د افغانستان سرہ د پیښور د الحاق حقوقي اړخ

دوکتور محمد عثمان تره کی

887

      ۰۶/۱۱/۲۳

د افغانستان سرہ د پیښور

د الحاق حقوقي اړخ

د پیښور ښار افغانانو ته سمبولیک ارزښت لري.

د تاریخ په روایت پېښور د پښتنو د شجرې تاریخي زیږنځای او د کندهارا فرهنګي حوزې پورې اړه لري. 

پښتانه د میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله پخوا د پېښور څخه د سلیمان غره شاوخوا سیمو ته کډه شوي وو.

پیښور په دوهمه میلادي پیړۍ کې د کنیشکا پاچا پلازمینه وہ چې بیا وروسته د کوشان امپراتورۍ په ولکه کې پریوته.

پیښور د ورښمین لارې له لوري هند ته د فاتحینو د تمځاي حیثیت درلود او د غوریانو، غزنویانو او درانیانو د امپراتورۍ یوه برخه وه.

  پیښور په۱۷۸۹ م  کال د احمد شاه دراني له امپراتورۍ سره وتړل شو.

د اتلسمې پیړي په پیل کې وروسته له هغه چې انګریزانو خپل اروپایی سیالان شاته کړل او د هند او اروپا سوداګري یې انحصار کړه، نو د هند پر لور د ټولو سمندري لارو کنترول یې په لاس کې ونیوه او د یرغلګرو څخه د هند د ساتنې له پاره یې د راغلیو وچو لارو د کنټرول په لټه کې شو. د همدې موخې د تأمین د پاره یې افغانستان او ایران ته پام واړوہ. ھماغه و چې دا دواړه هیوادونه د اوږدې مودې له پاره د انګریز د دسیسو او یرغلونو په امله کله په کورنيو شخړو او کله له اشغالګرو سره په جګړو کې ښکیل وساتل شول.

افغانستان د زمان شاه پر مهال په سیمه کې د مسلمانانو پیاوړی مورچل و.

 انګریزانو ھغه د خپلو استعماري پلانونو د عملي کولو په لار کې لوي خنډ ګانه. نو تر ټولو لومړ‎ی یې افغان شاهنشاهي ړ‎نګولو او افغانستان په خپل کنترول کې راوستلو ته ملا وتړله. دغه مهال په هند کې انګریزي پوځونه د زمانشاه د مقابلې جوګه نه وو. نو ئې د دُراني سلطنتي کورني په منځ کې له یوې خواه او د درانيو او محمدزیو تر منځ  د تفرقه اچولو سیاست ته مخ کړ. د واک په سر یې په کورنیو جګړو کې د افغانستان لویه امپراتوري ړنګه او د طبعي سیاسی پولو د ننه دیره خاوره د افغانستان څخه جلا کړہ.

د افغاني شهزادګانو د اختلاف څخه په ګټه اخیستنې، انګریزانو هندوستان تر لودیانې پورې ونیوه .  او په  (۱۸۰۸-۱۸۰۴ م ) کې یې شاه شجاع چې د پیښور والي و د کابل په تخت کښیناوه. خو یو کال وروسته شاه شجاع د خپل ناسکه ورور شاه محمود له لاسه ماتې وخوړه او انګریزانو ته یې پناه یوړه.

انگریز د ھمدې طلايي فرصت څاؤ ته ناست و. ھغوی، د پیښور په شمول د افغانستان نورې خاورې لاندې کولو ته پام اړولې وو او فراري شاه شجاع د افغانستان د تاج او تخت بیرته نیولو ته.

د سدوزیو او محمدزیو د سیالیو د ګډوډیو په چاپیریال کې  رنجیت سنګ په ۱۸۰۹ م  د پنجاب خپلواکي اعلان کړه او په ۱۸۳۸ م کې یې په پیښور باندې قبضه ولګول.

انګریزانو په ۱۸۴۹ م د امیر دوست محمد خان د سلطنت په وخت کې د پیښور په شمول د اباسین شمال او لویدیز ته د سیکانو لخوا د افغانستان غصب شوې خاوره د سیکانو څخه په زور ونیوله.

پدې ډول د افغانستان لږتر لږه نیمیایي خاوره یانې اوسنی پښتونستان د برتانوي هند سره پاتې شو.

کله چې انګریزان د سیمې څخه وتو ته اړ شول نو د هند د نیمې وچې د ویش یانې د هند او پاکستان د جلا کیدو پر مهال دغه خاوره د انګریزانو د میراث په نامه د پاکستان سره پاتې شوہ.

