امرالله صالح د هغه کس هويت په اړه مالومات خپاره کړي چې په خبره يې د کابل پر پوهنتون وسلهوال بريد يې پلان کړی و.
نوموړی وايي، پر پوهنتون د برید ياد پلانوونکی عادل نومېږي او د کشفي مالوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی. امرالله صالح د کابل امنیتي میثاق د ۲۵مې ورځې پلان په پايله کې تازه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو پوهنځی لوستی. خو وروسته بیا د حقاني شبکې غړي ثناالله له خوا جذب او پر کابل پوهنتون د بريد کولو مسووليت ورسپارل شوی و.
صالح زياتوي، عادل پر کابل پوهنتون د برید کولو په موخه وسلې او مهمات په خوست کې د ثناء الله په لارښوونه له حقاني شبکې ترلاسه کړې وې. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په فېسبوک د لیکنې پر دوام زياته کړې، عادل نومي کس ورته د څېړنو په ترڅ کې ویلي چې پر حکومت د فشار راوړلو په موخه ورته پر کابل پوهنتون د بريد کولو مسووليت سپارل شوی و څو په دې توګه افغان حکومت بدنام او د خلکو روحیه وځپي.
پر کابل پوهنتون وسلهوال برید چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د دریو بریدګرو له لوري تر سره شو، په کې ۲۲تنه محصلان ووژل شول او تر ۳۰ نور په کې ټپیان شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320