د انګرېز پاته شوني د ستر مجاهد غازي شاه امان الله پر ضد دسيسه بيا تکراروي،
خو اوس ولس ويښ دی.
پرديو استخباراتو اوازه خپره کړې، چې ګواکې جمهوررئيس غني, لومړۍ مېرمنې ته پۀ ارګ کې پۀ پنځۀ ميليونه ډالره فرمايشي کليسا جوړوي. لومړی خو دا ټولې د سرِچوک اوازې دي. هره ورځ پۀ زرګونو خلک ارګ ته تګ او راتګ کوي. ارګ يوازې د ولسمشر نۀ، بلکې د ټول ملت کور دی او هلته کليسا جوړل څۀ عادي خبره نه ده. ولسمشر ته د افغانستان تاريخ تر بل هر چا ښۀ معلوم دی. هغه ته لۀ شاه غازي امان الله خان سره د هغۀ وخت د مذهبي روبوټانو او بې سواده ولس ټولې ناځوانۍ ور معلومې دي او زۀ پوره باوري يم، چې ولسمشر غني خپله ټولنه او د هغوی افکار تر بل هر چا ښۀ درک کولای سي.
تر ټولو مهمه دا ، چې زموږ ځوان قشر اوس پۀ دې پوه سوی دی، چې شاه غازي هم د انګريزي جاسوسانو د مکرجنو افواهاتو قرباني سو او دوی به پرېنږدي، چې لۀ جنګسالارانو سره پۀ مبارزه مصروف او د نوي افغانستان د جوړولو ارمانجن جمهور رئيس دې د ورته توطيې قرباني سي. زموږ ځوانان تر بل هر وخت اوس پۀ ډېر څۀ پوه سوي او ويښ دي او د انګرېز د پاته شونو استخباراتو پۀ دسيسو او تشو تبليغاتو نه غوليږي.
هغه کۀ د نن کوټي آسیا نشرات دي یا د نورو پردیپالو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320