اوس، راځو دیته تم کیږ‎و چې نړیوال حقوق د افغانستان د غصب شوې خاورې په اړه څه وایي ؟

موضوع په دوه برخو تر ویش پس ارزوو : 

لومړ‎ی د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو د استعماري حضور په موده کې  او دوھم د پاکستان د جوړیدو نه را وروسته.

لومړ‎ی – افغانستان په هندوستان کې د انګریزانو د حاکمانه حضور په وخت کې، د انګریزانو د دوامدارو دسیسو او فشارونو قرباني و. پادشاهان لاسپوڅي  وو او د انګریزانو  مستمرمعاش خوړ‎ونکي وو.

په هند کې د انګریزانو د واکمنۍ په موده کې افغانستان تحت الحمایه هیواد پاتې شو.  د افغانستان د بهرني سیاست واک د انګریزانو په لاس کې وو.

له همدې کبله ټول هغه تړونونه چې د افغانستان بېواکه پادشاهانو د زر ،  زور توطئیه، تطمیع او تزویر په بنسټ له انگریزانو سره لاسلیک کړي ځکه حقوقي باور او ارزښت نه شي لرلای  چې افغان لوري خپل ارادیت  نه درلود.

خپل ارادیت د نړیوالو تړونونو بنسټیز اصل دی. د تړون لاسلیک کونکي باید په خپله اراده کې خپلواکه وي. آزاده اراده د لاسلیک کونکو د بشپړ رضایت ښکارندوی دی .

د ۱۹۶۹ م کال د ویانا کنوانسیون د ۶ مه مادې  له مخې په نړیوالو حقوقو کې یواځې یو خپلواک دولت د یو باوري بین المللی تړون د لاسلیک کولو حق لری.

د بین المللي حقوقو ټول پوهان  پدی نظر دي چې : « کله چې یو هیواد تحت الحمایه (پروتکتورات) وي، یواځې حامي یانې (پروتکتور) دولت  د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری ». پدې اړه  تاریخي مثالونه زیات دي. د هغې جملې نه :

– په افغانستان کې د ګوډاګي پادشاهانو په وخت کې بهرني امنیت او باندني سیاست اداره د انگریزانو په لاس کې وه. یواځې انگریزانو د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت د بین المللي تړون د انعقاد حق څخه بې برخې وو. دغه واقعیت چې انگریز او تزاری روس په ۱۸۷۷،۱۸۷۳او۱۸۹۵ م کلونو کې د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې د افغان واکمنانو په غیاب کې تړونونه لاسلیکول، دا ثابتوي چې هیواد په خپل بهرني سیاست کې د انگریزانو تر استعماري حکم لاندې او یو تحت الحمایه دولت وو.

– بل مثال : په ۱۹۳۹م د مارچ په ۱۵ مه د چکوسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو، چې د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوخوم » او « موراوی » ایالتونه آلمان ته وسپاري .
د آلمان له ماتې وروسته تحت الحمایه تړون لغوه او نوموړي ایالتونه بیرته چکوسلواکیا پورې وتړل شول.

– بل مثال : کمبودیا په ۱۹۴۹ م کې د فرانسې تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د پروتکتور دولت په څیر، د تایلند سره د کمبودیا د پولو  ټاکلو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. کمبودیا د خپلواکۍ نه وروسته مخکنې استعماري تړون ملغا کړ.

پرته د خپل ارادیت نه نړیوال باوري تړون د بطلان نور لاملونه هم لري چي د هغو په شته والې تړون ملغا کیږي. دغه لاملونه د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلې ده: دوکه ( غبن ) او اجبار ( خشونت ) د هغې جملې څخه دي. نوموړي سببونه هر یو کولای شي، چې د لاسلیک کونکو بشپړ رضایت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راولي او په وروستي تحلیل کې د تړون د بطلان لامل وګرځي.

د پیښور ښار په اړه په دواړو لاملونو یانې غبن او خشونت باندې رڼا اچوو :

الف . سکانو او انگریزانو غبن یا دوکه د پیښور د لاندې کولو په مقصد په بیلو بیلو ډولونو کارولې دہ؛ په نړیوالو حقوقو کې بډی یا رشوت هم د دوکې یو ډول ګنل کیږی. د بډې ورکولو موخه د بډو ورکونکي په ګټه د تړون اړول دي. 

