په انقرې کې د امريکا سفارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، خليلزاد او ترکيي چارواکو د خپلو ليدنو پرمهال په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې نړيواله ټولنه دې هم په دغه هېواد کې د جګړې ختمولو په موخه حل لار وړانديز کړي.

د امريکا سفارت په دې اړه زياته کړې: «خليلزاد او ترکي چارواکو هوکړه کړې چې په افغانستان کې تاوتريخوالی د اندېښنې وړ دی او په نړيواله ټولنه کې دا قاطع اجماع موجوده ده چې ټولې خواوې بايد په دايمي توګه د تاوتريخوالي کمولو لپاره لار پيدا کړي او دا کار ژر د تاوتريخوالي په کمولو سره پيلېږي.»

خليلزاد د افغانستان سولې په پروسه کې د ترکيې رول ته په اشارې سره ويلي چې دغه هېواد دواړه خواووې او په ځانګړې توګه وسله‌وال طالبان هڅولی شي چې مذاکرات چټک او د يوه معقول سياسي حل له لارې جګړه ختمه کړي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترکيې ته په دې سفر کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سادات اونال او د ولسمشر اردوغان له ځانګړي سلاکار سره ابراهيم کالين سره ليدلي دي.