کیږي او په کور دننه د شته سرچینو سمه کارونه او ښه مدیریت ددې لامل ګرځي، چې د یو هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او ابادۍ سبب وګرځي.
څلورم : د خلکو تخنیکي او مسلکي مهارتونه لوړیږي
کله چې په یو هېواد کې کاروبارونه رامنځته کیږي، وګړي یې هڅیږي تر څو په کار پوه، مسلکي او تخنیکي کسان شي نو په همدې اساس کاروبارونه او ادارې کوشش کوي، چې د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي او پدې هڅه کې وي، چې څنګه یو مسلکي او فني کاریګر له ځان سره ولري، او څومره چې په یو هېواد کې مسلکي او فني کسان زیات وي، هومره ورسره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کیږي.
پنځم: سالم رقابت رامنځته کیږي
د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو په ایجاد سره په هېواد کې د سیالۍ او سالم رقابت ذهنیت رامنځته کیږي، کاروباریان او کاریګر له یو بل سره سالم رقابت کوي، تر څو په مارکیټ کې د خپل ځان لپاره ځای پیدا کړي او پدې توګه هر څوک د خپلو مسلکي وړتیاوو او مهارتونو د لوړولو لپاره هڅه کوي او کوشش کوي، چې ښه نه ښه خدمات او تولیدات وړاندې کړي، چې همدا چاره د یو هېواد له اقتصاد سره مرسته کوي او د خلکو د هوساینې او غوښتنې لپاره یو جریان رامنځته کیږي.
شپږم : د کیفیت لوړول او تولیدي پروسو ښه والی
مخکې مو د رقابت یادونه وکړه، کاروبارونه دېته اړ کیږي، چې د خپلو تولیداتو او خدماتو کیفیت ښه کړي او پدې سره خلکو ته د قیمتونو او کیفیت په برخه کې، د انتخاب لاره پرانیستل کیږي، چې کاروبارونه د مشتریانو د اړتیاوو مطابق لوړ کیفیت وساتي او قیمتونه د سالم رقابت له امله د کنترول تر حده وساتي.
نو کله چې د کیفیت او قیمت لپاره د پالیسیو او مدیریتي چارو څارنه ترسره کیږي، پدې سره کاروبارونه هم رشد کوي او خلک هم با کیفیته خدمات تر لاسه کوي، چې پدې سره اقتصادي حالت ښه والی رامنځته کیږي.
اووم : د دولتي عوایدو لوړوالی
پدې کې شک نشته، چې د دولتي عوایدو لوړوالی د یو هېواد د اقتصاد لپاره څومره مهم دی، او چیرته چې نوي کاروبارونه رامنځته کیږي، له کورنیو سرچینو استفاده ترسره کیږي، د دندو ایجاد رامنځته کیږي، کیفیت ساتل کیږي او اسانتیاوې رامنځته کیږي، نو د دولت عواید به ورسره زیاتیږي او دولت به یې د خپلو خلکو د هوساینې، پالنې او پرمختګ لپاره په کار وړي.
اتم : د عمومي ذهنیت ښه والی
کله چې په یو هېواد کې هره ورځ نوي کاروبارونه ایجادیږي، خلک پانګونې ترسره کوي، له کورنیو تولیداتو څخه کارونه ترسره کیږي، دولتي عواید زیاتیږي او خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کیږي، پدې سره د خلکو روان او عمومي وضعیت او ذهنیت هم ښه کیږي او د ثبات لپاره د یو هېواد ښه تصویر وړاندې کیږي، چې دې چارې ته په اوس وخت کې ډیره اړتیا ده، تر څو نورو خلکو ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې شي او نور خلک سترو پانګونو ته وهڅیږي او سترې پانګونې ترسره شي.
نهم: د محلي او سیمه ایزو سوداګریزو ادارو او شبکه جوړونې سره اړیکه رامنځته کیږي
د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو په ایجاد سره په هیواد کې د سوداګریزو اړیکو پیل رامنځته کیږي، د سوداګرۍ ادارې له یو بل سره اړیکې ساتي، ګډې چارې ترسره کیږي او د همکارۍ روحیه رامنځته کي، د یو بل تکیه کیږي، یو ځنځیروي او حمایوي فعالیتونه رامنځته کیږي، یو له بل نه زده کړه کول، چې پدې سره کاروبارونه د یو بل مرسته کوي، څوک به خام مواد تهیه کوي، څوک به یې پروسس ترسره کوي، څومره به یې بسته بندي کوي، څوک به یې د ترانسپورت مسؤلیت په غاړه اخلي او څوک به یې مدیریت او خرڅلاوو ترسره کوي چې دا ټول اقتصادي فعالیتونه دي او د اقتصادي فعالیتونو په رامنځته کېدو سره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کیږي.
لسم: د سوداګرۍ بیلانس ساتل کیږي
د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو یو ښه والی دادی، چې په کور دننه د اړتیاوو ځواب وایي او پدې سره د وراداتو کموالی رامنځته کیږي او کله چې کورنۍ اړتیا پوره او کاروبارونه ښه پرمختګ وکړي نو دا هم لرې نه ده، چې نورو هېوادونو ته صادرات وکړي او پدې سره د اقتصادي پیاوړتیا اصلي راز یعنې د یو هېواد صادراتي کیدلو خوب هم ریښتیا کیږي چې ورسره واردات کمیږي او د سوداګرۍ بیلانس لپاره دا چاره ډیره ضرور او د ډیرې لیدنې وړ ده.
وړاندیزونه دادي، چې د افغانستان کوچني او متوسط کاروبارونه د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره باید له نوښت، نړیوال معیارونو، او د پیرودونکو سره د اړیکو پراخولو څخه کار واخلي، کیفیت ښه والی رامنځته کړي، غوره مدیریت او رهبري ترسره کړي، دا کاروبارونه د دوامداره وده لپاره باید خپلو مالي او کاري چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له شته حکومتي مرستو او امکاناتو څخه ګټه پورته کړي، همدارنګه په دولتي کچه د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو ملاتړ رامنځته شي او د غوره چاپیریال په برابرولو سره لدې عمده سکتور سره مرسته وشي.
کوچني او متوسط کاروبارونه باید په ټولنه کې خپل اهمیت او ارزښت لوړ کړي، تر څو د ټولنې له ملاتړ څخه به هم برخمن شي، چې همدا د بریا راز او د پرمختګ لامل ګرځي.
پایله داده، چې د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو اغېزمنتیا د غوره مدیریت، د بازار موندنې مناسبې ستراتیژۍ، او د کیفیت لوړولو پروسې ته اړتیا لري، دا کاروبارونه که په منظم ډول پلان او اداره شي، نو کولی شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي او په ټولنه کې د زیات شمېر خلکو لپاره د کار زمینې برابرې کړي او بالااخره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي.
وظیفوي مصؤنیت
![]()
Comments are closed.