د ۱۹۶۹م د ویانا  کنوانسیون ۵۰ مې مادې بډې د لاسلیک کونکو د آزادې ارادې، چې  د تړون بنسټیز اصل جوړوي د سلبولو لامل ګڼلی دی.

دلته د پیښور په اړه د پیسې د معاملې په تړاو د یوه تاریخي روایت یادونه کوو :

وروسته له دې چې د پاچاهۍ واک له سدوزو کورنۍ څخه محمدزیو ته انتقال شو، ټول ولایتونه چې د ابدالي  حکومت له خوا نیول شوي وو د پاینده محمد خان د زامنو ترمنځ وویشل شول. په دې وېش کې سردار سلطان محمد طلايي د نادر خان نیکه  د پیښور والي وګمارل شو.

جنرال « جوسیا  هارلان » یو امریکایی  جراح چې د انګریزانو په پوځ کې  دنده درلوده « د افغانستان سلطنت او امریکا » نومې په کتاب کې  د پیښور د سقوط د توطئي څرنګوالې داسې په ګوته کوي:

« سردار سلطان محمد زما په منځګړیتوب له رنجیت سنګ سره  د پیسو معامله وکړه او  پیښور یې رنجییت سنګ ته  پریښود. 

زه پدې بریالي شوم چې  سردار، د هغه د لس زره ایله جاري لشکر سره د رنحیت سنګ په ملاتړ وهڅوم. 

کله چې امیر دوست محمد د سردار سلطان محمد له پټې معاملې څخه خبر شو له رنجیت سنګ سره د جګړې په نیت له یو لوی لښکر سره د پېښور پر لور روان شو. خو لږ وروسته شاتګ ته اړ شو او پبیښور رنجیت سنګ ته پاتې شو ». ( د جوسیا هارلان د نقل قول پاي).

( جوسیا هارلان ـ  د افغانستان سلطنتي هیواد او امریکا ـ  فیلادلفي ـ ۱۸۴۲م ـ ۱۲۴  او  ۱۲۵ مخونه ).

ب ـ پرته د غبن نه په بین المللی حقوقو کې د تړون د انعقاد په بهیر کې اجبار او تشدد  د پخوا زمانې راهیسې د تړون د بطلان لامل پیژندل شوې. 

پر بل دولت باندې هر ډول نظامي، سیاسي یا اقتصادي فشاراو تشدد د تړون د بطلان  لامل  ګرځي.
دغه حالت ته په لاتینی اصطلاح کې « لاکس لاتا » ویل شوې. د ویانا کنوانسیون په۵۱ مه ماده کې راغلي : «هر هغه تړون چې د یو دولت پر استازي  د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شي، هیڅ ډول حقوقی آغیز نشي لرلی او بالکل باطل ګڼل کیږي». د ویانا کنوانسیون په ۵۲  مه ماده کې زیاتوي : « هرهغه تړون چې د ګواښ یا زور کارولو پر بنسټ تصویب شوی وي او د ملګرو ملتونو د منشور د منل شویو بین المللي حقوقي اصولوسره په ټکر کې وي، ملغا اعلانیږي . » 

د تاریخ په اوږدو کې داسې تړونونه، چې د  زور او زر له لارې تصویب شوي او بیا باطل اعلام شوي دي، خورا زیات دي.

دلته دوه مثالونه یوه وطني او بل بهرني بیانوو :

ـ وطنی مثال :  په ۱۸۳۸م  په لاهور کې د برتانوي ګورنر جنرال، شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ یو موافقه لیک لاسلیک شو. په موافقه لیک کې شاه شجاع د افغانستان د پادشاهي د بیرته نیولو د ژمنې په بدل کې د افغانستان د ټولو ځمکو یعنې ماورأ بولان او ماورأ خیبر چې د سکانو تر ولکې لاندې وو تیر شو. د افغانانو د خاورې لویه برخه د سیکانو په نوې زیږیدلې دولت پورې جبراً وتړل شول. پدې دول د انګریزانو تر فشار لاندې، پیښور د افغانستان د طبعي او سیاسې جغرافیا نه جلا شول. لمړي سکانو او ورپسې انګریزانو پرې قبضه وکړ‎ہ.

د لاهور د موافقه لیک پر بنسټ د انګریز او رنجیت سنګ ګډ پوځ شاه شجاع په زوره د کابل په تخت کښیناوه. خو کابل ته د ګوډاګي پادشاه راتګ په ۱۸۳۹ م  د افغانانو او انګریزانو د لومړ‎ې جګړې لامل وګرځید. 

پدې جګړه کې د انګریز سفیر « مکناتن » په شمول دیرش زره پوځ ووژل شول.

– بهرني مثال : په ۱۹۰۵م کې جاپان « سیول» اشغال کړاو کوریایي استازی یې دیته اړ کړ، چې یو تحت الحمایه تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چې ۴۰   کاله تر اجراء لاندی و، په ۱۹۴۵ م کال کې  د جاپان د ماتې وروسته  باطل اعلام شو.

څه چې تر اوسه پورې وویل شو د پیښور په اړه داستعماري  تړونونو د بطلان حقوقي اړخ و. 

اوس پر دې موضوع  رڼا اچوو چې نړیوال حقوق د پاکستان د جوړیدو څخه وروسته د پیښور برخه لیک ته په کوم انداز پام اړوي.

دوهم ـ دلته بحث په دوه موضوعاتو باندې متمرکز کیږي : د تړونونو نسبیت او د تړونونو وراثت.

ـ  په لاتیني حقوقي دود کې د  تړون نسبیت په دې ډول څرګند شوی دی :د دوہ خواو ترمنځ « یو تړون د ثالث له پاره کومه وجیبه او حق نه زیږوی ».

په نړیوالو تړونونو کې د نسبیت اصل د ۱۹۷۵م د اکتوبر د ۱۴ نیټې د « بن » په اعلامیه کې داسې راغلي دي: « فرانسه ، انگلستان، شمالی آیرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي، چې د دوۍ تر منځ تړل شوی تړونونه پر هیڅ ثالث دولت باندې حقوقی اثر نشي اچولی ».  په پای کې همدغه د محتوا ډکه مخکنی حقوقي دود او دستور، د ویانا کنفرانس د اعلامیی په ۳۴ ماده کې  داسې سجل وموند : « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه نشي رامنځته کولای.» 

نړیوالې قضایي ادارې هم پدې متفق دي چې کوم تړون د دوو هیوادونو تر منځ لاسلیک کیږی پر دریم  هیواد حقوقي اغیزنشي ښندلای.

د پیښور په اړه موافقه لیکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه،  بلکې د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو. پاکستان د موافقه لیکونو د انعقاد په وخت کې له سره موجود نه وو او د تړونونو د مفاداتو څخه لرې پاته کیږي.

یو مثال: په ۱۹۹۷ م کې د عدالت نړیوال دیوان  هغه تړون چې په۱۹۷۷م د « دنیوب»  سیند  د شاوخوآ ځمکو د ویش په هکله د چکوسلواکیا او هنگري تر منځ لاسلیک شوی و  لدې کبله چې د سلواکیا نوي جوړ شوي دولت په تاوان وو، ملغا اعلام کړ.

د تړون د نسبیت څخه چې تیر شو، پاکستان ځان د انګریز ښکیلاک وارث ګڼي.

د تړون وراثت په اړه عمومي قاعده داده چې د ښکیلاک د واکمنۍ څخه راپاتې  نوی دولت د مخکني دولت د معاهداتو په وړاندی د دریم دولت حیثیت لري او د تړونونو د امتیازاتو او احیانآ د وجایبو څخه ګټه نشي پورته کولای. په بل عبارت کله چې د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپلی پشتوانې څخه بې برخې کیږي او جنسآ له منځه ځي».
پدې حساب د پاکستان دولت چې د  برتانوی هند استعماري واکمنۍ له نسکوریدو  راوروسته جوړشو، د پیښور په ګډون د افغانستان د غصب شوې خاورې د  موافقه لیکونو د مفاداتو  څخه بی برخی پاتې کیږي.

پیښور د افغانستان د خاورې ھغه برخه ده چې په ۱۹ مه پیړي کې د زور، زر او دسیسو پر بنیاد د خپلي طبیعی جغرافیې څخه جلا شوې. پدې برخه کې نړیوال حقوق د افغانستان د ځمکني  دعوا څخه ملاتړ کوي.

پایله:

نڼ افغانستان او پاکستان د سیمې او د سیمې نه د باندې هیوادونو په ژیوپولتیک لوبه کې راګیر دي.

افغانستان هغه وخت د خپلې ځمکنۍ دعوا لوبه میدان ته وړاندې کولي شي، چې یو پیاوړې ملي، اسلامي او مشروع واکمني ولري او د یو با انډوله دیپلوماسي له لارې د خپلې داعیې په ملاتړ د نړي زبر ځواکونو پام ځانته راجلب کړي. 

ومن الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320